کور / سياسي / زماتشویش اودشمس فګاراوښکي !

زماتشویش اودشمس فګاراوښکي !

دریمه ده برق مي نسته خدای خبرچي څوورځي شپې به نورنه وي ،دنورو ورځو په نسبت نن مي دخپل موبایل څخه زیات وحشت راځي ،دموبایل ږنګ سو اورې! څوک !


غوږونیسه په خلاص ذهن زماخبري واوره دISI بارود اودطالب کونه پوسټ تاخپورکړی وو؟


وو،داپوسټ ماشریک کړی وو ،ولي کوم خاص اعتراض؟


فضول بکواس دي بندکړه ماته غوږسه !


نه ته صفاخبره وکړه ته څه ویل غواړې ؟


زه ستادمرګ پېغام تاته اورول غواړم !


داخوزموږمرام ،دامي لاردامي نظریه ده ،دې کي تاته کوم تکلیف پېښ دی؟


اوس به دي دمرام اونظریې وړوکی مثال وګورې !


څه مطلب ؟


م.ع. دي پنځلس کلن زوی دی ؟


وو،هغه سره ستاڅه دي ؟


کوټه کي په ټیوشن سنټرکي دلسم ټولګي تیاري نیسي ؟


نه ،ته ولي ماپه نفسیاتي توګه په دباوکي راولې صفاخبره وکړه ،ددې دومره اوږدتفصیل څه اړتیاده دمطلب خبره وکړه !


تازه وپېژندلم ؟


اوس به دي وپېژنم !


زه داستخباراتو له شبکې یم تاسوته مي اخطاردرکولو هغه مي درکړو اوکه دي بیرته په دې شمېره دتیلفون کولو هڅه وکړه نو(بچی به دي اوچت کړو) :


خدای په رښتیاخوشحالیږي ډېرزیات په تشویش کي سوم ،زوی ته مي تیلفون وکړو هغه راته وویل چي برايي ماخستن دهاسټل په وطاق کي مي کتاب لوستلو چي یوازی پر۱۲۳ باندی تیلفون راغلو،دجوړ پخیر وروسته یې راته وویل :


ستانوم محمدعمردی،دزهیرزوی یې ؟


زوی مي وایي چي ورته،وو مي وویل ،هغه راته وویل چي پلاردي پوه کړه چي د(کابل ګروپ) ملګرتیاپرېږدي اودهغو مواد دي نه شریکوي !


زه پوه سوم چي اصل موضوع اوس هم دانه ده د(کابل ګروپ) په ملګرتیازه ملي ،وطني ،مذهبي ،فکري اوادبي ویاړ اوافتخارکوم ،هغوی افغانان دي ،پرافغانستان مین دي ،نه دپنجابک جاروکښي کوي نه یې جاروکښان مني ،نوڅه ده چي دیوپښتون په حیث په پاکستان کي میشت یم افغانستان مي وطن دی ،دافغانستان په هروګړي مي زړه دردیږي په هره ویجاړه مې زړه ځوریږي او(کابل ګروپ) سره مي دردونه او ارمانونه یودی نویې ملګرتیاراته دویاړ او ډاډ باعث ګرځېدلې ده ،تشویش مي ځکه دوچنده سو چي موږ دجنوبي پښتونخوا سیاسي ،ملت پال،روښنفکره اولیکوال د دفاع او بقا له ستونځوسره مخامخ یو !


په زوی مي ډېره اندیښنه ځکه ونکړه که زمادقام اوخاوري ،خپلواکي زمادزوی په وینو ګټلی سي دا دواړه مي ترقربان دي خوزموږپه خاوره زموږپه وطن لمبې بلوي ،مکتبونه اوشفاخانې می ړنګوي ،سړکان او پولان مي الوزوي ،معلم ،محصل ،ماموراوعسکرمي وژني،لیکل خوبه کوو،جاروکښ ته جاروکښ خوبه وایو ،خدای مي شاهددی حالت مي عادي پاته نسو،اندیښنوپه مخه کړم خورښتیاهم دا ده چي خپل غربت په لومړي ځل په ګرېوان کي داسی نابود سمندر راته میلمه کړو :


دډاکټراکبراکبرلنډه کیسه (غلطه نخښه) ماپه اردو ژبه ترجمه کړې هم ده ،دالنډه کیسه ځکه یوه ډېره موده پس رایادسوه هلته هم قلم په مرمۍ ویشتل کیږی اودلته هم ،رښتیابه سره وایو که دقلم دتقدس خبره ده نوپرنسوبه کاڼي تړو اوکه د دفاع خبره ده دتوپک په مقابل کي مي قلم نن ورځ ددفاع په پوزیشن کي نه دی :


هم دې اندیښنو په مخه کړی وم چي دټل اوسېدونکي شمس فګار تیلفون راغی اوتیلفون کی یوازي د ژړاږغ اوریدل کېدو یوار،یواربه زهیرصاحب…..بیابه د ژړا ږغ په زوره سو ،نوروارخطا سوم ماویل په فګاردزړه دوره خوبه نه وي راغلې چي د داسي ځګیروی یې خیژي :


یوښه ساعت وروسته دفګارتیلفون بندسو،دیوه بل ملګري مسیج راته راغلو چي :


(دپښتونخوا ایالت مشروزیربشیربلور په یوه ځانمرګي بریدکي ژونددلاسه ورکړو) په دې منځ کي دفګارتیلفون بیاراغلو اوس هم هغه دژړا ږغ،سلګۍ خو دا وار مي دفګاراوښکجن ږغ اورېدلو چي ویل یې :


خدایه!دازموږ پښتنو ته کومه بلا نازله سوې ده چي دسرسړي مي رانه په چاڼ،چاڼ اخلي :


خدایه!ته دپښتنو دا دښمنان تباه اوبربادکړې ،موږپښتانه به داسي نابغه اومخورپښتانه اوس کوم ځای لټوو!


بیاد ژړا اوسلګۍ ږغ چي دیوه دردیدلي زړه له تله راختلو اودیوه پټ توپان زیری یې کولو هم په دې اوښکو او سلګو کې یواربیا تیلفون بندسو ،شمع راته بلیږي بادیې لمبه کله یوخوا کله بل خوا کږه وږه کړي هم دا ډول مي اندیښنو په مخه کړی فکرمي کله ماضي ته وربولي اوکله مي مستقبل ته اندیښمن کوي ،دپښتون مستقبل به هم داوي چي دا دی اوجغرافیایي موقعیت به یې هم دا وي چي دا دی ؟


هم دا غومبرونه به په پښتنو پسې وي چي :


پښتون ترهګر،پښتون ځانمرګی،پښتون طالب،پښتون القاعده،پښتون بې سواده او ددې مثالونه راوړي په بدخشان کي دسړک میترپه ۹۵۰۰۰ کالدارو جوړیږي اودکندهاراوکابل سړک الوزول کیږي ،هزاره اوبامیانو کي مکتبونه اوښونځي ودانیږي ،دکابل پوهنتون کي دهزاره انجونو اوهلکانو تعداد وګورﺉ عقل حیرانیږي ،خاوري مي دي په خوله وي چي به وایم هزارګان سبا جاروګان په لاس رانکړي !


دا دی دریم وار دفګار تیلفون دی ،اوس دژړا ډک ږغ کی راته وویل :


زهیرصاحب!بلور لاړو !


بیادژړا اوسلګو ږغ دومره په زوره سو ،ماویل په دې کافرفګارکي به اوس زړه وچاودل سي خوهغه نرپښتون په ژړاکي راته وویل :


دا دوﺉ دموږه پښتنو څه غواړی ،دسرسړي مي ولي وژني ،جماعتونه مي ورانوي ،دبزرګانو مقبرې مي په بمونوالوزوي،ولی په داچل به موږورک کړي داکله هم نسي کېدلای اوبری به دامن وي او پښتون به دانړۍ ته ثابته کړي چي پښتون سوله خوښونکی اوغوښتونکی دی !


فګاردژړا په ډک ږغ تیلفون بندکړو،ولي چي ظالم دومره ژړل،ماویل نوربه پکي زړه غوڅ سي فګار چي تیلفون بندکړو دپښتو ژبي تکړه کیسه لیکوال او ناول لیکوال فاروق سرور تیلفون وو :


عصمت جانه! څه کوې؟


برق نسته په تیاره کي ناست یم خویوه وړوکې شمع راته بلیږي ورته ناست یم !


تیاره پروانلري په ټول پاکستان کي اوس تیارې غوړیدلي دي ،دا راته ووایه بشیربلورطالبان مړکړو اوکه ……..؟


په شریکه دواړو!


ماهم دافکرکولو!