کور / تازه خبرونه / كندهار: پوليس چارواكي به خپله پاملرنه د پوليسو ليكو ته زياته كړي

كندهار: پوليس چارواكي به خپله پاملرنه د پوليسو ليكو ته زياته كړي

له هغه وروسته كله چي د چهار شنبي په شپه د سپين بولدلك ولسوالي د سرحدي پوليسو په يوي امنتي پوسته كي ۷ تنه سرحدي پوليس مسموم سوه د پوليسو امنتي مسولين وايي چي د كورنيو چارو وزارت په لارښوونه يي كميسون ټاكلى ترڅو د پوليسو په ليكو كي دداډول پيښو مخنيوى وكړى .
د كندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي يادي څرګندوني د كندهار د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر كي د خپل اونيز رپوټ د وړاندي كولو پرمهال وكړي .
د كندهار د امنيت امر د يوي خبري ناستي پرمهال وويل چي ځواكونو په تيره اوني كي په كندهار ښار او ولسواليو كي ۲۶ تنه وسله وال مخالفين وژلي ۲۰ تنه يي ژوندي نيولي چي پكښي لس تنه د پاكستان هيواد تبعه او په غيري قانوني توګه له پولي را اوښتي وه
نوموړي د يو ۱۲ كلن ماشو چي په پاكستان هيواد كي ځانمرګي بريد ته چمتو سوى او غوښتل يي په كندهار كي پر امنتي چارواكو بريد وكړى د نيولو خبر هم وركړ .
د افغان ځواكونو له ليكو څخه پر كورنيو او بهرنيو ځواكونو باندي بريدونه او په دي ليكو كي د وسله والو طالبانو د نفوذ زياتيدل ، افغان دولت او هم بهرنيان له خورا تشويش سره مخامخ كړي او په وروستيو دريو كلونو كي دا ډول پيښي خورا زياتي تر سترګو سوي . چي دامهال يي امنتي ارګانونه د مخنيوي لپاره پر لارو چارو فكر كوي .