کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتون په نوم مبارزه به مړه شې

پښتون په نوم مبارزه به مړه شې

د پښتون خوځښت په نوم د پښتون ژغورني د مبارزې څرک یو کال پخوا شروع شو. دفیسبوک له لورې ځوانان په ډیرو غونډو کي کښینانستل،په افغانستان کې مختلفو ولایتونو ته ولاړل، د پښتون یا دافغان د ثبات دپاره يي به لسګونو غونډې جوړي کړې. په سلګونو پښتنو يي د بهر څخه ددغو ځوانانو او د غه څرک د ملاتړ په موخه یوازې اړیکې نیولې.
د پښتون ژغورنې تر نوم لاندې به موږ عملې کار څه وکړو؟ ایا پښتون ژغورنه د طالب په وړاندې دریدل دې؟ د امريکې او د هغوی د متحدینو ؟ اوکه د اوسنې واکدارو جنګسالارانو په وړاندي؟
د ویده پښتون ځوان فکر یوازې د همدغو سیاسې لوبغاړو پر لورو ویشل شوی، موږ چې هر کله د پښتون ژغورني خبره په هره غونډه کې پورته کړي، نو د ګډونوالو فکر یوازې د اوسنې سیاسې لوبغاړو په لور ځي. که موږ وړاندې کړو، هغه جنګسالاران چې په سلګونو يي وژلې، ددې پر ځای چې سزا ورکول شې پر موږ ولې حکومت کوي؟ نوسمدلاسه دا پوښتنه راولاړيږې، چې دا لکه چې د امريکې ملګري دي ، ځکه داسې زوروي خبرې کوي؟ که ورته وړاندې کړو چې امريکي او د هغوی اروپايي ملګرو افغانستان اشغال کړی، وايی دا طالبان دي؟.
دیو دروند ولس سترګې وړندې دي، دوی هيڅکله هم دا فکر نشې کولی، چې دوی هم یو ولس دی.او ددي ولس ژبه نوره په خبرو راغلی. د خوځښت اواز او فکر یوازې د ولس دی. او دا غونډه او هڅې یوازې پښتون ولس د خپل ثبات دپاره کوي.
پښتانه باید نور پوه شې، چې دوی یو ولس دی. او اولس حق لري چې خپل خدايي حق د هر چا څخه واخلې، هغه که طالب دی، که امريکه ده او که واکداره جنګسالاران دي.
دغه فکر او انديښنو ټول افغانان په خپل منځ کې ویشلي، او هیڅ دیو ځای کیدو څرک نشته! پښتون خوځښت د پښتنو د ژغورني په فکر د مختلفو ځوانانو یو ځای کیدل وو. دوی پدې فکر دي، چې افغانستان کې جنګې لوبغاړې د یو سپيڅلې ملت په ښکار کولو لګيا دې. وروستې کلونه د افغان ملت دپاره ډیر وژونکې دي. د پخواني شوروي اتحاد د ماتې راهیسې دافغانستان غمیزه ځان خپل اوج ته رسولی. جهادې جګړې، طالبې جګړې، دنړی د زورورو جګړي، د جنګسالارانو جګړې، د شخصې امنیتې کمپنیو جګړې، د اربکیانو جګړې ملت تباه کړی، او افغان ملت يي د اوسنې عصر په غلامی کې راټينګ کړی.
موږ یوازې پښتون ژغورنه پدې نوم شروع کړي، چې ټوله رښتنې او مبارز اولس باید د خپلې پوهې ،عقل او تدبير په مټ یوداسې خو ځښت پيل کړي، چې دافغان دیو رښتيني ځواك په جوړولو سره په روانو حالاتو کې د پښتون ژغورنې په موخه مبارزه پيل کړې. (خوځښت باید د پښتون د یو ستر قومې واک په جوړولو سره د پښتنو د ستونزو په وړاندې ودريږې)
که د پښتنو رښتنې مشران او ځوانان په ځان باور ونه کړي. او ددغه پښتنې ځواک په جوړولو کې ناکام شې، یو ستر تاريخ، او یو رښتنی ملت به تر خاورو لاندې کړي.
موږ دلسګونو پښتنو سره لیدنې کتنې کړي. زیات مشران پدې ویريږې، که د پښتون ژغورنې نوم يي واخیست نو امريکه او جنګسالار به يي په دار کړي په تروریستانو کې به يي شمار کړي. طالب به يي هم ووژنې . ځوانان پدې ویريږې، که د ملت ژغورنې نوم يي واخيست نو امريکه او جنګسالاران به ورڅخه دنده واخلي. که تاسې همداسې پخپلو ځانې ګټو ویریدلی، نو ليري نه ده چې همدا سیاسې لوبغاړي به ټول پښتون ملت په دار کړې.
د پښتون خوځښت ځوانان پر ټول ملت، د پښتنو پر رښتنې مشرانو، او رښتنې ځوانانو ږغ کوي چې د یورښتنې ځواک ملګري وکړي. د خوشحال او دمیرویس مبارزه ژوندی کړي. که ددې سپيڅلې ږغ ملګرې نه شی، او ورته لارښوونه ونه کړی. نو د پښتون ژغورني سپيڅلې هیله به له منځه ولاړه شې. پښتانه ځوانان به خوځښت وبایلې.
د پښتون د ثبات او دافغانستان د خپلواکی په لټه!
موږ ژوند ته پريږدئ؟