کور / د ډيورنډ کرښه / پښین ،انګرېزي لښکري او واقعیتونه !

پښین ،انګرېزي لښکري او واقعیتونه !

په کال ۱۸۷۸ م کي د افغانستان جنګ پيل سو،مېجر سنډيمن د جنرل اسټورټ سره تر کوږک پوري ملګری ولاړ ،پښين چي د کندهار يوه پخوانۍ ولسوالي وه اوس جنرال صاحب په خپله ولکه کي کړه ،Esmatullah zaheer عصمت الله زهيرهمدا ډول يې سيوۍ چي د کندهار يوه برخه وه په بلوچستان پوري غوټه کړه،جنرال اسټورټ چي څه مهال په کندهارکي واک په خپل لاس کي واخيست او ارامي يې راوسته نو مېجر سنډيمن د پښين او کوټي د انتظامي چارو څخه فرصت وموند او د سيوۍ په دوره روان سو ،د سيوۍ په حدودو کي يې کوتاز،ورستان مطلب د سانګهان ،هرنايي ،ښاهرګه،کڅ او احمدون سيمي هم ورګډي کړې،دا ډول د پوځيانو د تګ راتګ او سرکاري سامانونو د وړلو راوړلو لپاره يوه بله لاره پرانيستل سوه چي د مټهړۍ،کڅ سړک نوميږي او دا مهال د سيوۍ څخه د کوټي او پښين لپاره اور ګاړی باندي تيريږي(۱)

د امير شېرعلي خان د وفادار وزير نورمحمد شاه د مرګ (۲٦ مارچ ۱۸۷۷ م کال)څخه وروسته لارډ لېټن په خفيه توګه پر کندهار او هرات باندي د پېش قدمۍ لپاره تجاويز جوړ کړل،کله چي اميرشېرعلي خان د دې تجاويزو څخه خبرسو نو سمدستي د کندهار حکومت خپل خسر افضل خان ته چي د ده د وليعهد نيکه وو،وسپاری او هغه ته يې حکم وکړ چي ژر تر ژره دي يوه چوڼۍ په پښين کي واچول سي او زر سواره دي له فراه څخه پکي ځای پرځای سي(۲ )

پښين که له يوې خوا د تاريخ په اوږدو کي د ژبي،ادب ،علم او تاريخ ځاله پاته سوې ده نوله بلي خوا په ملي اتلولۍ کي د ننګ او جنګ ډګر ګرځېدلی دی،د ټول وطن په څېر د لومړي ځل لپاره داسي ټوټه او د خپل وجود څخه رابېل سو .

د ۱۸۸۵ م کال د سپټمبرپه مياشت کي رابرټ سنډېمن د پښين ،کندهار او سيوۍ حدود د هغې پريکړي پراساس وټاکل او په بلوچستان يې ورګډ کړل،کومه پرېکړه چي د برتانيې د حکومت او اميريعقوب خان ترمنځ وسوه چي د پښين او سيوۍ سيمي د امير څڅه په اجاره واخيستل سوې او مېجر سنډېمن ايجنټ ګورنر بلوچستان ته وبخښل سوې (۳ )

د برتانيې حکومت د پښين د پوځي ارزښت او ملي خوځښت سره له ډېر نژدې بلد وو،ځکه د ۱۸۸۰ م کال د جون د مياشتي په څوارلسمه نېټه ګرفن د اميرعبدالرحمن خان د يوې پوښتني د ځواب په يوه برخه کي داسي ليکي ”د کندهار ټوله ولايت د يوه بل فرمانروا لاندي کړی سو،بېله پښين او سيوۍ څخه چي هغه به د انګرېزانو په قبضه کي وي (۴ )

د ۱۸۸۲ م کال په سيپټمبرکي مي تر زيات لټون وروسته يو ځای د پښين د تحصيل جوړولو لپاره خوښ کړ،د دې ځای نوم سره کلا ده او يوه ښکلې غونډۍ هم لري،ترکومه چي بټې زي ټبرد پښين په سيمه کي واکمني لرله ،همدلته به د بټې زيوخان کښېناسته ،له زړو نخښو څخه يې داسي څرګنديږي چي همدلته يو ښکلی بازار آباد وو،خونژدې څلوېښت يا پنځوس کلونه کيږي چي اوس کنډوالې ګرځېدلی دی ،له دې غونډۍ څخه پر پښين سربېره ګلستان او د قلعه خوشدل سيمه هم په بشپړه توګه ښکاري ،دپښين لپاره چي څومره اندازه پوځ ټاکل سوی دی ،د هغه هېډ کوارټر به همدلته مناسب وي،يوازي د خوشدل او ګلستان د سيمي لپاره څوسپاره په کار دي چي وګومارل سي ،همدا ډول د پوليسو صدر مقام هم په سره کلا کي په کار دی، په خوشدل او ګلستان کي دي څوکياني هم واچول سي او دلته به يو ښکلی بازار هم آباد شي چي له دې سره به د پښين تجارت وده ومومي( ۵)

پښين چي د کوټي ولسوالۍ يوه بېله مهمه برخه وه،انګرېزانو د خپلو استعماري ګټو پراساس په ۱۸۸۴ م کال کي جبراً د کوټي ولسوالۍ برخه وګرځوله ،د کوټي سره نژدې د پښين سيمه چي د بلوچستان حساسه سرحدي سيمه ګڼل کيږي،د کوږک د اورګاډي ټنډيل په کال ۱۸۸۴ م پکي پيل سو( ٦)

په ۱۸۸۴ م کال کي انګرېزانو د برچې په زور د افغانستان پر حکومت په غېرقانوني ډول حدبندي تعميل کړه (۷ )

د نولسمي پېړۍ په اخر کي د خېبرپه دره کي داسي يو انګرېز ليدل کېده چي د برتانوي هند د استعماري دستګاه د نورو کار کوونکو نه يې څه توپير لاره(دا انګرېز ډيورنډ وو) ده ته يوه حساسه دنده ورسپارل سوې وه چي په تهديد او زور سره د افغانستان پاچا اميرعبدالرحمن خان اړ کړي ،هغه موافقه لاسليک کړي چي په هغې سره د هيواد د خاوري يوه زياته برخه په برتانوي امپراطورۍ ورګډه سي،ډيورنډ دلته د خیبر په غرونو کي په حقيقت کي د ملت په ژوندۍ تنه په ۱۸۹۳ م کال کي د ډيورنډ کرښه (دچړې په شان) راښکل سوه ،دا کرښه د افغانستان او برتانوي هند (سرحد)ونومول سو( ۸ )

مرکزي پښتونستان (اوسنۍ پښتونخوا صوبه )جنوبي پښتونستان( اوسنی بلوچستان)د افغانستان يوه برخه وه او په ۱۸۹۳ م کال کي انګرېزانو په ظلم او وچ زور دا برخه له افغانستان څخه جلا کړه ،د هند د شمال مغربي سرحد نوم يې ورباندي کېښود ،انګرېزانو دا سيمه پر دوو برخو ووېشله ،يوه هغه برخه چي ځان ته يې رياستونه لرل خو په غيرمستقيم ډول به د انګرېزانو لخوا اداره کېدله چي هغې لومړۍ برخي ته مرکزي پښتونستان وايو(۹ )

په ۱۸۹۳ م۱۳۱۱ ق کال کي ډيورنډ د هند د خارجي سکرتر د هند او افغانستان د سرحداتو د ټاکلو لپاره مقرر او د ربيع الاول په يوويشتمه کابل ته راغی چي له پاميره او بدخشانه بيا تر کاکړو او چغي پوري ډيورنډ ليکه وټاکله شوه اودکابل په دربار کي د دوشنبې په ورځ د جمادی الاول په درېيمه نېټه اعلان سو او معاهده يې د نومبر پر دوولسمه لاسليک سوه،د امير تنخوا اتلس کلداري مقرره سوه او د وسلو رانيولو اجازه يې وموندله ،دا وېش ملت نه دی منلی( ۱۰ )

پښين زموږ د لوی کندهار يوه سيمه وه او کوم وخت چي د ګندمک منحوس تړون دظالمو،جابرو او استعمارګرو انګرېزانو سره لاسليک سو،دا د استعمار په چاړه باندي له افغانستان او لوی کندهار څخه جلاسوه او اوس د ډيورنډ منحوسي ليکي و شرق ته واقع ده (۱۱)

اخځليکونه:

۱. هتورام تاريخ بلوچستان ……………………….. ۴۰۳
۲ . قاضي عطاالله دپښتنوتاريخ …………………… ۷۳۹
۳ . هتورام تاريخ بلوچستان ……………………….. ۵۴۷
۴ . قاضي دپښتنوتاريخ ……………………………. ۷۳۹
۵ . هتورام تاريخ بلوچستان ………………….. ۵۵۹-۵٦۰
٦ .همدااثر ……………………………………….. ۵٦۴
۷ . بېنواصاحب پښتونستان ………………………. ۳٦
۸ . ګ.ف.ګيرس دميړني اولس ادبيات……………. ۳
۹ . بېنواصاحب پښتونستان ……………………… ۷۲
۱۰ . حبيبي صاحب دافغانستان تاريخي پېښليک…. ۲۱۵
۱۱ . علامه رشادبابا ملاعبدالسلام اشيزی …ميوند مجله کابل