کور / تازه خبرونه / دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو بريدونه شوي دي

دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو بريدونه شوي دي

پېښور: کراچۍاو پيښور کې دپوليو دمخنيوي په کارکوونکو بريدونه شوي دي چې له امله يې ٥ ښځې وژل شوې دي لومړۍ پيښه دکراچۍ په لانډهي سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ناتاره ډزې وکړې او ددغه ډلې دوه ښځينه کارکوونکې يې ووژلې. وژل شوؤ دکورنۍ غړي وايي چې کله دپوليو په ډله بريد وشو نو په دغه مهال هغوي سره پوليس ملگري نۀ وؤ. دوهمه پيښه دکراچۍ داورنگي ټاؤن په راجا تنوير کالونۍ کې رامينځته شوه چې دغلته هم نامعلومو کسانو دپوليو په يوه بله ډله ډزې کړي.دپوليو دمخنيوي دډلې مشر ډاکټر اشتياق ووايل يوه ښځينه کارکوونکې په موقع وژل شوې او يو بل کارکوونکى په ډزو کې سخت ژوبل شوى دى. دروغتيا دصوبائي وزارت لخوا په ليږل شوي دپوليو دمخنيوي په دريمه ډله په محمد خان کالونۍ کې بريد شوى دى، دغه بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې او بله ټپي ده . دروغتيا په اړه يو چارواکي گل نواز يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وويل چې دبريد څخه دمخه دپوليو دمخنيوي ډلې ته په ټيليفون گواښ شوى وه بلخوا په پيښور کې هم دپوليو دمخنيوي په يوه ډله بريد شوى چې پکې يوه ميرمن وژل شوې ده. يو لوړپوړي پوليس چارواکي جاويد خان ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وويل دپيښور سره نزدې په متهرا نومې سيمه کې دپوليو دمخنيوي لپاره په کارکوونکو دوؤ خويندو په موټر سائيکل سورو دوؤ بريدکوونکو ډزې کړي چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې ده.