کور / تازه خبرونه / افغان قونسلگرۍ: د تورخم دروازه پرانستل شوه

افغان قونسلگرۍ: د تورخم دروازه پرانستل شوه

پېښور :په پېښور کې د افغان قونسلگرۍ لومړي مرستيال حاجي معراج الدين بهسودوال د افغان پوليسو هغه کړنه په کلکو ټکو غندلې چې تېره ورځ يې د يو شمېر پاکستاني مزدورکارو پاسپورټونه شکولي او د وهلو وروسته يې د تورخم پر لور رالېږلي دي نوموړي له لروبرسره په خبرو کې وويل په دغه پېښه يې له افغان سفارت او د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړي او دا ايې د دواړو هېوادونو داړيکو د خرابېدو دپاره يو سازش وباله. حاجي معراج زياته کړه چې په تورخم کې دپاکستان دولتي ارگانونو سره د اړيکو وروسته د تورخم دروازه پرانستل شوې. د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د کابل د څرخي پله سيمه کې د ٢٩ پاکستاني مزدورانو په شمول د ١٩ اردوژبو مزدورانو پاسپورټونه شکول شوي او د وهلو وروسته تورخم ته رالېږل شوي چې په مقابل کې پاکستاني چارواکو دتورخم دروازه دواړه خواته وتړله.