کور / تازه خبرونه / دکابل دکالیو په منډوی بازارکي اورولګیدی

دکابل دکالیو په منډوی بازارکي اورولګیدی

دکابل څخه لراوبرته رارسیدلی خبر وایی ،چي نن یکشنبه دجدی په دریمه نیټه ددسمبر ۲۳ دکابل په لوی تجارتي منډوی ( فیض ناصری مارکیټ ) بازارکي دشهزاده سرای ته نږدي اورولګیدي او تر(۶۰۰ تر۹۰۰) څخه زیاتودکانونوته یی مالي تاوانونه واړول.
په اورلګیدنه کي انساني تلفات نشته ولي په لس ګونو میلیونونه ډالره تاوانونه یی وهټیوالوته رسولي دي.
یو هټیوال وایی ،چي دشپی پریوه بجه دبریښنا دشارټي له امله اورولګیدی اوتراوسه پوری لادوام لری.هغه وایی چي داورلګیدني په وخت کي پولیسوهټیوالوته دخپلودکانونوڅخه دکالیواونقدوپیسودراایستلواجازه نه ورکوله ، نوځکه ډیري نقدی پیسي اوددکانونومالونه یي داورلګیدوپه لمبوکي لوګي شول. یوبل هټیوال دخپل دکان دسوځلو وروسته رسنیوته څرګنده کړه ،چي ددي لاری یی دخپلي کورني اړتیاوی پوره کولی.
د( ۶۰۰ ) څخه د زیاتودکانونوسوځیدل دهټیوالودلسو زروکورنیو غړوته یودرونداوستر مالي تاوان اوو ښتی دی،چه هغوی ددي لاری دخپلوکورنیوغړودژونداړتیاوی پوره کولی.دافغانستان دولت هم دهټیوالو دتاوانونو پیټی پر غاړه نه اخلي اوهټیوال دبیمي اسانتیاوی نلری .