کور / تازه خبرونه / د بلور په وژنه « افغان ملت گوند » خواشيني ښکاره کړه

د بلور په وژنه « افغان ملت گوند » خواشيني ښکاره کړه

د افغان ملت ملي مترقي ګوند لروبر ته په راستول شوې خبرپاڼه کې څرگنده کړې چې دعوامي نيشنل ګوند د مهم مشر او د پښتونخوا ایالت د ستر وزیر بشیراحمد بلوروژنه د لر او بر پښتنو لپاره ستره او نه جبران کیدونکې ضایعه ده . بشیراحمد بلور په کلونو کلونو د خپل ولس په خدمت کې تیر کړ او په ډیره میړانه یې د پښتو ، پښتونولۍ او دفخر افغان باچاخان د عدم تشدد د فلسفې د تحقق لپاره د عوامي نيشنل ګوند د سنګر نه مبارزه کوله چې بالاخره یې د خپل ځان نذرانه هم وړاندې کړه . بلور د ترهه ګرو پر ضد په ښکاره یو ولسي دریځ درلوده چې د خپل همدې موقف له کبله د دین او ولس د دښمنانو له لاسه په شهادت ورسول شو . (انالله و انا الیه راجعون)بشیراحمد بلور د ډیرو ښو صفاتو خاوند ، ریښتونی مسلمان او پښتون او د خپلو خلکو مخلص خدمتګار وو او په سیاست کې پیاوړی وو . په وار وار یې د خپل ولس نه د اعتماد د رای په اخستلو په ولایتي اسمبلۍ کې د خپل ولس نمایندګي کړې وه او همدا راز یې د صوبايي وزیر په صفت هم د خپل ولس ډیر خدمت ترسره کړی دی . د شهید بشیراحمد بلور کورنۍ او په خاصه توګه د دوی مشر ورور ښاغلي غلام احمد بلور د افغان ملت ملي مترقي ګوند او خدای بښلي شمس الهدا شمس سره نږدې اړیکې درلودې . د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانجینیر اجمل شمس د خپل ګوند په نمایندګۍ دعوامي نيشنل ګوند د مشر ښاغلي اسفندیارولي خان ، د بشیراحمد بلور مشرانو ورورنو ښاغلو غلام احمد بلور او الیاس بلور ، د دوی ځامنو ښاغلوهارون بلور او عثمان بلور او دکورني ټولو غړو ته د غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوې ، بلور ته جنت فردوس اود کورنۍ غړو ته د صبر جمیل دعا کوي .