کور / تازه خبرونه / د بګرام څخه ٨٦ زندانيان خوشي سول

د بګرام څخه ٨٦ زندانيان خوشي سول

دغه ټول کسان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس د فرمان او په کندهار کي د سولي د ولايتي شورا په مقررو هلو ځلو سره راخوشي سول او تېره ورځ په کندهار کي خپلو خپلوانو ته وسپارل سول.
د کندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال په دې مورد د ولايتي شورا په تالار کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي دغه کسان د سولي پروسې د پياوړې کېدو په هدف د جلالتماب جمهور رئيس لخوا خوشي سوي او د هغه د ښه نيت څرګنده نښانه ده.
نوموړي هيله وښوده چي دغه ډول کړني به د سولي پروسه پياوړې کړي او دغه خوشي سوي کسان به هم د سولي له شوراګانو سره يو ځاى هڅه وکړي چي د ناراضي وروڼه د د امن لاري ته وهڅوي.

د بگرام د زندان مشر بريد جنرال يارمحمد بارکزي د بنديانو د خلاصېدو په مراسمو کي وويل چي د ولسمشر په فرمان يې د ټولو زندانيانو لپاره د ملي اردو د جنرالانو په څېر ډوډۍ چمتو کړې وه او له خورا ښه شرايطو يې برخمن کړې وه.
د هغه په خبره چي ټولو زندانيانو ته يې د بند په موده کي حرفوي زدکړي هم ورکړي او دې ته يې چمتو کړي چي د ټولني د نورو افرادو په څېر ښه او له خونده ډک ژوند ولري.
د نوموړي په وينا چي په نژدې راتلونکي کي به ٦٨٠ تنه نور بنديان د بګرام له زندان څخه خوشي کړي.