کور / راپور / اوکراين:په ادېسه کي د کلتوري چارو په اړه د بحث راپور

اوکراين:په ادېسه کي د کلتوري چارو په اړه د بحث راپور

د ۲۰۱۲ د ډسمبر پر ۲۲د شنبې ورځي ماځيګرد اوکراين په ادېسه ښار کي د افغان فرهنګپال ښاغلي انجنير سليم اندړ په نوښت د يو شمېر افغان فرهنګپالو سره د خبرو اترو په موخه ماښامنۍ مېلمستيا جوړه سوې وه .
په دغه مېلمستيا کي د ادېسه لسګونو اوسيدونکو تر څنګ له ناروې ، دوبی ، بلجيم ، هالنډ او لندن څخه ورغلي افغان فرهنګپال ځانګړي مېلمانه وه .


د ښاغلي انجنير سليم اندړ او انډيوالانو لخوا ځانګړو مېلمنو ته تر هرکلي وروسته د مېلمستيا په ترڅ کي په اوکراين ، لويديځه اروپا ، عرب اماراتو او افغانستان کي د يو شمېر کلتوري او ادبي فعاليتونو په اړه بحثونه وسول .



دکلتوري چارو همږغي کوونکي ښاغلي ډاکټر ادم خان ځدراڼ د اړينو کتابونو د چاپ په چارو کي د اوکراين ميشتو افغانانو دهمکارۍ او لېوالتيا خبره وکړه ، نوموړي وويل چي څه موده مخکي په ادېسه کي مېشتو افغانانو په افغانستان کي د يوه کتاب د چاپ لپاره د پيسو مرسته وکړه ، که ددغه چاپ سوي کتاب يو څو ټوکه په کتاب کي مرسته کوونکو ته رالېږل سوي وای دې کار په راتلونکي کي د نورو مهمو کتابونو د چاپ لپاره مرسته کوونکي تشويق کول .
د ادېسه مېشتو افغانانو وخت ناوخت د علمي او ادبي کتابونو د چاپ او کلتوري فعاليتونو د پاره ګډه اقتصادي همکاري کړې ده ، دغو همکاريو ته په کتو سره عبدالله احسان کوربنو ته وړانديز وکړ چي په راتلونکي کي د لويديځ مېشتو کلتوري ټولنو سره په ګډه په افغانستان کي د ځينو ارزښتناکو علمي او څېړنيزو کتابونو د چاپ نورو اړينو فرهنګي فعاليتونو په برخه کي همکاري وکړي.
ډاکټرسيدطاهر سادات او ډاکټر ادم خان ځدراڼ د کتابونو دمنځپانګي کيفيت په پام کي نيولو په موخه د چاپ څخه مخکي د علمي او اکاډميکو کتابونو د کتني چاره مهمه وبلل . ډاکټر طاهرسادات د لراوبر ويبپاڼي د اغېز په اړه خبري وکړې ، نوموړي ژمنه وکړه چي د لراوبر ويبپاڼي سره به په علمي او څېړنيزو برخو کي همکاري کوي، نوموړي وويل چي دغو بحثونو وهڅاوه چي په نژدې راتلونکي کي خپل يو څېړنيز اثر ترتيب او چاپ کړي.




د متحده عرب اماراتو څخه راغلي مېلمه افغان سوداګر سيدصابرسادات د پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي د اوسني سيسټم سره مخالفت وښود ، د نوموړي په نظر د بهرمېشتو افغانانو لخوا په افغانستان کي دکلتوري ټولنو او ليکوالو سره د کتاب د چاپ او خپراوي د پاره د ټولو سوو پيسو د حساب کتاب نشتوالئ د راتلونکو کتابونو د چاپ او خپراوي د پرمختيا پر ځای خنډونه رامنځته کړيدي ، دنوموړي په وينا د پښتو ژبي کتاب ته د بازار پيدا کول ضروري دي ، ددغي چاري په برياليتوب سره به هم کتاب بازار پيدا کړي او هم به يې کيفيت ته پاملرنه زياته سي.


په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري د کلتوري چارو د پرمختګ او پراختيا د پاره د بهرميشتو افغان فرهنګپالو او کلتوري ټولنو تر منځ د اړيکو او همږغۍ په پياوړي کولو ټينګار وکړ.


ښاغلی انجنيرمنګل په لويديځه اروپا کي دکلتوري ټولنو هڅي اغېزمني وبللې او ددغسي هڅو د پراختيا په لاره کي يې په لويديځه او ختيځه اروپا او نورو هيوادونو کي د کلتوري ټولنو تر منځ د همږغۍ پر اړتيا خبري وکړې ، نوموړي د لراوبر ويبپاڼي په اړه وويل چي د لومړنيو کلونو په نسبت يې کيفيت ډېر لوړ سوی دی.
ليکوال او شاعر احمدشا پښتون په ادېسه کي د ادبي هڅو په اړه معلومات وړاندي کړل ، نوموړي وويل چي د ځوانانو په ذهنونو کي د ملي احساس د ژوندي ساتلو او ودي په موخه يې ځوانان ادبي او کلتوري فعاليتونو ته هڅولي چي ښه پايله يې لرلې ده . نوموړی وويل چي خپل عمر ته په کتلو يې د ځوانانو او مشرانو تر منځ د همږغۍ ساتلو په موخه د منځګړي رول لوبولئ دی.
عزيز پاچا په افغانستان کي د ښووني او روزني د پرمختګ په برخه کي د ځينو نيمګړتياو او ستونزو په اړه تشويش درلود ، نوموړي د پوهني او لوړو زده کړو وزارتونه او اړوند ارګانونو باندي نيوکه لرله چي د ښوونځيو څخه د فارغينو، په کانکور ازموينو کي د برخه اخستونکو او لوړو زده کړو ته د لاري موندني په برخه انډول ته پاملرنه نکوي .ښاغلي عزيز پاچا د بېلګي په توګه په خوست کي د شيخ زاهد پوهنتون ياد کړ چي د جنګ ځپلو او نورو سيمو څخه د محصلينو د انډول په پام کي نيولو د پاره بايد د خوست تر څنګ د نژدې ولايتونو او جنګ ځپلو سيمو محصلينو ته د ګډون د پاره ځانګړي اسانتياوي رامنځته کړي .
له ناروې څخه راغلي مېلمه استاد سيد احمدشا سادات د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو په اړه پوښتني لرلې ، نوموړي د لراوبر ويبپاڼي د مسول عبدالله احسان سره د قلمي همکاريو او په ځانګړې توګه د برېښنايي کتابتون د بډايني په برخه کي د همکارۍ ژمنه وکړه .



په بلجيم کي د افغان ادبي بهير مشر حاجي امين باوري ،مرستيال يې انجنيرسيدحضرت سادات او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر عبدالله احسان د ښاغلي انجنير سليم اندړ او دده د انډيوالانو څخه ددوی د مېلمه پالني او ازاد مجلس د جوړېدلو له امله مننه وکړه او سيدرمضان سادات او ددوی د کورنۍ غړو ته هم د مېلمه پالني له امله مننه وويله .

داموضوع خوښه کړئ او ويې لېږئ







په انځورونو کي د تخنيکي ستونزي رامنځته کېدو له امله بخښنه غواړو ( لراوبر ډاټ کام )