کور / تازه خبرونه / خوست : موټر بم چاودني ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولى ده .

خوست : موټر بم چاودني ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولى ده .

په خوست ولايت کې د بهرنيو ځواکونو پر هوايي او پوځي اډه، د ننني موټربم بريد په پايله کي لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
په خوست ولايت کې يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يي واخيستل سي وايي چي په بريد كي دري تنه وژل سوي او اووه نور ټپيان سوي دي .
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی بيا وايي، چي نن سهار وختي يو پلانکوچ ډوله موټر، د خوست د مرکز اړوند لکڼو سيمي څخه، د هوايي ډګر پر لور را روان و او کله چې د هوايي ډګر دروازي ته ورسيد، نو د ساتونکو له خوا ودرول سو او تر درولو وروسته يې چاودنه کړي ده.
د ده په وينا، په پېښه کې د بهرنيو ځواکونو يو همکار افغان سرتېری او دوه نورو موټرچلوونکي، چې د بهرنيو ځواکونو په دغه هوايي او پوځي اډه کې يې کار کاوه، وژل سوي دي او شپږ تنه عام وکړي ټپيان سوي دي .
د بريد مسؤوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او ادعا کوي، چې په بريد کې يې تر سلو ډېرو تنو ته مرګ ژوبله اړولئ ده .