کور / تازه خبرونه / په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين وځنډول سو .

په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين وځنډول سو .

دنورو ايالتونو تر څنګ په بلوچستان ايالت کې هم د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين چې د دسامبر پر اوولسمه پيل سوى وو، نن ياني پر نولسمه نېټه پاى ته ورسېدى . خو د ايالت په مرکز کوټه، پښين اوکلا عبدالله کې ياد کماين چې پر څلورويشتمه نېټه به پيل کېده، ځنډول سوى دى.
کمپاين په داسي وخت کې پاى ته رسېدلى چې په ترڅ کې يې په سند او خيبرپښتونخوا ايالتونو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد د مبارزې د کمپاين شپږ تنه کارکوونکي وژل سوي دي.
په کوټه کې د کمپاين يو چارواکي نورالحق بلوڅ رسنيو ته ويلي چې د ايالت په درېو ښارونو کې يې کمپاين د امنيتي ستونزو له امله ځنډولى دى.
د روغتيايې چارواکودمعلوماتوله مخې په پاکستان کې تر اوسه دپوليو ۱۹۸ مثبتي پيښي ثبت سوې دي، چې په تېرمېلادي کال کې د بلوچستان په کوټه، پښين اوکلا عبدالله اوځينونوروسيموکي درې اوويا او په روان مېلادي کال کې تر اوسه څلور مثبتې پېښي ثبت سوې دي.
روغتيايي چارواکي وايي، چې دپاکستان په زياتره برخو کې روغتيايې کارکوونکو ته ګواښونه کېږي. خو حکومت يې تر اوسه غم نه دى خوړلى.
په تېره اکتوبر مياشت کې د کوټې په ختيځ کې د پوليو ضد کمپاين يو روغتيايي کارکوونکى ووژل سو. خو تر اوسه يې قاتلين نه دي نيول سوي.
تر دې وړاندې په جولايي مياشت کې په کراچۍ کې د نړيوال روغتيايي سازمان يو غړى د کمپاين په ترڅ کې ووژل سو.
په جون مياشت کې د وسله والو طالبانو مشرانو په قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکې د بريدونو پر ضد د پوليو يا ګوزڼ پر کمپاين بنديز ولګولى. چې له امله يې د قبايلي سيمو تر درېو لکو پوري ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو بې برخې سول.
د پاکستان صدراعظم راجاپروېز اشرف او د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د واکسيناسيون د کمپاين د کارکوونکو د ډاډمن امنيت ساتلو او د وژل شويو د قاتلينو د ژر تر ژره د نيولو امرکړى دى.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail