کور / نثر / دپښتو ژبي ښځینه وو معا صرو ادبیاتو ته لنډه کتنه

دپښتو ژبي ښځینه وو معا صرو ادبیاتو ته لنډه کتنه

په عمومی ډول نثر په هره ژبه کي دنظم څخه وړاندی پيداشوي .خو په پښتو ادب کې لېکلی او تحریری نثرد نظم څخه وروسته پیدا شوی. همدا ډول په تاریخی لحاظ په پښتو ژبه کې دښځو ادب هم په شفاهی ډول دشا عری نه، یعنی دلنډیو ،نارواوغا ړو په څيره کې پیل شوی، چې تاریخ یی په ځینو لنډیو کې دهغه دمضمون او محتوا په بنا په افغا نستان کې داسلام دمبارک دین دخپریدولونه وړاندی دور ته رسی .
باید یا دونه وکړو چې ددولسمی پیړي دپيل څخه .بیادشلمی پيړی او،راوروسته دیوویشتمی پیړي پوری، زموږپه هېواد کې دژوند هره برخه،کله په لوړه اوکله په ځوړه ده،ددولسمي پیړی نه،دسکندرمقدونی لښکر کشی اویرغلونه،دمغلو تاړاکونه ،د صفویانو ظلمونه .په تیره بیا دانګریزانودریومسلحو جګړو،دافغانانو سیاسی ویش،کورنی شخړو اوشورشونودهېواد په فرهنګ،ژوند،فکراو اقتصاد کې بدلونونه راوستي.په دغه دور کې څو،څوځله زموږ فرهنګ ته ژور زیانونه رسیدلی،هرڅه دخاورو سره برابرشوي، اوبیا بیرته مړنیو افغانانو هرڅه دسره پیل کړی .ښکاره خبره ده چې دغه حالاتو دښځو په ژوندانه با ندی هم خپل تا ثیرات خپاره کړی. کله لږ مثبت او کله ډیر زیان راوړونکي ، چې فر هنګي هڅي اوادب هم پکښي راځي .
دپښټو ژبي لومړنې شاعره په تحریری ډول دپټي خزانی په حواله ، زرغونه کاکړده چې په تا ریخي لحاظ دافغا نستان دتجزیی او د بهرنیو دنفوذ په دوره کې ژوند کوي . څنګه چې دا میرمن په پنجوایی کې اوسي. نو کندها رپه دغه وخت کې دصفوي دولت په منګلو کې دی (۱)
میر من رابعه دپښتو ژبي بله شا عره ده . چې دظهیرالدین محمد با بر په وخت کې په کندهار کې اوسی
(۲ )
بی بی نیکبخته دپټي خزانی په حواله په همدغه عصر کې په اشنغر کې اوسی، دا میر من د
«ارشادالفقرا»په نوم اثر لری چې تصوفي اشعار پکښي دی (۳)
د خوشحال خان خټک عصر هم دمغلو عصراوافغانستان دتجزیی په حالت کې دي . دستر خوشحال خان په کاله کې دعبدالقادر خان خټک سکه خور حلیمه حافظه دپښتوژبي بله شاعره ده (۴)
دصفو یانو په وړاندی دمیرویس نیکه تر قیادت لاندي دافغانانوسیاسی پاڅون.په۱۱۱۹ هجری کال کې دمیرویس په واسطه دګر ګین خان وژل کیدل او دکندهار واګي په لاس کې اخیستل (۵ )
دافغانستان په تاریخ کې پښتو ادب او فرهنګ ته یوه ځلانده لار پرا نیزي په پښتو ادب کې ددغه دورفرهنګې ځانګړتیاوي ، خپل ځای لری . دمیر ویس نیکه زوی شاه حسین هوتک چې د غزني نه نیولي تر هراته او بیا تر سیستان، ژوب پوری واګې په لاس کې لری .(۶ )
دنارنج په ماڼي کې ناست اوپه هفته کې یوخل دادیبانو او عالمانو غونډه ارګ ته را بولي.اودی پخپله هم ګډون پکښې کوي (۷)
ددغه دور دفرهنګې ځانګړتیاووبل څرګند دلیل دپټي خزاني تالیف دي.په دغه دور کې ،په هغه میرمنواو پيغلو بر سیره چې دصفوي لښکروسره دافغانانو په جګړوکې په لومړیو صفونو کې ګرزیدلی ، بدلي به یی ویلي اوځوانان به یی جګړو ته هڅول(۸ )په تحریري ډول دنازکخیالي په تخت ناسته ملکه ددغه دورپښتنه شاعره نازو ده .
دپټي خزانی په حواله نازو دسلطان ملخي توخي لوروه چې په ۱۰۱۶ هجری کال کې په تازی نومی ځای کې زیږیدلی .ددی میرمنی ددو زرو بیتونونه یوازی یوه ځلوریځه تر موږ پوری رارسیدلی.(۹)
دهوتکې دوري بله ښځینه شا عره دمیرویس نیکه لور زینب ده (۱۰ )
دهوتکو ددوری بله ښځینه شاعره میرمن مسری ده .چې د احمدګل قاضي لور او په خټکو کې اوسی.یوه منظومه پالنا مه تری پاته ده (۱۱ )
دابدالیانو،یا درانیانو دور، چې دنوی افغا نستان دتا سیس وروسته دلوي احمد شابابا تر قیادت لاندی پيل کیږي. زموږ دتا ریخ زرینه دوره ده.احمدشاه بابادافغا نستان په تاریخ کې سیاسی ،فرهنګې شخصیت تیر شوی . په دغه دور کې په نامتو، عالمو، فاضلو اوپه وطن مینو میرمنو برسیره په تحریری ډول میرمن سپينه دپښتني میرمنې په حواله په هرات کې د تیمور شاه دزوی شاه محمود اودهغه دلمسي کا مران په دور کې اوسی دی میرمني په ۱۲۵۵ هجري کې کله چې ایرانیانو هرات کلا بند کړ،یوه منظومه کیسه په څوبیتونو کې ویلی، چې په هغه کې یه ددښمن سره په جګړو کې دافغانانو زړه ورتوب ستایلي.(۱۲ )
همدا ډول په افغانستان کې دامیر عبدالرحمن خان اوامیرحبیب الله خان په دور کې درابیا خروټي (۱۳)
او میر من صاحبو«عاجزه» په نوم دپښټو ژبی شاعرانی اوسیدلي(۱۴)
ددی نومیالیو میر منو ذکر مې ځکه وکړ، چې موږ دښځو په اوسني یا معاصر شعر باندي دخبروکولو یواساس ولرو.
زموږ ښځینه شاعری دافغا نستان دتاریخ په منځني دوره کې هم لکه څنګه چې باید وی هسی نه ده موږ ته همدا اوس دپور تنیو خبرو په رڼا کې څرګنده شوه .چې دافغانستان دتا ریخ په څو پړاوونوکې دنارینو په پرتله په تحریری ډول یوازي دګوتو په شمېر څومیرمني لرو.ددغو میر منو شاعری دشعری تلازماتو داړخه ښه ده دځینومیر منو شا عری په ډیره ښهشاعری کې راځي ، خو دکمیت د پلوه لږه ده.
د همدی ځایه موږ په پښتو ادبیاتو د ښځو دشاعري اوسني دور ته ور ننوزو. دپښتو شاعری په اوسنی دورکې دکرښي دی خواته دمرحوم استاد بینوا داوسنی لیکوال په حواله دبرکوڼړ د(شین کوړک) دکلی دمرحوم حضرت شاه لور حمیده په ۱۲۹۲ هجری ،ش کال کې زیږیدلي. په۱۳۳۹ هجری،ش کال کې په کا بل کې وفا ت شوی ده .(۱۵ )
میرمن سا ئره دسید زبور شا ه لور په ۱۳۳۸ هجری،ش کال کې ۴۴ کلنه ده دکوز کوڼړ په دره نورکې زیږیدلی (۱۶ )
میرمن مستوره (شال) دسید عبدالرزاق پاچا لورپه۱۳۰۹ هجري،ش کال کې داسمار دسیمی په شال نومي کلی کې زیږیدلي .(۱۷ )
دډیورنډ دکرښي هغه غاړی ته،سیده بشرا بیګم په ۱۹۲۲ ع ،کال کې په نوښار کې زیږیدلي.(۱۸ )
مبارک سلطانه شمیم دعمر خطاب ها شمي لورپه۱۹۳۵ ،ع کال کې دپيښور په( شب قدر)کې زیږیدلی(۱۹ )
با ید ووایو چې دکرښي دی غاړی ته مرحومه مستوره شال او هغي غاړی ته ،میر من زیتون با نو او سیده بشرا بیګم دشهرت لوړو درجو ته رسیدلی ،تر دوی وروسته محترمه کبرا مظهری په شاعري بر سیره په څیړنه کې هم دښه شهرت خاونده ده.
په پورتنیو میر منو برسیره تردوی لږ وروسته دکرښی په دواړوغاړو کې نوری میرمنی هم دادب ډګر ته را غلی چې وروسته شهرت ته رسیدلي اوځینی یی همدا اوس هم دشهرت په پوړیو مخ په لوړه رواني دی.
ددغو ټولو میرمنود تخیل معیار دشعر په تخلیق کې ښه دی. او په دوی کې دځینو دا ډیر ښه دی.خو که چیرته یی موږ دنړیوا ل ښځینه شعر سره پرتله کړو، نو دهغه سره په معیاربرابر نه خیژی، دکمیت دپلوه خو یی هیڅ پر تله کولای نه شو. پوښتنی دهم دی ځایه راولاړیږي چې ولي؟ آیا زموږ دمیرمنو ذهني صلاحیت هم دومره دی. که بل څه دلیل هم شته .
زما په نظر دلیلونه خورا ډیر دی چئ په هر یو یی خبری کول ډیر وخت غواړی په یو څو مهمو ټکو به دلته په لنډ ډول وږغیږو
-۱ کله چئ دپښتو ادبیاتو درزم اوبزم په بهیر کې هغه لنډیو، کاکړی غاړو، دنکلونو نارو او داسی نوروشفا هي سندرو ته چې تخلیق کوونکې یی ښځی دی ګورو ، نو دا راته څرګندیږي ، چې زموږ دمیر منو ذهني صلا حیت داوچت تخیل په کا رولواو دشعریت په زیږولو کې څومره اوچت دي .او دکمیت دپلوه هم دی نتیجی ته رسیږو. چې په تحریری ډول به هم په دغه څو میر منو بر سیره چې دپښتو ښځینه شا عری په منځني دوره اویا اوسني دوره کې خپل شته والی څرګندوي په زرګو نو،نوری شاعری میرمنی هم وی چې یا به دبي التفاتي په دړو کې ورکي شوی وی. اویا به یی شعری استعداد او قریحه دمرد سالاری په اوسپنیزو پنجرو کې بندي او دتل دپاره دمینځه تللی وی.
-۲ راځي یوبل ټکې ته هم ځیر شو، زموږ دټولڼي ګڼ شمیره دښځو دښوونې او روزني سره مینه نه لری . دالا څه چې دښځو ښووني ته دشک په ستر ګو ګوري. او ډول ،ډول بهانې ورته جوړوي.او که چیرته کومه کورنۍ دی ته زړه ښه کوي چې نجوني يي زده کړی وکړي کله چې دغه نجونی او یا میرمني ټولنی ته راوزي نو د ډول،ډول ستونزو سره مخامخ کیږی، همدا اوس اوس چې موږ دیوویشتمي پيړی په در شل کې یو،زموږ دټولني پوهي ښځي دطب نه نیولی ترانجنیری اوادب پوری دډول ډول ستونزو سره مخا مخ دی.زموږ په کلیواله ټولنه کې خو ښځه دکور دباندي هرډول فزیکې کار کولای شي د غرونو څخه دلر ګیو دراوړلونه نیولی دپټيو اوکښتونو تر، لو پوری خوزده کړی ته یی څوک زړه نه نیژدي کوي. دکلیو ډیرکې او دښارونو لږ ه کې اوس هم په دی عقیده دي چې (ښځه دبل دکورده) او یا خو زموږ دټولني دځینو غړو دځان غوښتني احساس د ښځو دزده کړی په وړاندي دریږی دوی دښځو دزده کړی څخه په دي بیریږي چې هغوی به د خپلو اسلامي اومدني حقوقو په باره کې پوهه حاصله کړی اوددوی سره به دخپل حق په لاس ته راوړولوکې منطقي دلایل ووایی یا به پری حاکمه شي.
زموږکلتور هم دښځو دزده کړي اودزده کړی وروسته دنورومسایلوسره چې شاعری یی په لومړیو کې راځي په ټکر کې د ی دود، دستور زموږ په ټولنه کې په ښځینه مسایلو کې دومره وړاندي دی. چې په کلیو بر سیره په ښارونو کې هم په پوره توان ساه اخلي، چیری چې دښځي یا نجلي نوم دباندی دنورو نارینو مخ ته دشرم په شمیر وی .نو دانسان داحسا ساتو یا یوی ښځي دپټو غوښتنو څرګندونه به دشعر په جوله کې هلته څنګه کېږی؟ یوډیر عادی نا رینه ته زموږ په ټولنه کې دخان روستاړی ورکول کېږی یوه ډیره مد بره ،فاضله اوپوهه ښځه دکور دباندی دسیاسری،تورسری،عاجزی اوکډي په نوم یا دیږي ،دی ته موهم باید پام وی چې په تحریری ډول ثبت په کتابونو کې دشا عرانو میر منو نومونه ډیرکې په هغه کورنیو اوټبرونو پوری ټړلی دی چې پخپل وخت کې یی په نورو نفوذ درلود . یواازی دپښتوژبی نه بلکې ددری ژبی ځیني شاعراني هم په هغه کورونواوټبرونو پوری تړلی دی چې دهغوی سره پوره واک موجود ووهغوی په اولس حاکم وو اوچا دایراد ګوته ورته نه نیول . تر کلتوری ستونزو تیریږو بیرته دښځو دښووني مسّلي ته راځو،اویوځل بیا لنډیو اوټپوته سر ورښکاره کوو .لنډی چې دپښتو د شفاهی ادبیا تو لویه بر خه جوړوي په زیاته کچه د کلیوالو او نالوستو ښځو تخلیق دي، دشعریت دپلوه ځینی لنډی دومره غني دی چې دنړیوالو ادبی شهکارونوسره سیالی کولای شي،او دکمیت دپلوه هم لکه موږ چې وړاندی اشاره ورته وکړه پوره دی. نواوس یوازی دنه زده کړی دلیل دښځینه شاعري دکیفیت یا کمیت په لاره کې راته ستونزه نه ښکاری ،دښځو په طبیعت کې اخښل شوی شرم او حیا هم تر څه بریده د دوی دالهامي او طبعي هستونومخه نیسي .ښځینه لنډی یا ټپي ځکه ډیر شعریت او صمیمیت لری چې تخلیق کوونکي یی پټ او دپردي شاته دي نوځکه یی په تخلیق کې د(آورد) په ځایی( آمد) په پوره توان ځان څر ګند کړي ، دهمدی ځایه به بل دلیل راواخلوچې زما په نظر ډیر مهم دي . چې هغه په شعري زیږونه کې خپلواکې ده .
-۳ په شعري زیږونه کې پوره واک زما په نظردادي چې شاعر یا شاعری ته ونه ویل شی،چې داسی ولېکه اوداسی نه، په دی مانا چې ګوت نیونه اوبې ځایه تنقید دشاعر روح ټپي کوي ،او شعری ځواک يي کموي. دلته هم ښځې دنارینه وو په پرتله د نیوکو سره ډیري مخامخ دي، په ځایی خو داده چې کله موږ دیوی ښځینه شاعری شعرونه په تله کې ږدو نوتر هر څه لومړي باید دهغي جغرافیایی اوټولنیز موقیعت
په نظرکې ونیسواوبیا دهغي دخصوصي ژوندانه په هکله معلومات ولرو. دا ځکه چې انسان په کومه کورنې اوبیا ټولنه کې قدم ږدی که وغواړي اوکه نه، دهغه ځانګړني اخلي او په کردار،خویي ووخواص کې څرګندیږي. یا ني دخپل ماحول څخه متا ثر کیږي، ځیني کره کتونکې دیوی ختیځوالي میرمني نه ديوي لویدیځوالی شاعری شعر غواړی ،چې دا کار امکان نه لري .ځکه چې شعر دانسان د احساساتوهینداره ګڼل کېږي .او شاعر چې څه محسو سوي هم هغه ښه بیا نولای شې .یا چې څه ویني هغه ته تیزه اوتیره ژبه ورکولای شي.هغه لفظونوته روح ور کولای شې چې ورسره بلد تیا لري . نو په دي اساس شاعره ښځه باید دانسا ني ټولني او طبعي ښکلاو دمزایاوونه ونه باسو اویوازی یی په جنسیت کې محدوده نه کړو ځکه چې ښځه هم دخپل ځان نه راوزي. په طبعی اشیاوُ کې ننوزي . او دهغه ښکلا وي یی دي ته هڅوی چې ور ته انځوریزه ژبه ورکړي، ښځه هم ددي توان لري چې په پخپل تخلیقا توکې د هغه څه چې (شته )په هکله وږغیږي. که رزم وی که بزم یا عرفان اوتصوف، اویا هم ټولنیز مسایل .
که چیری موږ دغه ټکي په پام کې ونیسو، نو زه پوره باور لرم چې یوه ورځ به په ښځینه شاعري کې ښه لاس ته راوړني ولرو.
ښځي پریږدی چې دتخیل وزرونه یی آزاد وي .اوڅه چې یی زړه غواړي هغسي ولیکې .
دڅو شیبو هوس دپاره ديوی تنکې کوتری پښوته دومره زنګولي مه وراچوي چې اوچت الوت پکښې ونه کړای شي .
راځي چې ریښتیني ښکلا دتصنع سره ګډه نه کړوځکه هر څه پخپله جوله کې ښکلی ښکاري.
ښځو ته د هغوي په ادبي هستونوکې لار مه ښه یاست ځکه که نن وی که سبا هغوی خپله لاره پخپله پيدا کولی شي .

لمن لېک :
-۱ محمد هوتک،پټه خزانه،تعليقات او لمن لېکونه علامه حبیبی،دچاپ کال ۱۳۳۹ ،۱۹۲ مخ
-۲ همدا، اثر ۱۹۴ ،مخ
-۳ همدا،اثر۱۸۲ ،مخ
-۴ همدا،اثر ۱۸۰ ، مخ
-۵ ت،ی کروسینسکی،تاریخ سیاح مسیحی، دعلومو اکاډمی،کابل،دولتی مطبعه چاپ کال ۱۳۶۳ ،۲۱ ،مخ
-۶ میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تا ریخ،کابل دولتی مطبعه،۱۳۴۶ ،۲۱ مخ
-۷ محمد هوتک ، پټه خزانه،تعلیقات اولمن لېکونه علامه حبیبی ،۱۳۳۹ ،۱۱۲ مخ
-۸ امان الله هوتک،دخپلواکې لمرڅرک،چاپ کال ۱۳۶۸ ،۱۷۰ ۱۷۲ ۱۷۲ ۱۷۳ مخونه
-۹ محمد هوتک،پټه خرانه،تعلیقات او لمن لېکونه علامه حبیبی،چاپ کال ۱۳۳۹ ،۱۷۹ ۱۸۰ مخونه
۱۰- همدغه اثر ۱۸۶ مخ
-۱۱ کبرا مظهری،دپښتنی ښځی موقف اوبرخه په پښتوادبیاتوکې،پښتوټولنه ۳۵۸ ۳۵۹ مخونه
-۱۲ عبدالروُف بېنوا،پښتنی میر منی،دکابل مطبعه ۱۳۲۳ ،۷۴ مخ
-۱۳ پښتوټولنه پښتوڅیړنی،دولتی مطبعه ،۱۳۵۶ ،۳۵۴- ۳۵۵ مخونه .
-۱۴ عبدالرُوف بېنوا ،پښتنی میرمنی،د کابل مطبعه، ۱۳۲۳ دکابل مطبعه ،۱۳۳۲ ۱۱۴- ۱۱۵ مخونه
-۱۵ عبدالرُف بېنوا، اوسنی لېکوال،بشپړمتن،علامه رشاد خپرندویه ټولنه۱۳۸۸ کال ،۳۸۰ مخ
-۱۶ همدااثر،۱۵۳ ،مخ
-۱۷ همدا اثر ،۱۶۵ مخ
-۱۸ همدااثر،۷۳۳ مخ
-۱۹ همدااثر ،۵۶۳ مخ