کور / نثر / درحمتي جهان

درحمتي جهان

د نژدې نهو کلونو را پدې خوا له ښاغلي رحمتي سره داشنايي راسه درسه لرم خوش اخلاقه ، خدمتي او دښې سليقې څښتن دى ، پر يارانو يې بانډار نه غمېږي او هر وخت ديارانو ميله او بانډار په ښايسته وي الله(ج) دي يې همداسي تل لري ، دده له شعر سره مي مينه زياته ده ؛ دشعر ژبه يې ترميوونکې ، صوفيانه ، مينه ناکه او په شعرکي دټولني دناخوالو انځور په ماهرانه هنر سره کوي کله چي يې دليکني غوښتنه ددې کتاب په اړه را څخه ودرلودله وياړ مي وکړ چي تر تاسي درنو خپله د زړه هغه خواله چي په نوموړي پوري اړوند دي ددې ليکني په ليکلې بڼه در و رسوم .

دلته ددې ليکني موخه د هغه د شعر پر تنقيدي محتوا نده ولاړه چي ديوه مفتيش غوندي زره بين پسي را واخلم او ټکي په ټکي يې دنيمګړتياوو ليک لړ درته کښېږدم ، خو دايوه خبره بايد له ياده ونوزي چي هرکتاب قران کريم نسي کېداى چي ((ذالک الکتاب لاريب)) يې مصداق و ګرځي خود به دنوموړي کتاب ځانګړتياوي او نيمګړتياوي له ځانه سره دنوموړي په شعر کي دهغه دبر لاسي توب ځيني نښي لاندي څرک په لاس راکوي

سلاست يا روانوالى
انځور
دشعر ژبه
توازوني برابري
د موضوع پر محور ښه را څرګنديدنه
دښاغلي رحمتي په شعر کي هم دنورو اسلامي او ملي کتابونو غوندي په سرکي داسلامي مقدساتو ددرناوي او خپرېدا په لړ کي دحمد په عوض نعت راغلى چي درسول مقبول (ص) ستاينه يې په کښي کړېده، امت ته دهغه دشفاعت او په بيا را وروسته کي يې د((سبحان الذي اسري بعبده)) په مصداق د ثبوت يادونه دنوموړي نعت ددوهم بيت په دوهم نيم بيتي کي ده ، دې ته ورته هغه صفات چي درسول الله (ص) په اړوند بيان سوي يادوني لري دنعت څخه وروسته دغزل په برخه کي دپخوانيو شعراو د شعريت دمکررو تشبيهاتو په دوام ((مشبه ))او ((مشبه به )) کاروني يې را وړي لکه :
ښکلې داستادغاړي هارپه دُردانو ښايسته دى
ښايسته ښاردکندهارپه پښتنوښايسته دى
دغاړي له هار سره کندهار او له دردانو سره يې پښتانه

په تشبيهي اړخونو کي راوړي ښاغلي رحمتي شعر چي په نظم کي يې دپخواني فرهنګ واقعي،افسانوي او فولکلوريکي کيسې کارولي دي،دکيسو کارونه لمړى ځل ندى چي نوموړي تر سره کړيدى،له نوموړي څخه مخکي هم داکار په پېړيو ـــ پېړو مخکي صورت نيولى دى چي په عربي ادبياتو کي يې ساري دصدر اسلام ددورې له پيله بلل کېږي،په دري يا فارسي ادبياتوکي دګلستان،بوستان،منطق طير، يوسف زليخا او … منظومي کېسې ډېري له ورايه ښکاري تر دې را لاندي په پښتو کي په يوه بله تعريفي کيسه چي په لمړي ځل پښتو ادب ته دسعدي شېرازي له بوستانه ژباړه يې دکندهار دپنجوايي زرغونې کاکړي دملادين محمد کاکړ لور په (٩٠٣) کي ممکنه تر سره کړيده کومه چي دخپل وخت لويه عالمه ، شاعره او قرانکريم حافظه وه تر دې را وړاندي په پښتو کي دکيسو نظمېدنه او تر هغه را لاندي دنور ژبو څخه دکيسو را ژباړل په منظوم ډول ډېري تر سترګو کېږي

په ټوله پښتونخواکي که پدې اړوند پلټنه وسي کېداى سي ډېر ساري موترسترګوسي ولي دلته دساري په ډول داروا ښاد ملا محمد عيسي((طبيب))په منظومه ژبه کي دپير جنګي،دهرات دروازې دشهيدانو،غوص الاعظم دستګيراو جوګي،غازي عبدالقيوم کيسې يا دارواښاد حاجي عبدالکريم ((رسوا))په منظومه ژبه دليلي او مجنون کيسه اويا دارواښاد سيد عبدالخالق ((صادق)) په تنظيم سره دامامانو مرثيه او دڅارنوال محمد منګل په اثر((پښتو منظومي کيسې او غاړي))کي دمرد او نارد او چوغکي منظومي کيسې ديادوني وړدي چي پخپل وخت دپښتو ادب دشاعرانه اړخ پر منظوم اړخ يې ډېر اثر غورځولى دى په وروستيو وختونو کي دپښتو ژبي دمعاصر شاعر عبدالباري ((جهاني)) او يا هم د((يادونو دځولۍ )) شاعر((قرانمل))او بيا په وروسته کي معاصر شاعر ښاغلي حاجي غلام نبي ((سعيد)) منظوم کيسه ايز شعرونه ديادوني وړ دي دا دى دځوانۍ په مغز او دتېرو اسلافو په پيروي دښاغلي رحمتي ددې ټولګي يو درنه برخه هم دمنظومو کيسو ده نوموړي دخپلو دې منظومو کېسو برخه دپام وړ په بډايه زېرمه پسوللې او دستايني وړ ده دنوموړي ټولګي منظومه برخه پر درو اساسي برخو ويشله کېږي چي :

واقعي منظومي کيسې

غير واقعي عبرتي منظومي کيسې

افسانوي کيسې

دواقعي کيسو ځيني يې د((بهلول لودى اوعدالت)) غوندي دساري په توګه يادولاى سو

او ځيني يې په غير واقعي عبرتي ډول د(( خان عبدالله اومسکين عبدالله او يا هم دموسي (ع) دزمانې سړئ )) کيسې دي

دافسانوي طرز په اړوند يې د((شيطان په کوزه کي او پنځه کاڼه غټ ماهى، ګېدړه او زمرى، چنګوښه اوميشخورما)) ساري دي دنوموړي منظومي ټولګي ترپايه تعقيبي اړخ يې ډيري داسي کيسې لري چي زموږ توجه ځانته ور اړوي په نوموړي کيسو کي يې ځيني داسي سته چي هغه موږ ته زموږ اسلامي مقدسات او دندي په توجهي ډول را ښيي لکه حجاب او …

ځيني يې دټولنيزو پديدوڅخه دعکس اخيستونکي انګېرني مثال را کوي ((سرحدي پېښه او څلوېښت کاله چيناغ)) د ټولنيز اړخ دټوکييزو يا طنزي مثالونو بيلکي بللاى سو لکه د ((پيس ،پک،اپيجي کيسه)) او ځيني دالهي مقدراتو په اړوند دي لکه ((مرګ په وعده دى))

ځيني لفظي مستعارتوبونه :

نوموړي دخپلي شعري قريحې دروان والي او ساده والي او دسيمي دخلګو ګړدود په ملحوظ ځيني کلمات چي فردي جوړيې په مکمل مستعاردى چي هم دګړدود او هم دليک دود اووښتون لکه ((پيس )) چي په عربي کي ورته ((ابرص)) وايي او يا په تر کيبي مستعار ډول چي يوازي لفظي تغير راوړي دي لکه ((اپيزجي))چي کلماتي تراکب يې له((حفيظ جي)) څخه دي لري ، حفيظ جي موږ وهغه چاته ويلاى چي په سترګو ړوند او قرانکريم يې له يادو حفظ او دمړيو په پاتاوو((فاتحو)) کي يې لولي البته دا اووښتونونه يې املايي غلطي نه بلکي دسيلابک توازن ساتنه يې اړتيا ده

دښاغلي رحمتي شعر ته په دقت کتنه دهغه په شعرکي دهغه ټول هغه آيډيال نظرونه را وړاندي کوي چي عقيدتي ،ملي ، حماسي ، کلتوري او فولکلوري ولولې موږ ته له ورايه برېښوي ښاغلى بايد ددې لاسته راوړنو تر څنګ په راتلونکي ديوه لرليد په ټاکنه پردې بسنه ونه کړي بلکه دى اړ دى چي دخپلو فکري،عقيدتي او ملي نوامسو دسانتي او وياړني په غرض دنثر اړخ ته توجه وکړي او ددې ترڅنګ دژبي دليک دود او ګړدود په برخو کي ټول هغه معيارونه بايد له ځانه سره وساتي چي دده په راتلونکو نظمونو او نثرونو کي دروانوالي تر څنګ کره والى هم له ځانه سره لري

موږ به دعا کوو چي دښاغلي رحمتي غوندي درانه ځوانان دخرافاتو ، فضولاتو او ذهني عياشيو په عوض ټولني ته له خپله مغزه دا سي څه وړاندي کړي چي هم ثواب وي هم خرما .

په درنښت

ن قران مل
کندهار ((غريبک کتابتون))
١٣٩١لمريز کال قوس ٢٣ نېټه