کور / تازه خبرونه / دکابل ښاروال ۴۸ میلیونه افغانې درغلي کړیده

دکابل ښاروال ۴۸ میلیونه افغانې درغلي کړیده

کابل : د (هشت صبح) ورځپاڼه دنن ورځي دخبر پرلمړی مخ کي خبر ورکړیدی ،چي دکابل ښاروال محمدیونس نواندیش، په ۱۳۹۰ کال کي دکابل دهوايئ ډګردسړک اودانترکانتیننتا ل ترمنځ په اوږدوکي دچټلیواوویجاړیزو توکودلیږدوني لپاره « ۴۸ »میلیونه افغانې په غیر قانوني توګه دترکي (کاپی انترنشنل) شرکت ته ورکړیدي.
8صبح، ورځپاڼه وایی چي ددوی سره داسي سندونه شته ،چي دنوموړي سړک دچټلیواو ویجاړوتوکودلیږدولو چاري دکابل ښاروالي دحفظ او مراقیبت دریاست له لاری سر ته رسیدلي دي ، ولي ښاغلي نواندیش دغه پیسي دترکی دکورجوړولو د«کاپی انترنشنل» شرکت ته ورکړی دی.
دملي امنیت لوی ریاست ددي قضیه دسپیناوی په هکله په خپل ۵۸۱ لمبر استعلام کي د۱۱-۱۰-۱۳۹۰ نیټي په واسطه د کابل ښاروالي دحفظ اومراقیبت ریاست څخه غوښتی دي ،چي په دی هکله پوره مالومات ورکړي.
دحفظ او مراقیبت ریاست مسئولینوددغه استعلام په ځواب کي په ۱۱-۱۱-۱۳۹۰ نیټه ویلي چی ددغه سړک خرابي او چټلی توکي ددي ریاست له لاری وړل سوی اوچاری یی سرته رسیدلی دي.
دهشت صبح ورځپاڼه لیکي :که چیری دهوایی ډګر دسړک ورانې ا وویجاړي توکي اوچټلي دکورونو له مخي نه دنادریه لیسی نه تر انترکانتیننتال هوټل پوری ددی ریاست لخوا وړل شوی دي . نو بیا ولي دکابل ښاروالي دبیارغوني دپروژو مدیریت او دانسجام او پالیسی ریاست دیوه رسمي لیک له لاری د «۸۶۳ »لمبرلیک په ۱۶-۳-۱۱۳۹۰ نیټه دښاروالي د ۱۵-۳-۱۳۹۰ نیټي د«۱۰۳۶ »لیک لمبر ځانګړي حکم پر اساس دکتلواو غوروروسته د« ۳۲ »لمبرپاڼی او «۱۲ »فورمي په کتلوسره ددغه سړک د چټلیواو خرابو توکودلیږدوني دوړلوبیه چي ټول ټال« ۴۸ »میلیونه او ۴۰۰ سوه زره افغانی کیږي دکابل ښاروالي له لاری دترکی شرکت د«کاپی انترنشنل» په نامه لیږل شویدی .
دیادولو وړده چي دمشرانو جرګي اوځینو نورودولتي مؤسیسو دکابل ښاروال ښاغلي محمد یونس نواندیش ته دښه کاردوړتیا پربنسټ څوځله ستاین لیکونه ورکړل شویدی.
مګر دکابل ښاریان د ښار په دننه کی دسړکونو دجوړولو او بیا رغولو، دچټلیوتوکو دلیږدولوپر بنسټ دافغانی تلویزیونونو له لاری په وار وار پر ښاروالي باندي خپلي نا ریاضتي اونیوکی کړی دی،چي دکابل ښاروالي دپاکي او نظافت، دسړکونو دجوړولواوبیارغوني،دونواوپارکونو دساتني چاپیریال او دچټلو توکو دلیږدولو چاري یی په سمه توګه سرته نه دی رسولي .