کور / هراړخیز / په فساد کې لومړي مقام !!

په فساد کې لومړي مقام !!

درڼوالي نړيوال سازمان دنړۍ په دولتونو کې دفساد په اړه په خپل سږنى راپور کې افغانستان ،سوماليه او شمالي کوريا دولتونه دنړى لومړۍ درجه په فساد کې ښکيل دولتونه بللې دي او دغو دريو واړو اته اته نمبرې اخيستي دي او دې دريو واړو په فساد کې لومړۍ مقامونه ګټلې دي .

زموږ هېواد تير کال ٩ نمبرې درلودې خوسږ کال يې يو نمبر بيا له لاسه ور کړى دى او په هېواد کې ادارې فساد مخ پر وړاندې روان دي .

ددې لپاره دولت داداري فساد پرضد اداره هم جوړه کړې ده او تل ددې لپاره هڅې کوي چې په دولت کې هغه کسان ونيسي او يا يې له دندې ګوښه کړي چې په اداري فساد کې ښکيل دي او يا اداري فساد ته لاره برابره وي او په دې برخه کې همدا اداره تل دانارې وهي چې موږ زياتر ه کسان نيولي چې په فساد تورن دي خو بيا هم درڼوالي سازمان په سږنى خپره شوى راپور کې په هېواد کې اداري فساد دتېر کال په پرتله لوړ ښکاره شوي .

نو ددې لپاره بايد ياده اداره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي تر څو هغه کسان و نيسي چې په اداري فساد کې ښکيل پيژندل شوي دي ځکه داسې کسان په لوى لاس ددې دولت بدنامي کوي او دهمدې فساد له وجې په دولت باندې ولسي باور کميږي اود فساد له امله نړيواله ټولنه هم نيوکې کوي چې په افغانستان کې اداري فساد ديوې ورځې نه بلې ورځې ته مخ پر وړاندې روان دي ، اونړيواله ټولنه هم په دې سره ځانونه خلاصوي او وايي تر هغې موږ مرستې نه کوو چې دلته اداري فساد له منځه نه وي تللي .

بيا بايد په دې خبرو ټينګار وکړو چې له فساد سره ضد اداره دې نور هم خپلې هڅې روانې وساتي تر څو هغه کسان چې اداري فساد ته لاره برابره وي او ياپه اداري فساد کې ښکيل پيژندل شوي دي او دريم هغه څو ک چې ددووکسانو تر منځ دفساد لپاره لاره برابره وي دا ټول بايد دقانون منګولو ته وسپاري او دا درې واړه بايد په سزا سره ورسول شي .

او ددې فساد پرضد دهېواد په ولايتونو کې مبازه هم پيل شوې ده خو بايد دا مبارزه لا نور هم ګړندۍ شي تر څو په مکمل ډول سره فساد له منځه لاړ شي چې ددې ولايتونو څخه يو خوست ولايت دى چې دلته هم د اداري فساد پرضد کلکې هڅې روانې دي او هغه کسان چې په فساد تورن وو او يا يې دلته په دې ولايت کې فساد ته لاره برابره وله دا ډول کسان نيول شوي او زندان ته هم ليږ ل شوي په دې برخه کې دلته دې فساد يوڅه مخه نيول شوې ده او د همدې فساد دمخنيوى له امله په خوست ولايتي اداره باندې دولسونو باور زيات شوى دى او اوس ولسونه دلته ددولت سره په هره برخه کې همکارۍ ته تيار دي .

خو بايد ولسونه په پوره ډول سره له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي تر څو دلته نور هم اداري فساد له منځه لاړ شي او په دغه ولايت کې نور هم په ټولو برخو کې پرمختګونه رامنځ ته شي ځکه په دې برخه کې د خوست و لايت والي عبدالجبار نعيمي تل په دې برخه کې کوښښونه کړي تر څو نور دلته فساد له منځه لاړ شي او ټول وګړي له خپلو حقوقو څخه برخمن شي .

په دې برخه کې موږ له څو کسانو سره مر کې کړي دي او دوى هم په دې نظر دي چې بايد د اداري فساد پرضد مبارزه لا نوره هم جدي شي تر څو هغه کسان چې بډي اخلي او يا يې ورکوي او دريم هغه څو ک چې ددې دووکسانو تر منځ لاره برابره وي زرتر زره ونيول شي او د قانون سره سمه خپله سزا ويني .

دوى دا هم وايي چې ا وس هم په ځينو اداره کې فساد شته بايد خوست والي ددې په اړه هم جدې پام وکړي تر څو نور دلته هر ډول فساد له منځه يوړل شي او په ټولنه کې پرمختګ رامنځ ته شي .

په دې اړه په سرکې الهام داسې وايي زموږ په هېواد کې چې پرمختګ نه رامنځ ته کيږي او زياتې پيسې هم په مصرف رسيږي يو ستر لامل يې دا هم دى چې په هېواد کې اداري فساد موجود دي او د يوې ورځې نه بلې ورځې ته مخ په زياتيدو دي او د رڼوالي نړيوال سازمان هم دتير کال په پرتله سږ کال زموږ په هېواد کې دفساد کچه لوړه بللې ده دا ځکه چې په همدې دولت کې داسې کسان دندې سرته رسوي چې دوى په اداري فساد کې ښکيل دي او خپله ورسپارل شوي دنده په سم ډول سرته نه رسوي او يواځې د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې له منځه وړي. ده زياته کړه په خوست ولايت کې هم د اداري فساد په برخه کې خوست والي عبدالجبار نعيمي زيات کار کړى دى او په دې برخه کې يې زياتر ه هغه کسان چې په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن وو هغه له دندو وشړل شول او پر ځاى يې داسې څوګ په دندو وګمارل شول چې هغه هم وړتيا لري او هم په ښه ډول سره خپل کارونه ترسره کوي خو بيا هم موږ له ده څخه دا غوښتنه کوو چې په دې برخه کې دې لا خپل ګامونه ګرندي کړي تر څو دلته دخوست په اداراتو کې په بشپړ ډول سره فساد له منځه يوړل شي او دټولو ولسونو غوښتنې پوره شي .

همداشان په دې اړه سيدقبيل شاه مياخېل هم وايي په دولتي ادارو کې د فساد موجوديت سربيره پردې چې په ملي او نړيواله سطحه يې د افغان حکومت باور ته زيان رسولي او دې سره په څنګ کې يې د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغيزې کړي او اوس دا دي د هېواد په ټولو ولايتونو کې اداري فساد موجود دى داځکه که چيرې دنړيوالې ټولنې هغه مرستې چې په تيرو کلونو کې يې له افغان دولت سره کړې دي که هغه په سم ډول سره په لګښت رسيدلي وه نو اوس به په هېواد کې ددې نه هم نوي پرمختګونه په ټولو برخو کې رامنځ ته شوې وه .

دى وايي که چېرې افغان دولت غواړي چې په هېواد کې اداري فساد له منځه لاړشي نو دلته دې په اداراتو کې داسې کسان په دندو وګماري چې هغه يو څه وړتيا لري خپلې خاورې او هېواد ته وفادار کس وي نو ددې سره به هم يو څه اداري فساد له منځه لاړ شي .

ده همداشان وويل ددې ناوړه پديدې په له منځه وړلو کې بايد له دولت سره ولسونه هم تر خپله وسه همکاري وکړي ځکه دولت په يوازې ځان هېڅ نه شي کولى خو که د دوى سره ولسونه همکاري وکړي نو ضرور به په هېواد کې د فساد مخه نيول کيږي.

همداشان فريد هم په دې اړه زياتوى په دولت باندې په دې اړه زيات انتقادونه شوي او لاکيږي خو په دې برخه کې بايد دولت ر ا پورته شي او د فساد مخه بايد ونيسي تر څو نور افغان دولت په خپلو يښو ودريږي او له ستونزو په امان شي

ده همداشان وويل په هر ولايت کې دې د فساد په اړه په ريـښتنې ډول مبارزه پيل شي لکه په خوست ولايت کې چې دخوست موجوده والي عبدالجبار نعيمي پيل کړې ده او په دې برخه کې يې دفساد کچه يو څه راټيټه کړې ده او له هم هڅې کوي چې په پوره ډول سره فساد له منځه يوسي خو دا هر څه په يو وار سره نه کيږي او انشااله دا والي به له هر اړه چې وي دفساد ريښې به له بيخې را باسي او اداري فساد به په پوره ډول سره له ومنځه وړي .

ديادونې وړه ده که په دې برخه کې ولسونه هم په کامل ډول سره همکاري وکړي نو په هېواد کې به فساد په مکمل ډول سر ه له منځه لاړ شي .