کور / تازه خبرونه / روسیي دافغانستان سره دګډی همکاری ژمنه وکړه

روسیي دافغانستان سره دګډی همکاری ژمنه وکړه

مسکو: دروسي ږغ راډیو په خپل یوه رپوټ کي ویلي دی ،چي روسیه دټولوهیوادودنړیوالواړیکوپر بنسټ غواړي دافغانستان سره هم ددواړوهیوادودګډوکلتورې ،اقتصادي ،اجتماعي او تجارتي همکاریوګټوری اړیکي ټینګي کړی ،کوم چي ددواړوهیوادوګډی ګټي پکښي نغښتي وي.
«يوری کروپنووف »دروسیه دسیاسي اواجتماعي چارودټولنی غړۍ اودافغانستان اوروسیه دګډی اړیکو اوهمکاریورئیس دروسيه ږغ راډیو ته څر ګنده کړه :چی روسیه دنده لری په افغانستان کي دسولي دټیګښت په راوستلوکي دپام وړ ګامونه واخلې او دجنګ څپلي افغانستان دخلکوسره دجګړي په درولوکی ځانګړۍ هڅې ترسره کړی. هغه وویل :په افغانستان کي دجګړۍ دوام اوناکراری زموږ ددواړوهیوادوپه ګټه نده ،اودافغانستان ناامنیتي داهیوادبیرته د نشه یي توکودنړیوال بازار مرکز ګرځیدلای شي. هغه زیاته کړه موږ نشوکولای پرهغو شیانوسترګي پټي کړو،کوم چي په افغانستان کي اوس تیریږي .افغانستان او روسیه ددوستي ګډ تاریخ لری اوموږ باید دتیروواکدارنو دتیروتني سره سره دافغانستان او روسیه دخلکو دراتلونکي دوستي ضمانت وکړو.
کروپنووف څرګنده کړه ،چي افغانې ټولنه پرڅو ډلوویشل شویده ،چي یوه ډله یی دروسیه په هیوادکي اوسیږی اودهغه ځاي تابیعت او پاسپورت لری. موږ دافغانستان دراتلونکي پرمختګ لپاره یوه ځانګړۍ نسخه لرو. هغه داچي زموږ مسلکي انجنیران ، علمي کار پیژندونکي اومسلکي پرسونل دافغانستان په بیارغونه کي په زړه پوری رول لوبولای شي. روسیه کولای شي چه دافغانستان سره دلوړوزدکړو، روغتونونو. ښوونځیواودتجارت په چاروکي دودي او پرمخ تګ په لاره کي کوټلي ګامونه واخلي . دخوشالې ځای دئ چي په افغانستان کي دروسیي دیوه پیاوړی لیکوال( لیوتلستوی )کتاب د«جنګ او سوله» په نامه په افغانی ژبه ژباړل شویدي اوموږ ته دا پیغام راکوی چي دافغانستان خلک ددي کتاب دلوستلو سره ډیره علاقه لری.
اوس په کابل کی دروسیه دکورجوړولواوسړکونودجوړوني لوی شرکتونه وجود لری اودروسیي کار پوهان دافغاني همکارانوسره یو ځاي دافغانستان دپرمختیایي پروژو په بشپړولو کي بو خت دی.