کور / نوميالي / افغان سید جمال الدین د شاعر په توګه

افغان سید جمال الدین د شاعر په توګه

لیکوال : پوهاند علامه عبدالحی حبیبي (رح)
ژباړن : محمدالله احساس


افغان مېړنی او ستر سړی سید جمال الدین د ځلانده لمر په څېر د افغانستان د کونړ له افقه راوخوت او پر استانبول ولوېد. نوموړی یو نړیوال شخصیت وو او نړۍ یې وځلوله.



د شرق بچیانو ته یې له کلکتې تر قاهرې او استانبوله د حریت،اخوت او وحدت زده کړه ورکړه. د استبداد او استعمار پر وړاندې یې مبارزه کوله او د زښت زیاتو غورځنګونو او نهضوتونو بنسټ یې د ختیځ په ګوټ – ګوټ کېښود؛ چي بیا له ده وروسته د نیول شویو هیوادونو د خپلواکۍ او استقلال اخستلو جوګه شول. همداراز د سید زده کړیالانو هر ځای د سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو او ویښتابه لپاره نهضتونه را وټوکول. په ټولیزه توګه هر څه چي نن – سبا په ختېځو هیوادونو کي تر سترګو کېږي ،ډېری یې د نوموړي په لاس د هغو کرل شویو او خښو کړیو نیالګیو ثمر او بار دی چي د خپل ژوند په اوږدو کي يې پاللي او روزلي ول.


د سید د افکارو او احوالو په اړه تر دې مهاله د ختېځ او لویدېځ په ګڼو ژبو کي آثار او بېلابېل کتابونه کښل شوي دي ؛خو د نوموړي د شاعرۍ په اړوند مو کوم لاسوند نه درلود.


همدا سږ کال (*)په تهران کي د سید د کتابونو،یادښتونو او لیکنو ستره زېرمه ترلاسه او د ټولو فهرست یې د یو شمېر لاسوندونو (اسنادو) له عکسونو سره یو ځای خپاره شول او په همدې لیکنېزو مدارکو کي د سید پر خپل لیک لیکل شوي ځینې شعرونه هم شته .


داسي جوتېږي چي سید کله نا کله د هنر او تازه ګۍ پر لار په پارسۍ ژبه شعر هم لیکه،کله به یې غزل ، قطعه لا مثنوي لیکله .د ادبي مزایاوو او فصاحت له مخې د نوموړي شعرونه په منځنۍ درجه کي راتلای شي.


سید د فکر او عمل سړی وو او په مقام کي تر شاعر لوړ دی.نوموړي نیک او ښه شخصیتونه روزل،له ټولنیزو بخولو (ستونزو) او ټولنیزو مفاسدو سره پر مبارزه بوخت وو او په همدې لار یې سخت او خورا ډېر رنځونه او کړاوونه وګالل ؛څو پر دغه لاره له نړۍ څخه وکوچېد.


دا هېڅ عیب نه دی چي ښاغلی سید دي یو شاعر هم اوسي او کله نا کله دي خپله سیاسي او ټولنیزه تنده پر خوږه او پسته شاعرۍ هم خړوبه کړای شي.


پر دې پار چي د نوموړي د شاعرۍ بېلګه مو وړاندې کړې وي،دا دی د ده له ساقي نامې څخه چي ډېره مفصله او اوږده ده او خوا و شا سل بیتونه لري، انتخاب وړاندي کوو.


دا ساقي نامه یوازې یو وچ او بې روحه شعري اثر نه دی،بلکې د سید د غورځنګي روح،فکر،مسلک او فلسفې ښکارندوی هم دی :


 


مغنی بیا لحن نو ساز کن
زنو داستان خوش آغاز کن
بګو سرهای جهان کهن
بیان کن رموز نهان و علن
زآغاز و انام برګو نخست
رموز عیان و نهان ګو درست
بآهنګ خوش سر هستی سرای
بقانون نو اندرین درد رای
الا چند در پرده مانی نهان
بیا با دف و جنګ بر ګو عیان
زبالا وپستی زظلمت زنور
ز روز ازل تا به یوم نشور
بیانی کن از عشق و زعاشقی
بګو شرحی از شوق و زشایقی
که عاشق و که معشوق و عشق از چه خاست؟
جهان از چه شد؟ و زچه اکنون بپاست؟
ګه از پست آغاز و ګه از علاء
زغبرا بګو نکته ها در سماء
بګو شمهء از نفوس و عقول
بیانی که مدهوش ګردد غفول
بوحدت چو آبی چنان ګو سخن
که نشنیده باشد کس اندرزمن
بده ساقی آن آتشین آب را 
بساغر بریز آن می ناب را
شراب کهن ده که پژمرده ام
از دیر فانی دل افسرده ام
بده باده چندان که مستم کن
زخود بیخود ومی پرستم کن
چو بخشیم از آن تلخ شیرین مذاق
ګشم رخت و این رطه طاق
بیان سازم اسرار بالا و پست
بګویم رموز نهان هرچه هست
مرا می ده ای ساقی نیک رو
به می نامم از لوح هستی بشو
چی می نوشم آسایم از هر غمی
شوم بیهش و فارغ از عالمی
ز می میتوان راه بزلا سپرد
به می میتوان ظلمت از دل سترد
دل آهنګ دیوانګی ساز کرد
زنو ناله و ګریه آغاز کرد
به یاد آمدش نجد و یاران نجد
چو آن اشتر مست آمد به وجد


خدا را عنان دل از دست شد
دګر باره شیدا و سرمست شد
که آهنګ بطحا کند ګه عراق 
کشد نالهء سوزناک از فراق
باقی بګو کای خدای تو جان!
علاج چنین دل به می میتوان
مرا آنقدر باده در حلق ریز
که بیخود فستم تا دم رستخیز
بده ساقی آن راحت روح را
بده ساقی! آن ګنج مفتوح را
میم ده بآواز چنګ و رباب
به می و ارهانم ازین پيچ و تاب
دو جامی از آن بادهء سالخورد
که بر اصل بودش کسی پی نبرد
بمن ده که بس زار و افتاده ام
دل افکار و مستقی باده ام
اګر حاجتم را نسازی روا
بکوی سبوکش برم التجاء
به میخانه آیم کنم صد فغان
زنم دست بر دامن این و آن
ګهی ناله و ګاه زاری کنم
ګهی دست حسرت بسر بر زنم
خدا را بمن ساقیا باده ده!
دو صد جام زرینم آماده ده
میم ده که غم باز لشکر کشید
دګر جامهء طاقت از هم درید


زمی ساتګین را تو لبریز کن
از آن آتشین آشتم تیز کن!
خراباتیان را زمن ده سلام
که دل باز بګرفت از کف زمام
پریشان وشیدا و دیوانه شد
زکعبه دوان تا به بتخانه شد
دلم را به می ساقیا چاره کن!
کرم کن به تیغیش صد پاره کن!
خرابات را ره پدیدار نیست
ندانم مرا راهبردار کیست؟
بشنو ساقی! از بهر حق رهبرم
به جامی ازین درد و غم و اخرم
مرا تا خرابات شو راهبر!
به باده خرابم کن آنګه ببر
کجا شوق باده بسر داشتم!
کی از ذوق مستی خبر داشتم؟
مرا می پرستی بیاموختی
در آخر زهجران می سوختی
زرنج خمارم به می و ارمان!
به می و ارمانم زرنج نهان 
بیا ساقی ای مونس جان من!
شفابخش هر درد پنهان من!
دلم باز دیوانګی ساز کرد
کجایی کجای! دل آغاز کرد
زمستی ګذشت و زهر عیش و نوش
زهجران ساقی در آمد ماه کو؟
همی ګویدم: دل که آن ماه کو؟
نخواهم می و ساغر و آن شاه کو؟


***


پای


یادونه : د مرحوم علامه حبیبي (رح) دا لیکنه د پښتو ږغ مجلې د شلمې ګڼې په ۵ مخ کي چاپ شوې او ما یې ژباړه د علامه حبیبي شل مقالې (دوولسمه برخه) کتاب څخه ترسره کړې . (احساس)