کور / سپورټي / كندهار: د ۷ ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالي پيل سوي .

كندهار: د ۷ ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالي پيل سوي .

په كندهار كي د اوو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل سوي .
د دې سياليو په ترڅ كي به هره لوبډله د يو بل سره درې لوبي تر سره كړي .
په كندهار كي د فټبال يادي سيالۍ د بدني روزني د امريت له لوري په لاره اچول سوي چي پكښي د كندهار د دو لوبډلو ترڅنگ د هلمند ، فراه ، چمن ، غزني ، بغلان او كندوز ولايتونو لوبډلو برخه اخستي چي ۱۵ ورځي په بر كي ونيسي .
په كندهار كي د بدني روزني امر محمد الله گلالي وايي چي سياليو ته يي پوره تياري نيولي څو په ښه ډول سره پاى ته ورسيږي .
د دې سيالو په جوړيدو سره كندهاري لوبغاړي هم خوښ دي او زياته وي چي ، دا ډول سيالۍ كولائ سي چي ، د دوي وړتيا نوره هم لوړه كړي .
د سيالو لومړي لوبه د كندهار د احمد شاه بابا او د هلمند ولايتونو وه د دوو قوي لوبډلو ترمنځ وه چي يو د يو په مقابل كي په مساوي توګه پاى ته ورسيده .
د بدني روزني چارواكي وايې چي ، د دې سياليو څخه وروسته د فټبال بل ورته ټورنميټ هم په پلان كي لري چي ، د دې ولايتونو ترڅنگ به د هيواد لومړي درجه ولايتونو ته هم بلنه وركړي .