کور / کتاب / د ګټور ديني اثر د وېش په وياړ

د ګټور ديني اثر د وېش په وياړ

د روان کال ددسمبر په ٢٣ مه نېټه په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې له خوا د اسلام د ټولنيزو حکمونو د لنډيز او نبي کريم (ص) د ژوند پېښليک په نوم ګټور اثر، چې د الحاج محمدنادر سرشار لټون او ليک دی، د وېشلو په وياړ غونډه جوړه شوې وه. دا کتاب ٢٨٠ مخونه لري او په ساده او روانه پښتو ليکل شوی دی. په دې ګټور اثر کې د اسلامي ټولنې لپاره د شرعي احکامو، معاملاتو په اړه ديني سپارښتنې، اصول او قواعد او همداشان د نبي کريم (ص) د ژوند په هکله د پېښليک لنډ معلومات ځای شوي دي.

په دې غونډه کې د پاک قرآن د څو اياتونو د تلاوت څخه وروسته الحاج محمدنادر سرشار د کتاب د ليکلو موخه بيان کړه، بيا ښاغلو هر يو استاد وارث، ضياالدين امين او عظم الدين خان عليمي لنډې خبرې وکړې او د کتاب ليکوال ته يې مبارکي وويله. په ياده غونډه کې په ناروې کې د افغانستان د سفارت لوی قونسل اجمل امين هم ګډون درلود.

پټه دې پاتې نه وي چې د کتاب ليکوال د ټولو ګډونوالو او ددې کتاب د ټولو لوستونکو څخه هيله وکړه چې ياد کتاب په کورونو کې تدريس کړي، ترڅو لوی او واړه ترې ګټه واخلي. غونډه ددعا په کولو سره پای ته ورسېده.

اړينه يادونه:

د کتاب وېش په ناروې او شاوخوا هېوادونو کې دوام لري او مينه وال کولای شي چې په ناروې کې نوموړی کتاب له نظيف الرحمن سرشار څخه په وړيا توګه تر لاسه کړي . په جرمني او ګاونډيو هېوادونو کې وروسته وېشل کېړي.

د نظيف الرحمن سرشار د تليفون شمېره: ٩٩٦٩٦٤٩٨