کور / تازه خبرونه / ۳۰۰۰ جریبه مځکه دزورواکو اوغاصیبینو له منګولو خلاصه شوه

۳۰۰۰ جریبه مځکه دزورواکو اوغاصیبینو له منګولو خلاصه شوه

دولسمشر د(۴۵ ) ګڼې فرمان سره سم دفراه په ولایت کې ۳۰۰۰ جریبه مځکه دزور واکو او غاصیبینو له منګولو خلاصه شوه،د فراه ولايت د والي وياند لراوبر ته وويل یاده مځکه دفراه ښار په لویدیځه او ختیځه سیمه کې وه چې له یوه اړخه یی دخلکو او کلیوالو ترمنځ ستونزې زیږولې وې اوله بل اړخه یی پردولتې مځکه خيټه اچولې وه ، د والي وياند عبدالرحمن ژوندی وايي دفراه دوالی ډاکټر محمداکرم خپلواک لاهم هڅه کوې ترڅو هغه دولتې ساحې چې تراوسه په یوه اوبل نامه په ښار او ولسوالیوکې خلکو لاندې کړي دې هرڅه ژر خلاصه کړې.