کور / تازه خبرونه / ناټو : يو طالب قوماندان مو نيولى

ناټو : يو طالب قوماندان مو نيولى

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د کندهار په پنجوايي اولسوالۍ کي د يولړ عملياتو په ترڅ کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيولى.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس به په ياده اولسوالي کي پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کول او په سيمه کي به ئې وسله والو ته وسلې او نور مهمات برابرول.
خبرپاڼه ليکي چي د ياد کس د نيوني په ترڅ کي ئې يو شکمن کس هم نيولى چي اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دئ .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.