کور / تازه خبرونه / کندهار : يو کوچنى ماين وژلى

کندهار : يو کوچنى ماين وژلى

کندهار افغانستان-د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د سړک غاړي د ماين چاودني يو ٩ کلن هلک وژلى او بل ١١ کلن يې سخت زخمي کړى چي د درملني لپاره د اردو روغتون ته لېږدول سوى دى.
دغه دوه وروڼه تېره ورځ ناوخته د ژړۍ د پاشمول سيمي په چارکوڅه کي پر هغه مځکني ماين وربرابر سوي چي وختي لا د سړک په غاړه کي ځاى پر ځاى سوى وو
ياد کسان دواړه وروڼه ول او تر ښوونځي وروسته دې ساحې ته د لوبو کولو لپاره راغلي ول چي پر دغه ماين وربرابر سوي دي.
په دې اړه کندهار ولايت مقام لراوبر ته يوه خبرپاڼه لېږلې چي پکښي دا کار د وسله والو طالبانو بلل سوى خو خپله تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.