کور / خبرتیا او پيغامونه / دشاعر او ژورناليست ولي عبدالله سره خواخوږي

دشاعر او ژورناليست ولي عبدالله سره خواخوږي

په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر او ژورناليست ولي عبدالله ( ناروغ ) مور په حق رسېدلې ده . انالله و اناليه راجعون .
د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو په استازيتوب د فرهنګپال شخصيت شاعر او ژورناليست ښاغلي ولي عبدالله مور ته د مغفرت دعا کوو او نوموړي ته د لوی خدای له درباره د جميل صبر غوښتونکي يو .

—————————————
۲۱ ډسمبر ۲۰۱۲
دوستانو ته سلامونه او د زړه له کومی مننه چی په ډیر ترخه حالت کی مو راسره خواخوږی وکړه خدای دی تاسو له غمه لیری لري.

په درناوي
ولي عبدالله
————————————–
مورې
رنګ په رنـګ بوډی ټــال يـ‎ـې
د ماشــــوم د سـترګو حال يـــې
مورې وغــــــــــړوه ســـترګې
د اخـــــتر د ورځـــې فــال يـې
د هــــــنر بـــــله ډيـــــوه يــــې
ته کتاب يــــې تــه کمـــال يــې
د خـــــــــزان زيــړيـه لـــــمره
تــوره شـــپه کې تـه مشـال يـې
له جنـــته يــــــې را اوښــــــتې
ته د خـدای د شـــتو مثال يــــې
تــه خالــق يـې ته مخـلوق يــې
تــه بـــقا يـــې تــه وصـال يــې
ته کــمال يــې تـــه جمــال يــې
رنګ په رنګ د بوډۍ ټـال يــې
مـــورې وغــــړوه ســــترګــې
د اخــــتر د ورځــې فـــال يــې

ناروغ ولي عبدالله