کور / تازه خبرونه / دجنوبی کوریادولسمشرې ټاکني یوي ښځي وګټلي

دجنوبی کوریادولسمشرې ټاکني یوي ښځي وګټلي

دجنوبي کوریا دولسمشری ټاکني په تاریخ کي دلمړی ځل لپاره یوی ښځي وګټلي. دولسمشري ټاکني چي څه موده مخکي پیل شوی وی ،ددي هیواددپخواني دیکتاتور ( پارک چونګ) لور (پارک ژون هی) وګټلې.پارک چونګ په ۱۹۶۰-۱۹۷۰ کلنوکي دکوریا محا فظه کاره ظالم پوځي دیکتاتورمشروو. دکوریا په ټانکوکي ،۷۰٪ خلکو برخه واخیسته .اغلي پارک ژون هي په سلوکي ۵۲،۸٪اود هغي خپل سیال مون جی په سلوکي ۴۶،۸٪ لاسته راوړی. دهغي سیال چي دجنوبي کوریا دلیبرال ګوند کاندیدو،دولسمشری ټاکنې یی په ډیرلږتوپیرسره وبایللي او دماتي وروسته یی هغي ته مبارکی وویله.
پارک ژون هي دولسمشری دبریالیتوب وروسته په خپله وینا کي خلکو ته وویل ،چي غواړي دشمالي کوریا سره مخا مخ خبری وکړی اوددواړو هیوادو دښواړیکواوسولي دټینګښت لپاره به کوټلې ګامونه پورته کړی.
پارک ژون هي غواړي دګاونډی هیوادسره خپلي ټولي ستونځي ددیالوګ او خبروله لاری حل کړی. هغه وایی چي دمخکني ولسمشر( لي من بک) لاره به تعقیب نکړی ،ځکه هغه د شمالي کوریا سره سختریزی او غیر دوستانه اړیکي درلودی. دجنوبی کوریااو شمالی کوریا ددواړو هیوادوخلک غواړی چي ددوی تر منځ خپل منځي اړیکي پراختیا ومومي اودسړۍجګړی پرځای دتودودوستانه اړیکو تناوونه پیاوړی کړی.