کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبانو اسلام اباد ته د مشروط اوربند وړانديز وکړ

پاکستاني طالبانو اسلام اباد ته د مشروط اوربند وړانديز وکړ

اسلام اباد: د بي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو اسلام اباد ته د مشروط اوربند وړانديز کړى دى. په دغو شرطونو کې په پاکستان کې د شرعي نظام راوستل او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د مرستې پر ځاى له هند څخه غچ اخيستلو ته پام غوښتل شوى دى.پاکستاني ورځپاڼه ليکونکى سليم ساپي وويل “په ليک کې چې په اردو ژبه دى طالبانو په افغان جگړه کې د پاکستان د ” شراکت دارۍ” د ختمولو غوښتنه کړې ده، چې د دې مطلب له ناټو او امريکا سره د همکارۍ ختمول دي.”د پاکستان د پنجاب په ايالت کې د تحريک طالبان پاکستان د امير عصمت الله معاويه له خوا پاکستاني رسنيو ته په ليږل شوي ليک کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې له امريکا سره اړيکي ختمې کړي او د هېواد اساسي قانون او بهرنۍ تگلاره له شرعيت سره سمه جوړه کړي.د پاکستاني طالبانو مرکزي وياند احسان الله احسان د رايټرز خبري اژانس ته د تيلیفون په کرښه د دغه ليک تاييد کړى او ويلي يې دي چې په دغه ليک کې د يادو شويو شرطونو ملاتړ کوي.په ليک کې ويل شوي د پاکستان تر ټولو لويه تېروتنه دا وه چې په افغانستان کې د دوى په وينا د امريکا جگړې کې شامل شو او دا جنگ يې پاکستان ته راوست.د پاکستاني طالبانو په ليک کې دا هم راغلي چې دوى د افغانستان او کشمير پر ځاى د پاکستان پر ضد جگړې ته اړ شوي دي.دوى د دې چارې مسووليت د پاکستان پر حکومت او پوځ اچوي.په ليک کې د پاکستان له پوځه غوښتل شوي چې د دوى په وينا خالص اسلامي پوځ دې ترې جوړ شي او د امريکا لپاره دې کار نه کوي.عصمت الله معاويه په خپلو وړانديزونو پاکستاني حکومت ته لارښونه نه شي کولى”د پاکستاني طالبانو په دې ليک کې د دغه هېواد د دوو سياسي گوندونو مسلم ليگ نواز چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف دى، او د کريکټ د پخواني اتل عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف په اړه ويل شوي چې د چوپتيا تگلاره يې غوره کړې ده.خو دغه ليک په پښتون ملتپاله عوامي نشنل گوند باندې تور لگوي چې گواکې پر امريکايي ډالرو پلورل شوى دى.دوى د الطاف حسين په مشرۍ د هندي مهاجرو متحده قومي غورځنگ هم په همدې تور تورنوي.د پاکستاني طالبانو ليک وايي که عوامي نشنل گوند تگلاره بدله کړي نو دوى يې بخښلو ته چمتو دي.تېره اوونۍ د عوامي نشنل گوند يو لوړ پوړى غړى بشير احمد بلور په پېښور کې د يوۀ ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو چې پړه يې پاکستاني طالبانو په غاړه واخيسته.د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د طالبانو د دغه ليک په ځواب کې رسنيو ته ويلي چې عصمت الله معاويه په خپلو وړانديزونو پاکستاني حکومت ته لارښونه نه شي کولى.د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا هم وايي چې دۀ د افغانستان له ولسمشر څخه غوښتي دي چې عصمت الله معاويه او مولانا فضل الله دې دوى ته وسپاري.