کور / تازه خبرونه / ميدان وردگوکې ۳۷ تنه پوليس فارغ شول

ميدان وردگوکې ۳۷ تنه پوليس فارغ شول

ميدان:دميدان وروگ ولایت مطبوعاتي دفترلروبرته په راستول شوې خبرپاڼه کې څرگنده کړې چې دميدان وروگود ولايتي بيارغاونې په روزنيز مرکز کې۳۷ تنه پوليس د دوه میاشتو مسلکي زده کړو ورسته فارغ او په دندو وګومارل شول.دپولیسو دفراغت په دغو مراسمو کې د دميدان وروگود ولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي، دترکي ولایتي ډلې مشر ښاغلي مظفر، دولایتي شورا مرستیالې حلیمه عسکري، دامنیې قوماندانۍ مسولینو، ترکيې استادانو او یو شمېر پولیسو برخه اخیستې وه. د ولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي وویل افغانان د ترکانو سره دکلونو کلونو په عقیدې او فرهنګي اړیکو ولاړه دوستي لري او همدې دوستۍ ته په کتو افغانانو سره دترکانو هراړخیزه مرستې دځانګړي ونډې ارزښت څخه برخورداره دي او موږ به هڅه وکړو چې دهمدې دوستۍ ته په کتو په ولایت کې دترکانو ورونو لپاره دکار اساسي زمینه برابره کړو ترڅو دسیمې خلکو اړتیاو ته په کتو موثرې او اغیزمنې پروژې پلي کړي. خوږیاڼي فارغو شوو پولیسو نه وغښتل چې په عمل کې دټولنې لپاره خدمتګار او دولس زړونه لاسته راوړي ځکه له تاسو څخه دراتلوونکي هوسا افغانستان دجوړیدو هیلې کیږي. ښاغلي مظفر دافغانستان او ترکيي هېواد د دوستۍ ته په اشارې وویل ترکان دافغانانو سره د هممدې سترې دوستۍ پراساس ژمن دي، چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال ورسته نه پریږدي او د دوۍ مرستې به په دې هېواد کې دوام وکړي ترڅو افغانان په خپلو پښو ودریږي. نوموړي وویل چې افغانان دهر چا پیاوړي دی خو متاسفانه که چیرته دوۍ لپاره زمینه برابره شي نو کولای شي چې تر هرچا مخکښ شي.دپولیسو د ښوونې او روزنې مسول سمونیار عبدالاحد په ویناء چې دترکانو لخوا په ۳۷ دوره کې ددې ولایت (۳۷) تنه پولیسود دوه میاشتو په جریان کې تخنیکي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړی چې له امله به یې یاد پولیسو په خپلو دندو کې دپخوا په پرتله دمسلکي میتودونو او رویشونو څخه ګټې پورته کړي.