کور / تازه خبرونه / پاکستان: لاریون کوونکو جسد ته اور ورته کړ

پاکستان: لاریون کوونکو جسد ته اور ورته کړ

کراچې :بي بي سي په خپل راپور کې وايي د پاکستان په سند ایالت کې پولیس وايي قهرېدلو لاریون کوونکو یو سړی وواژه او د هغه مړي ته یې اور ورته کړ.وژل شوی سړي د قرآن کریم په سپکاوي کولو تورن و ځايي پولیس چارواکو وویل، چې د شپې درې بجې ځايي خلکو د سیتا ولیج کلي د جومات ملا امام ته ویلي و چې یوه سړي د قرآن کریم سپکاوی کړی او اور یې ورته کړی.د دوی په وینا له دې وروسته خلکو تورن سړی ونیو او پولیس ته یې وسپاره.رسنۍ وايي سهار له لمر ختو سره سم د شاوخوا سیمې خلکو لاریون وکړ، د پولیسو مرکز ته ورغلل او له پولیسانو یې وسله په زور واخېسته.د پولیس په وینا لاریون کوونکو تورن سړی د پولیس له توقیف ځایه بهر کړ او په خښتو او تېږو یې وواژه.”د پولیس په وینا لاریون کوونکو تورن سړی د پولیس له توقیف ځایه بهر کړ او په خښتو او تېږو یې وواژه.د پولیس په وینا لاریون کوونکو مړی تر نژدې یوه کیلومتر پورې کش کړ او هلته یې په یوه څلور لارې کې اور پرې بل کړ.ځايي پولیس ویلي، چې وژل شوی کس یې نه دی پېژندلی، دوی وايي د دغه سړي عمر نژدې ۴۰ کاله معلومیده او په سراییکي ژبه یې خبرې کولې.پولیس چارواکو شک څرګند کړ، چې د وژل شوي سړي ذهني حالت ښه نه و. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي، چې یو شمېر لاریون کوونکي یې نیولي دي.