کور / تازه خبرونه / كندهار: په نشه د روږدو كسانو شمېر له سلو زرو زيات دئ

كندهار: په نشه د روږدو كسانو شمېر له سلو زرو زيات دئ

په کندهار کي په نشه د اخته کسانو شمېر زيات سوي چي د تداوى او مخنيوى لپاره يي نوي هڅي پيل سوي دي .
دغه روغتون د كندهار ښار په نهمه ناحيه کي جوړ سوي چي شل بستره لري او د يوي مياشتي په ترڅ کي يي لس تنه په نشه اخته کسان تداوي کړي او شل تنه تر تداوي لاندي دي
دکندهار د عامي روغتيا رياست د معتادينو د تداوي د مرکز مسئول امين الله محبوبي وايې چي د معتادينو مرکز په وړيا ډول په نشه د اخته کسانو درملنه کوي او کولاي سي چي د پنځه څلويښتو ورځو په ترڅ کي په نشه اخته کسان تداوي کړي
نوموړي وايي چي په سويلي حوزه کي په نشه د اخته کسانو شمېر له سلو زرو زيات دي او دوي يوازي شل بستره لري چي نه سي کولاي په يوه وخت کي د زياتو معتادينو درملنه وکړي .
څو تنه په نشه يی توکو روږد کسان چي اوس هم په ياد مرکز کي تر درملني لاندي دی وايي چي بي کارى، د نشه يي توکو په ښکاره راکړه ورکړه ، خراب اقتصاد ، او نور دي ته ورته لاملونه په نشه يي تكو د اخته كيدو سبب بولي .
د چارو ډېر پوهان په دي اند دي که چيري په رښتيني ډول د نشه يي توکو د کښت،قاچاق او راکړي ورکړي مخنيوي او په نشه د اخته کسان تداوي سي ، نو په هېواد کي روانه ناامنيي ،کورنۍ تاوتريخوالي او نور ټولنيزي ستونزي چي ټولنيز ژوند يي له ګواښ سره مخ کړي له منځه ولاړي سي .