کور / راپور / هالنډ: بهرميشتي افغان ځوانان لاسته راوړني او ستونزي -علمي سيمينار

هالنډ: بهرميشتي افغان ځوانان لاسته راوړني او ستونزي -علمي سيمينار

   

د ۲۰۱۲ز کال د ډسمبر پر ۲۹مه چي د ۱۳۹۱ لمريز کال د مرغومي د نهمي نېټې سره سمون خوري د هالنډ د هارلیم په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني په زیار تر ((بهر میشتي افغان ځوانان – لاسته راوړني او ستونزي)) سرلیک لاندي یوه علمي غونډه جوړه سوه، چي پکښي د هالنډ ، بلجیم ،جرمني او انګلستان څخه افغان پوهانو او ځوانانو ونډه لرله.


دغي غونډي درې برخي لرلې; لومړنی برخه يې علمي مقالو ته ځانګړې سوې وه، دوهمه برخه يې مشاعره وه او په وروستی برخه کي د ټنګ ټکور پروګرام و، چي پکښي یو شمېر تنکي ځوانانو په ملي اتڼونو بدرګه کوله.



دغه علمي او کلتوري ناسته د ښاغلي قاضي عزیز رحیق له خوا د سپېڅلي کتاب قرآن الکریم د یو شمېر مبارکو آیتونو په لوست سره پېل سوه. همداراز ښاغلي رحیق د اسلام د مقدس دین په رڼا کي د ماشومانو د روزني په اړه خپله ارزښتناکه وینا واوروله.



نوموړي په بهرنيو هیوادونو کي د تنکي ځوانانو او ماشومانو په روزنه کي د والدینو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چي مور و پلار باید په هالنډ غوندي آزادو هیوادونو کي دخپلو ماشومانو اسلامي روزني ته ډيره پاملرنه وکړي.



ورپسې د افغاني کلتوري ټولني د مشر ښاغلي عبدالله احسان له خوا پرانستونکې وينا واورول سوه. نوموړي د افغاني کلتوري ټولني پر لاسته راوړنو او د ننني علمي غونډي په اړه معلومات وړاندي کړل .دغه راز يې په هالنډ او نورو اروپايي هيوادونو کي کلتوري او علمي ناستي مهمي وبللې او زیاته يې کړه چي د بهر میشتو افغانانو د ملاتړ او نورو کلتوري ټولنو سره د همږغۍ په نتیجه کي به بېله شکه په راتلونکي کي زیات نور ورته په زړه پوري کلتوري او علمي پروګرامونه ولري.
 
دعلمي برخي د پیل څخه ترمخه د یو شمېر کلتوري ټولنو استازود خپلو ټولنو پیغامونه ولوستل.



لومړی ښاغلي حاجي امین باوري ته نوبت ورسېد چي په بلجیم کي يې د افغان ادبي بهير او د لراوبر افغان کلتوري ټولني په استازیتوب خپله وینا واوروله. باوري وویل چې د افغاني کلتوري ټولنې د تل په څير هڅه کړې چې په ژوند باندې افغاني هستۍ ونمانځي دا یې هم د تیر په څير د ستایلو وړ ګام دی. ښاغلي باوري اتل ځوانان د هېواد ویاړ وبلل.



ورپسې په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني استازي عتیق باوري ، د غرغښت کلتوري ټولني مشر انجنير نور قاسم او د بلجيم په انت ويرپن کي د افغان کلتوري ټولني استازي ښاغلي سهراب سهار پيغام ولوست.



د علمي برخي په پيل کي ښاغلي ډاکټر عرفان نور تر ((د لوړو زدکړو ارزښت کورنۍ او ټولنی ته)) سرلیک لاندي خپله علمي مقاله واروله.ښاغلی ښاغلي ډاکټر نور د نورو خبرو تر څنګ ماشوم ته په مورنۍ ژبه د زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او د علمي دلايلو پر اساس يې وويل چي په مورنۍ ژبه زده کړي د ماشوم پر ذهني وده ډېره اغېزه کوي.


وروسته ښاغلی ډاکټر فدا محمد نېک و، چي د نشه يي توکو د استعمال او مخنیوي په اړه يې خپله علمي مقاله د انځورونو سره يو ځای وړاندي کړه او دغه راز يې د روانو ستونزو په اړه هم وضاحت ورکړ.ډاکټر نېک د لویانو او والدینو لخوا د مخدره توکو د استعمال د زیانونو په اړه چې په ماشومانو او د کورنۍ په نورو غړو یې لري خبرې وکړې. ښاغلي نېک د مړینې هغې کچې ته هم اشاره وکړه چې هر کال په افغانستان او نړۍ کې د مخدره موادو د استعمال له امله مري. همدا ډول یې د هغه ناروغیو یادونه هم وکړه چې د مخدره توکو له استعمال څخه را پيدا کیږي.




ورپسې انجینر ذکریا پوپل د ماشومانو د سايکالوژۍ تر سرليک لاندي خپلي مقالې د ځينو برخو په اړه خبري وکړې.



نوموړي کوچنيانو ته د خبرو کولو حق ورکول ،د کوچنيانو سره خبري اتري ، تشويق او ستاينه باندي ټينګار وکړ او پر کوچنيانو د قهرېدلو ، په لوړ ږغ پرکوچنيانو د نارې وهلو ، بېځايه توهين او ترټلو او دې ته ورته هغه چال چلند په اړه رڼا واچوله چي د کوچنيانو د ذهني ودي مخه نيسي او پر راتلونکي شخصيت يې ناوړه اغېزي کوي.


د ښاغلي انجینر پوپل وروسته د هالنډ د لایډن پوهنتون استاد ښاغلی معصوم همدرد د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې. استاد همدرد ګډون کوونکو ته د خپلي تجربې پر اساس د نورو ځوانانو د بریالیتوب د راز په اړه هم په لنډ ډول معلومات ورکړ.




تر دې وروسته د TU Delft University محصل انجینر شهير بختیار په هالنډ کي د زده کړو د امکاناتو په اړه وږغېد او په ځانګړي ډول يې د هوايي تخنيک او الوتکود تخنيک انجینرۍ د څانګي په اړه معلومات وړاندي کړ.



ورپسې د ډوډی او دمي لپاره تفریح وه.



تر تفرېح وروسته په هالنډ کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت په استازيتوب لومړي سکرټر او سوداګريزو او کلتوري چارو مسول ښاغلي عزيزالله رسولي وينا وکړه ، نوموړي د افغانستان څخه بهر ددغسي ارزښتناکو غونډو جوړول ډېر ارزښتناک وبلل او په افغانستان کي يې په امنيتي ، تعليمي او سوداګريزو برخو کي د پرمختګ زيرئ ورکړ.



نوموړي وويل نننئ افغانستان له پروني افغانستان سره فرق لري ، پرون به خلک د کار او ارام ژوند لپاره له افغانستانه مهاجر کېدل خو نن ورځ خلک د ښه ژوند او کار لپاره له بهرنيو هيوادونو افغانستان ته ځي.



وروسته ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د ماشوم په روزنه کي د تشویقي چلند د اغېز په باب ارزښتناکه مقاله ولوسته ،نوموړي دمیندو او پلرونو لخوا له ماشومانو سره د چلند په اړه د خبرو په یوه برخه کې وویل:د ماشوم خبرو ته باید غوږ ونیول شي، هغه وهڅول شي او ماشومان په خپل ځان باید ډاډه شي، د ماشومانو دا ډاډ د هغوی د راتلونکي په بریالیتوب کې ستره ونډه لري.


ورپسې مختار احمد احسان د جلاوطنۍ او کلتور ساتني په اړه خپله څېړنیزه مقاله واوروله.



ښاغلي مختار احمد مهاجرتونو ته د خلکو د اړ کیدو اوبیا په بهرنیو هېوادونو کې د ستونزو او په ستونزو د بریالیتوبونو په اړه خبرې وکړې. چې څنګه کولای شو په دوهم هېواد کې مثبت دودونه خپل او خپل مثبت دودونه وساتو.


د علمي برخي په پای کي د افغاني کلتوري ټولني د اداري ډلي په استازيتوب د ټولني مشر ښاغلي عبدالله احسان د بهر میشتو افغان ځوانانو ستاینه او تشویق مهم وبلل او ځکه يې نو یو شمېر جلا وطنه تنکي ځوانان لکه سيد ابرار اغا،میرویس باوري، انجنير شهير بختيار، میوند باوري، ظفر الکوزی، عرفات، عتیق باوري، مختار احمد احسان او څو نور نوښتګر تنکي ماشومان د خپلو لاسته راوړنو له امله د ټولني د اداري ډلي له خوا د ارزښتناکو سوغاتونو په ورکولو سره ونازول.




د غونډي دوهمه برخه مشاعره وه، چي د هالنډ میشتو افغان شاعرانو تر څنګ د بلجیم څخه راغليو شاعرانو هم ګډون درلود.



د مشاعرې په پیل کي له بلجيم څخه راغلي نازکخيال شاعر جلال امر خېل خپل څو شعرونه د پروګرام برخه والو ته واورول.



ورپسې فضل ربي روستم، اجمل ننګ، حمید احساس، جاويد احمدزی، سحراب سهر، ولي نورزی او يو شمېر نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول.





د غونډي وروستۍ برخه د ښاغلي میرویس باوري او نويد له خوا د ټنګ ټکور له خوا پر مخ بېول کېده. د دې برخي په جریان کي افغان ځوانانو مست اتڼونه وکړل او دغه کلتوري ناسته يې نوره هم ښکلې او په زړه پوري کړه چي د اتڼ يوه ويډيوي ټوټه يې دلته ليدلائ سئ.



همداراز میوند جان باوري د پروګرام وروستی شېبې د رباب په ږغولو رنګیني کړې، چي د غونډي برخه والو يې توده ستاينه وکړه، نوموړي د استاد اولمير ( دا زموږ زېبا وطن ) د رباب په تارونو کي وړاندي کړه .



ورپسې  ځوان نعت ويونکي شاهدالله نانيخېل په خواږه ږغ د ټولو برخه والو پاملرنه ځانته جلب کړه.



په پای کي د غونډي چلوونکي ليکوال او شاعر ښاغلی نذیر احمد نذیر ،میرویس باوري، میوند باوري او تنکي هنرمند نويدجان ته د افغاني کلتوري ټولني لخوا جوړي سوي د ګلونو ګېډۍ ددې ټولني دپخواني مشر او فرهنګي شخصيت ښاغلي ډاکټر طارق رشاد له خوا وړاندي سوې.







دغه علمي او ادبي ناسته چي د ماځيګر پر ۴ بجې پيل سوې وه د ماخستن پر يوولس نيمي بجې په ګران افغانستان کي د سولي او علم د پرمختګ او په ټوله نړۍ کي د افغانانو د يووالي په دعا پای ته ورسېده . 


د يادوني وړ ده چي د غونډي چلوونکي ليکوال او شاعر نذيراحمد نذير د خپلو خاطرو وخت د غونډي نورو ويناوالو ته ورکړ ، هغه خاطرې چي دې غونډي ته يې چمتو کړي وې ، ددې راپور په پای کي وړاندي کيږي .


 









دا خاطرې مې په دې هیله لیکلي که وشي کورنۍ او مشران د ماشومانو په اړه خپلو کړنو ته پام وکړي. دا لړۍ مې چې کله خپروله نو ډيرو کسان به له ورته مشکل سره مخ شوي و، خو له بده مرغه تر اوسه دا مشکل روان دی. نو ما وویل که مخکې داسې لیکنې شوې وای او تر مشرانو رسیدلې وای کیدای شي د ګوتو په شمېر کورنیو کې خو به تغیر راغلی وای. د یوه داسې افغانستان په هیله چې پکې ماشومان له هر ډول ځور څخه په امن کې وي


نذیراحمد نذیر 


 


 وړوکی وم، کیدای شي د دریو څلور کلونو به وم، یتیم وم، سرپرستی مې مور کوله، د شپې به مو نکلونه( داستانونه) ترې غوښتل، په نکل کې به راغلی و ( چې کله یې مور مړه شوه) نو چې پرې به وتم، چرت به مې واهه چې که خدای مه کړه مور مې مړه شي، نو همدې چرتونو کې به ویده شوم، ټوله شپه به مې ګډ وډ خوبه لیدل، سهار به چې راویښ شوم که به مې مور ویښه وه خو خوشحاله به شوم چې شکر ژوندۍ ده او که به ویده وه نو ورته کتل به مې چې نفس باسي، ژوندۍ ده.اوس له ډيرو اورم چې دا ډول کیسې او فلمونه د ماشومانو په ذهن بد اغیز کوي، نو خدای خبر دې اندیښنو به زما څومره استعداد سوزولی وي.


////


په څلورم ټولګي کې دوهم نمره وم، خو له بده مرغه چې ښونځی مو تر څلورمه و، ورسته له هغه مې پنځم او شپږم څو کلیه وړاندې په یوه بل کلي کې پیل کړل، له لمړۍ ورځې د یوه ټولګیوال راسره ورانه شوه، نپوهېږم ولې، خو لکه زما وهلو او ځورولو چې خوند ورکاوه، هره ورځ به یې وهلم ، کلی یې په لار کې پروت و، او یوازینۍ لاره وه چې باید زه پرې را تیر شوی وای. د درس له پیل تر پایه به مې په دې فکر کاوه چې نن به له لارې څنګه تیریږم. خو هیڅکله مې له چاسره خپله داستونزه شریکه نه کړه  او نه هم چا رانه وپوښتل چې ستونزه لرم او کنه، له ازموینو وروسته له شلمې نمرې هم ولویدم.


/////


د ډیرو یتمیانو غوندې د ماما کور کې اوسیدو، ماما مې یو موټرسایکل درلود چې دوکان، میلمستیا او نورو کارونو ته به پرې تلو، خو هرد وخت به مې یې مشر ورور ورسره بیولو، داسې وخت هم راغی چې کله به مو ټرسایکل چالان شو، نو ما به دواړه غوږونه پټ ونیول او سترګې به مې پټې کړې چې اوس به مې مشر ورور ته غږ کوي چې څه شوې راځه. ما ما مې راته ډیر ګران و، مخا مخ مې  ورته څه نه ویل خو د زړه له درده مې بس یو خدای خبر و ، یوه ورځ یې راته وویل چې پلانی کار وکړه، ما ویل زه یې نه کوم،  په حیرانۍ یې وویل ولې؟ ما ویل شوتلو پنډو ته دې زه نیولی یم او چکرونه بشیر وهي … له هغه وخت کلونه تیر دي، خو اوس هم چې له چا سره کوم ماشوم ووینم، نو فکر کوم چې ددې ماشوم په راتگ به یو بل ماشوم څومره ځوریدلی وي.


/////


مشرانو به ډیری وخت دوه ماشومان  یو بل ته په غیږ وروستل، زه هم یو له هغو نه وم چې باید له خپل یو همزولي سره مې غیږ نیولې وای،یوه ورځ یو هلک چې عنایت نومیده خو مشهور په ( نوقلا) و، په غیږو يې وروستلم، را چپه یې کړم ، او بیا زه خړې سترګې پاڅیدم  کالي مې وڅنډل ، ښه مې په زړه دي د شپې تر ناوخته پورې لټ په لټ اوښتم او له خپګانه خوب نه راتلو ،د ماشومتوب په ټوله دوره کې به مې ډير نور همځولي را څملولي وي، خو هغه درد مې کم نشوای کړای، هغه عقده مې ختمه نشوای کړای او بلاخره هغه د خجالت احساس مې ورک نشوای کړای کوم چې یو ځل چا څملولي وم، نه پوهیږم چې مشرانو ته د یوه زور کیدل او د بل چپه کیدلو ولې خوند ورکاوه.


/////


په کورکې یوه خور ، دوه ورونه او مور وو، زه او مشر ورور به مې ښوونځي ته تلو خو خور به مې نه تله ، یوه ورځ مې پام شو چې خور مې له ما او ورور نه مې مخکې لاسونه ومینځل فکر کوم مور مې اشاره ورته وکړه، نو دې ډوډۍ بس کړه. پداسې حال کې چې دسترخوان ته یې کتل له ځایه پاڅیده، او لاسونه یې ومینځل،لاړه دکوټې په کنج کې غلې کیناسته ،مورمې په کرارۍ ورته وویل : دوی خو ښونځي ته ځي ما او تا خو کور یو. خدای خبر چې ماشوم ذهن ته به یې په کومو دلایلو قناعت ورکړي وي. اوس چې فکر کوم که دوخت نظام ورنه د ښونځي حق اخیستی و،نوپه کور کې مو هم ترې دخولې مړۍ واخیسته 


/////


خدای خبر چې چا دا نوم راباندې کیښود، (( سپین ږیری))، راباندې پوخ شو، د کلي ټولو خلکو به راپسې د سپینږيري په نامه چیغې وهلې، ځو ځلې مې هڅه وکړه چې چاته بیرته ځواب ورنه کړم، خو هغه به د یو ځل په سر لس ځلې نورې چیغې هم وکړې، ددې لپاره چې خوله یې پټه شي نو ځواب به مې ورکړ .له کوره دباندې وتو نه مې زړه تور و، هغه مهال خو چې به چا کومه ناره کړه ، نو مابه ګومان وکړ چې راته یې وویل(( سپین ږیریه!)) ، هسې غږ نه هم مې بد راتلل ، ټوله شپه به مې چرتونه وهل چې یو بل ځای تللي وای ، تر ټولو بده خو دا وه چې خپل کور کې به هم چا راته یا په ناز او یا له قهره دا نوم اخیسته .  هغه وخت مې د ژوند تر ټولو ستر ارمان دا و چې یو څوک ووايي نذیره !.  اوس وایم که زما ځوریدل خلکولږ هم احساسولی شوای، نو په مجلس کې به  یې د ډير عمر کسانو لپاره هم (سپین .ږیری) نه و ویلي 


 


/////


 


اوم ټولګي کې اوه ویشت کسان و، د قرانکریم د حفظ ښونکی مو یو قاري و، د نهه ویشتمې سیپارې (يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ) سوره مو حفظ کوله، یوه ورځ  ښوونکي زموږ اول نمره پاڅولو،په تروه ټنډه یې ورته وویل چې ټول سوره په یاد ووایه، هغه دسورې په تلاوت پیل وکړ نو څنګه چې ښوونکي سره سترګو په سترګو شو   په لمړیو پنځو ایاتونو کې غلط شو، ښونکي  پرې قهرژلې چیغه کړه چې ته یو ځل دا بلې خواته ودریږه، ورپسې یې له نورو پوښتنه وکړه ټول له ورخطایئ غلط شول، که څه هم دا سوره مو په لارو یو بل ته پوره پوره تکرار کړې وه. قاري صیب هم دتوت ډبله لښته را واخیسته او ټول یې په لاسونو ووهلو ، نه پوهیږم چې هر یو به یې څو لښتې وهلي یو ، خو ډیرو ویل چې هر یو یې دیرش دیرش لښتې وواهه ، چې لس ورځې ورسته مو هم د ښونځي په کانګریټي دیوال لاس کیښود درد به مو احساس کړ.له هغه مهاله ډیر کلونه تیریږي خواوس هم دهغې سورې دلوستو په مهال دهغو لښتو درد احساسوم


/////


داو اتو کلونو به وم چې ماما به مې له کابله دلیلامي بوټونو گوټ راوړ کور کې به مو بوټونه سره بیل کړل دهرې جوړې بیه به مو مالومه کړه  ، ما او مشر ورور به می ورته کیناستو او ښه برس به مو کړل چې وځلیږي،  بیا به ماله لسو دولسو جوړو نه بوجۍ ډکه کړه اودکلي په لور به وخوزیدم ،دا بوټان باید ما په  کلیوالو پلورلي وای ،همدا چې بوجې به مې شاته واچوله نو دا غم به راسره شو، نه چې بیا رانه څوک بوټان پټ نه کړي ، نو زړه کې به مې  ورته لارې او چلونه جوړول ،


کليو به یوه ستره دروازه درلوده بیا به دننه وړې او تنګې کوڅې وې، کلي ته به ننوتم او نارې به مې کړې: بوټونه واخلئ بوټونه ارزانه او ښایسته بوټونه ، ډیری ښځو خو دا نه منله چی  ددومره وړ او نازک غږ څښتن دې بوټونه وپلوري، نو گومان به یې کاوه چې ماشومان دسوداگرو پېښې کوي نو له کوره به راووتې، همدا چی به یې زما پر شا غټې ښویدونکې بوجۍ ته وکتل نو شیبه به غلې شوې او بیا به یې د بوټونو په کتلو پیل وکړ،  ما به هڅه کوله چې دهرې جوړې یو، یو  بوټ وروښیم خو پیغلې بیا ډیرې شیطانې وې ټوله بوجۍ به یې راباندې چپه کړه ، مابه بوټونو ته ډیر پام کاوه خو بیا به هم کله کله یوه جوړه بوټ ورک شول، نه پوهیږم چې ولې  به سمدلاسه ژړا ونیوم زه به په کوڅه کې کیناستم اوپه ژړا به سر شوم دماښام  جمعې به ړنګې شوې خو ما به لا ژړل چې  چا به راته وویل ولې ژاړې  نو مابه وویل زما بوټ یې یووړل او هغوی به وویل چا ؟ کور یې پيژنې خو زه به هیڅ نه پوهیدم چې چا یوړل  کله کله به دچا راباندې زړه وسو یو  څو روپۍ  به یې راکړې  خو دا پېسې به هومره نه وې، خو دومره به وشو چې کورته په ورتگ به یی رضا کړم اوس هم چې کله کوم ماشوم په کار کولو ووینم نو هغه ټولې شیبې مې له سترگو په یوه وار تیرې شي.


///////


چې وړوکی وم نو کله نا کله به له مور سره مې ، میلمستیا ، دعا او ختم ته  لاړم ، ښکاره ده چې کوربه ماشوم به مې ولیده نو لوبې به مې ورسره کړې  یو دوه نور دکلي او کور ماشومان به هم راسره شول نو لږ شور به مو جوړ کړ ، شوخي به ټولو کوله ان هغوی به له مانه ډیره شوخي او کله نا کله ورانی کاوه ، خو چې دکور کوم مشر به  راغی نو پر مابه یې سترګې برګې کړې  ، په ټولو کې به یې زه ورټلم ، کله کله  به مې چې کوم مشر ولیده نو مور ته به مې ورمنډې کړې ګوندې دهغې تر مخې څه راته ونه وايي ، ځینې به غلي شول او په قهرژلو سترګو به یې  وډار کړم او ډیرو به راته دمور تر مخې وویلـ ریښتیا یې ویلي دي چې یتیم دشیطان په لکۍ سپور وي .ځېنې وخت به مور هم راونیولم او څو څپیړې یې ووهلم، راته به یې وویل :ـ خدای دې راباندې ودروه، درباندې بوره دې شم، ولې دې کرار ناستی ندی زده ؟ نو مابه له ځان سره وویل :ـ که مې پلار ژوندی وای ، نو دوی به داسې خبرې راته نه کړې چې یتیم دشیطان په لکۍ سپور وي، له هغه وروسته  به چې کله له مور سره دچا کورته ولاړم نو دمشرانو دقهر له ډاره به نه لوبیدم ، او دمور خواته به غلی ناست وم ، خو له زړه مې بس یو خدای خبر و چې څومره به مې له ماشومانو سره ساتیرۍ ته زړه کیدو


 


 


/////


ددریو کلونو ماشوم به وم چې پدې خبره وپوهیدم، چې ډیر غریب یو ، او نور ماشومان  پلار لري او زه یې نلرم، کله به مې چې مور په لاره کې څه راته واخیستل نو له ستوني به مې نه تیرېدل، فکر به کاوه چې پدې به زموږ څومره پیسې کمې شوې وي او بیګاه ته به څه خورو ؟


:نو چې کورته به راغلم نو مور ته به مې وویل


زه چې ستر شوم نو زما به شل لوڼې او شل زامن وي، ټول به دکانداران وي و خو یو به یې جوالي وي.


مور به مې وویل:  نو یو یې به ولې جوالي وي؟


مابه ورته وویل چې تاسره سودا کورته راوړي ، مور به مې په پای کې وویل


په شلو لورانو څه کوې ؟ 


ما به وویل چې زامنو ته یې بدل کوم


موربه مې  دا ډول بحث راسره تل کاوه ، ډیرې زیاتې پوښتنې به یې کولې ، او کله ناکله به چې زه ستونزې سره مخ شوم نو دې به راته دحل لار هم پیدا کړه ، نو زه به هم ډیر خوښ شوم ،له هغې سره خبرو به زه فکر کولو ته اړ ایستلم او ترڅنګ یې ماته  ډاډ پیدا کیده او زړه به مې وی  چې داسې شونې ده ، کنه مور مې نه دومره پوښتنې کولې او نه یې دا خبرې راسره نه منلې


زه اوس له ځان سره دا فکر کوم چ که ما له خپلې مور سره خپلې اندیښنې او انګیرنې نه وې شریکې کړې اوزړه کې مې ساتلې وې یا مور مې په خپلو خوږو او پستو خبرو ماته ډاډ نه وای راکړي نوکیدای شوه چې  زما ماشوم ذهن ډیر زیانمن شوی وای ، او یا ښايي نن ورځ به  زه دروغو انسانانو په کتار نه راتلای


///////


چې وړ وم نو ځینې خواړه مې نه خوښیدل ،لکه شوله، ورغاستي او داسې نور، سره له دې چې مور مې زما په خوښه پوهیده، خو هغه مهال زموږ ایله دغو خوړو ته وس رسیده، نو کله نا کله به یې پاخه کړل، بس زه به ورته زیل واخیستم، قسم به مې وخوړ چې مړۍ به هم تیره نه کم، ماته بل شی پاخه کړئ


مور به مې زارۍ راته وکړې چې ته راشه نن دا وخوره سبا درته غوښه پخوم، وریجې درته پخوم او …


په لمړیو کې خو به مې دمور خبره ومنله او هغه پاخه کړي خواړه به مې وخوړل، خوچې پوه شوم مور مې هسې ما تیرباسي او سبا هیڅ نه پخوي، نو لا به مې غوصه ډیره شوه، او چې بل ځل به یې هغه خواړه چې زما نه خوښیدل پاخه کړل نو بیا به مې دهیچا خبره نه منله، کله، کله به ې ووهلم او په زور به یې په ژړا ژړا راباندې وخوړل او کله به  بیا چای او وچې ډوډۍ ته ناست وم.


خو یو وخت ناڅاپه مې دمور چلند بدل شو ، کله به یې چې زما دنه خوښې خواړه پاخه کړه ، نو نوره به نه قهریده ، راته به کیناسته ، ویل به یې: زویه همدغو خوړو ته مې وس رسي، دومره پیسې راسره نشته چې نور ښه خواړه درته پاخه کړم،  یا به یې راته د خوړو دګټو په باب ډیر څه وویل، چې دا به د زر زر غټ کړي، تکړه به شی او…  یا به یې وویل چې نور ناوخته دی، نه شم کولای بل شی درته پاخه کړم، یا به یې ویل چی اوس کور کې بل شی نه دی پاتې، د هغې خبرې به مې چې واوریدې، نو هماغو خوړو ته به مې زړه وشو ، او ښه په خوند به مې وخوړل. کلونه تیر دی، خو اوس هم چې دسترخوان کې زما د نه خوښې خواړه ایښی وي د مور خبرې مې را یادې کړم، زړه مې ورته وشي، کاشکې موږ ټول ماشومان په خبرو پوهولی


//////


د نورو یتیمو ماشومانو په شان دډیرو ماشومانو زما دمور نوم زده و او له دې خبرې زه په ښوونځي کې ډیر ځووریدم، په تیره دښوونځي په لمړیو ټولګیو کې چې وم نو چا به مې چې دمور نوم واخیست ،سره لمبه به شوم ، دا راته غټه ستونزه ښکاریده ، ان ځینې م ماشومان چې تر ما به واړه هم و، خو زه به یې دمور په نوم ځورولم، کله به یې د کتابونو بکسه رانه کشوله، کله به مې یې بوټونه رانه پټ کړي و، هرې خواته به چې تلل نو یوه لغته، یا د ویښتول کشول به یې ضرور کول.


کله، کله به پسې پاڅيدم، چې وې ډبوم، خو هغه به اوله خبره همدا وکړه چې د مور نوم دې اخلم. بس همدې خبرې به ځای په ځای ودرولم.


عجیبه دا وه چې کلې کې به مې د مور نوم ټولو پيژندلو هلته به چې کوم ماشوم ګواښ وکړ، چې د مور نوم د ې  اخلم ډيره به راته اسانه وه، ورته به مې ویل چې وایې خله، زما د مور نوم خو ټول پيژني.نو هغه به هم غلی شو ، او په خپله مخه به ولاړ 


یوه ورځ مې یوه ماشوم ته هسی ورو څپېړه ورکوله خو هغه یې په پوزه برابره شوه او پوزه یې وینې شوه، بس هلک په ژړا شو او ددنیاتو تر استاده خبره ورسیده، چې راغی  له اصلي کېسې نه خبر شو ، نو وې ویل چې خدای مور ته ډير لوړ مقام ورکړی دی، دا خو موږ یو چې د مور په نوم شرمیږو او دا زموږ کارونه دي، د خدای کار خو دادی چی اخرت کې به ټولو کسانو ته د مور په نوم غږ کیږي، بیا له یوه سره یې په ټولو ماشومانو د مور نومونه واخیستل


اوس وایم کاشکې یا کور کې مشرانو راته ویلي وای، او یا مو هم استادان له اوله په دې ستونزه خبر شوي وای، نو بیا به ماشومان تر دیم او څلورم ټولګي پورې نه ځوریدل


////// 


د نهو کالونو به وم، له روژې مخکې میاشتې پنځلسم و، د برات شپه وه، جومات کې خلکو وویل چې نن شپه کوز جومات کې حلقه کیږي، یعنې تر سهاره په لوړ غږ د خدای په ذکر شپه تیرول دي. د مور تره مې و، خدای دې یې وبښي، ورسره لاړم، هلته ملا تاګل ( عطاګل) حلقي واخیست، د الله، الله چیغې یې وهلې ولوید او خولې یې سپين ځک وکړروژه مې هم ټوله د خدای په عبادت، نفلونو او قران په تلاوت تیره کړه، په قران کې به مې اسم اعظم کوت، وایي هر مراد چې بیا لرې خدای ېي پوره کوي. د روژې د اخرو لسو ورځو طاق شپي مې ډیرې تر پیشنمي پورې په ویښه تیرې کړې.


له اختر مې هم خوند وانخیست، لوبې، د چارمغزو ګټل، هلګۍ جنګول او هر څه رانه پاتې شول. له روژې وروسته هم په یوه همداسې حالت کې وم، ددې دنیا هر څه راته بې معنی ښکاریدل، په لار هر نوراني تیریدونکی سپینږیری کس به راته خضر( ع) ښکارید، لاس به مې ورکاوه او د ښی لاس د غټې ګوتې هډوکی به مې یې په چل سره کوت که یې نه درلودی، چې راټینګ کړی می وای چی ماته اسم اعظم وښایه.


د درسونو تر څنګ مې یوه کار ته هم ډډه نه لګیده، بلاخره په دوو مضمونو کې ناکام شوم.


اوس فکر کوم چې ماشوم ذهن مې د خدای د سترې مینې وس نه درلود، رانه افراط کیدو، او دا چا نه و راښودلي چې افراط هم په اسلام کې نشته، که هغه وخت ځانمرګي روزونکی وای، د جنت په هوس به مې تر ټول لمړی واسکټ اغوستی وای.


//////


په لمړي او دویم ټولګي کې وم، چې کله به له ښوونځي رخصت شو، نو په لاره به نورو ټولګیوالو ځورولم، راته به یې ویل راځه دغرمې ډوډۍ به ستاسو په کور کې وخورو، یابه یې ویل چې نه هسې به شیبه درکره کینوزه په ریښتیا ډیر ډاریدم هسې نه چې دوی ریښتیا دغرمې ډوډۍ ته زموږ کورته لاړ نشي، هره ورځ درخصتۍ په مهال به ماسره یوډول ډار مل و، نه چې راسره لاړ شي، نو ځکه به مې هڅه کوله چې ترڅو دوی دغرمې دډوډۍ خبرې را اخلي زه ځان ترې وباسمیوه ورځ  ما او ورور مې خپل یو ملګری کورته بوته، په لاره مې له زړه نه یو خدای خبر و، نه پوهیدم چې ولې دا ډار راسره دی، همدا چې کورته ننوتو نو لمړی مې دمور سترګوته وکتل، غوښتل مې دهغه په سترګو کې دهغې احساس وګورم، خو عجیبه وه، مور مې ډیره زیاته خوښه شوه، په شکرونو، شکرونو یې خوله وچه شوه، همدا یې ویل خدایه شکر چې زما زامن اوس دومره ستر شوي دي چې میلمه کورته راولي، دمور ددغه حال په لیدو زه ډیر خوښ شوم ، یو ډول دغرور احساس مې وکړ،مور مې پخلنځي ته منډه کړه چې میلمه ته هګۍ پخې کړيله هغې ورځې وروسته نور نو له خپلو ټولګیوالو نه ډاریدم چې ویل به درسره میلمانه کیږو، ان ښه مې په زړه دي چې دهغې ورځې په سبا مې درخصتۍ په مهال خپلو ملګرو ته وویل راځئ زموږ کره میلمانه شئ ، دا خبره هغوی ته ډيره عجیبه وهڅومیاشتې مخکې مې دوراره کلیزه وه ،ولاړم دهغه ټول ملګري مې کلیزې ته راوغوښتل، وراره مې دخپلو ملګرو په شتون کې ډیر خوښ و، ما دهغه له خبرو داسې احساس کړه ، چې هغه ته ځان غټ سړی ښکاري      


//////


په کابل کې مې دریم ټولګی خلاص کړ، جنګ وردګو ته مسافر کړو، د ماما سره اوسیدو، لمړنی کال کې بشیراحمد (مشر ورور مې) او زه له ښونځي پاتې شو، خو له بشیر سره مې ماما په درسونو کې مرسته وکړه، د سویې امتحان یې ورکړ، کامیاب شو. خو زما یو کال ضایع شو. بل کال د درسونو په پيل کې راسره بشیر مرسته وکړه. د لمړیو دوه ورځو درس مې ښه زده کړی و. ښوونکي له درسه وروسته پوښتنه وکړه، چې؛ څوک کولای شي درس تشریح کړي؟ ما لاس پورته کړ. دوهمه ورځ مې هم لاس پورته کړ. احساس مې کاوه چې ټول به خپلو منځونو کې سره وايي چې دا نذیر څومره تکړه دی! د غرور او تکړه توب دې احساس مجبور کړم چې دریمه ورځ هم باید لاس پورته کړم. کور کې مې د سبا ورځې لپاره هم درس ووایه. د درس په وخت کې مې ټول پام دې ته و، چې وکولای شم په درس پوه شم. له څلورنیمو میاشتو ازموینې وروسته دریم نمره شوم. ددې خوند ما مخکې له دې نه و لیدلی. د تکړه توب له احساس سره مې د اول نمره کیدو شوق هم ملګری شو. د کال په اخر کې دوهم نمره شوم. عتیق ولد دستګیر ځکه اول نمره شو چې په ټولګي کې تر ټولو مشر او تکړه هم و. اوس افسوس کوم چې ډیری ناکام شوي او له ښوونځي زړه توری شوي کسان به تکړه و، خو په درس کې د فعال اوسېدلو، او د ښوونکي پر وړاندې د سم ځواب د ورکولو خوند یې نه و څکلی


//////