کور / راپور / اسلام اباد:دوګړنيزوخبرو اترو دپياوړتيا کنفرانس پېل شو

اسلام اباد:دوګړنيزوخبرو اترو دپياوړتيا کنفرانس پېل شو

دوګړنيزوخبرو اترو پياوړتيا دا دهغه دوه ورځني کنفرانس موضوع ده ، چې دميديوتيک افغانستان په نوښت ، دپيښورپوهنتون او يوشمېرنوروادارو په همکارۍ دپاکستان په اسلام ابادکې رابلل شوی ،په دغه کنفرانس کې له افغانستان او پاکستانه ګڼ شمېر خبريالانو، دمدني ټولنې غړيو، سياسي اشخاصواو پوهانو پکې برخه اخيستې ده ،چې دکنفرانس ګډونوال به په دغو دوو ورځو کې دسولې په اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې وکړي.


دکنفرانس په لومړيو کې دپيښور پوهنتون دژورناليزم پوهنځي ريس ډاکټرشاه جهان دکنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ترڅنګ يې ددې ډول کنفرانسونو په اهميت ، اغيزمنتوب او ددې کنفرانس لپاره په ټاکل شوې موضوع ، چې دسيمې لپاره حياتي مسله ده رڼا واچوله.


ښاغلي شاه جهان دميديوتيک افغانستان څخه هم ډيره مننه وکړه ، چې له دې وړاندې يې هم په ورته مهمو مسايلو په ځانګړي ډول دسولې په تړاو ، چې دا مهال ورته جدي اړتيا ليدل کيږي کنفرانسونه رابللي ،چې ډير اغيزمن ثابت شوي دي.


کنفرانس وروسته دقران مجيد دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت  کولو سره پېل شو ، چې کنفرانس ته پيليزې خبرې دافغانستان ميديوتيک مشرحميدالله ځاځي وکړې ، ښاغلي ځاځي وويل ،ميديوتيک افغانستان تل هڅه کړې ، ترڅو دسولې دټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي او دا شپږم کنفرانس دی ، چې دسولې دخبرو دټينګښت، تداوم او پياوړتيا په موخه يې رابولي.


 


دکنفرانس بل تن ګډونوال دکوهاټ پوهنتون ريس پروفيسر ډاکټرناصر جمال وه ، چې دکنفرانس لپاره دټاکل شوې موضوع په ارزښت يې هراړخيزې او جامع خبرې وکړې.


نوموړي وويل ، هغه قومونه په ځانګړي ډول پښتانه ،چې دامهال له بېلابېلو ستونزو کړيږي يوشمېر يې دوی په لوی لاس په خپلو چاپيريال کې زيږولې دي، دوی له ټولې نړۍ ځان يوې څنډې ته کړی او نوره نړۍ ، چې پرمخ روانه ده دوی ترې پريوه بل مسير حرکت پېل کړی دی او نورې نړۍ ته دجنګ کولو له لارې داسې ښايو ،چې ګواکې موږ ژوندي يو او پدې ځمکه حضور لرو.


دسرچينې په وينا، روانه ، چې په دې سيمو کې روانه ده هغه ډرامې ته ورته شوې، چې هرلوبغاړي پکې خپل رول له لاسه ورکړی وي او هرلوبغاړی څو ځلې په بېلابېلو رولونو کې په ډرامه کې راڅرګنديږي.


پروفيسر ډاکټرناصر جمال په ټينګارسره وويل ، که چيرې دهغو سيمو خلک ، په ځانګړي ډول پښتانه ځانونه جوړ نه کړي، له نورې نړۍ سره په هره برخه کې سالمه سيالۍ ونه کړي نوله دې به بدتر ددوی په سيمو کې به جنګ جګړې وي ، زورول کيږي به اوپه سيمو کې به يې هېڅ ډول پرمختګ نه کيږي له همدې امله دوی ته ښايي، چې له دې ستونزو ځان وژغوري ، خپلې سيمې له ورانۍ وژغوري او راتلونکي نسل ته پرامنه اوسوکاله چاپيريال رامنځته کړي.


دکنفرانس دلومړۍ برخې يوتن بل ګډونوال ،چې دکنفرانس ګډونوالو ته يې دپاکستان او افغانستان داړيکو ، درسنيو درول او نورو مسايلو خبرې وکړې په اسلام اباد کې دافغان سفارت      شمس زردشت وه ، نوموړي په خپلو خبرو کې هم ددې ډول برنامو په اغيزمنتوب رڼا واچوله او وويل ، چې دخلکو ترمنځ اړيکو په ځانګړو ډول ددغو دوو ګاونډيو هېوادونو دخلکو او مدني ټولنې دفعالانو اړيکې بايد تردې هم پياوړې شي، راشه درشه تردې هم ډيره شي ترڅو دسولې دټينګښت لپاره اغيزمن ګامونه واخلي او دسولې دټينګښت لپاره په شريکه هلې ځلې وکړي.


نوموړي وويل ، په تېرو کلونو دغې مسلې ته چا پام نه وه کړی ، چې دخلکو دتګ او راتګ ، ناستو او مدني ټولنې دفعالينو ګډې برنامې په لاره واچوي ، چې ميديوتيک په دې برخه کې ډير اغيزمن کړی او ترډيره بريده پردې بريالۍ شوی ، چې د دواړو هېوادونو دژورناليستانو او مدني ټولنې دغړيو ترمنځ ګډې ناستې راوبلي.


دښاغلي زردشت په خبره ، داچې ويل کيږي ،چې راتلونکي کلونه دافغانستان لپاره مهم دي دا يوازې دافغانستان لپاره نه بلکې دپاکستان او سيمې لپاره هم ډير مهم دي ،چې بايد ولسونه له په ګډه دټولو ستونزو دهواري لپاره لاسونه سره ورکړي او ټولو ګډو مشترکو ستونزو ته دپای ټکی کيږدي او همدارنګه دغه لړۍ په رسمي خبرو اترو او رسمۍ ډيپلوماسۍ باندې هم ښه اغيزه کوي.


نوموړي وړانديز وکړ،چې په تېره څه موده کې څو ځلې افغان ژورناليستانو، سياسيون ، دمدني ټولنې غړي او يوشمېرنوروکسانو دپاکستان په خاوره کې دپاکستاني خوا له ژورناليستانو او نورو صنفونو له غړيو سره ناستې کړې ، داچې دغه لړۍ غښتلې شي بايد دپاکستان وخوا څخه هم دبېلابېلو صنفونو استازي او غړي افغانستان ته سفر وکړي ترڅو دغه لړۍ لا نوره هم غښتلې شي.


ددې ترڅنګ دپاکستان له حکومت څخه يې هم وغوښتل ، چې په پاکستان په لکونو مهاجر ميشت دي او دوی دې ته اړتيا لري ،چې دخپل هېواد له حالاتو څخه خبر شي نو لازمه ده ،چې دوی په پاکستان کې دافغان ټي وي چينلونو ته دنشراتو اجازه ورکړي.


وروسته دپاچاخان ټرست مشرخالد حسين هم ګډونوالو ته خبرې وکړې او وويل ، چې د دواړو هېوادونو داوسېدونکو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نشته بلکې اساسي ستونزه ددولتونو په کچه ده ، چې ټول اړخونه دخپلو ګټو دخونديتوب هڅې کوي.


مدني ټولنه او ژورناليستان بايد هغه بد او غلط تصور ،چې ددواړو هېوادونو خلک يې له يوه اوبل څخه لري بايد ددې ناوړه پديدې پرضد مبارزه وکړي ،ددغې ستونزې دهواري لپاره دخلکو ترمنځ راشه درشه هم برجسته رول لوبولی شي.


ورپسې کنفرانس ته دافغانستان دسيمه ييزو مطالعاتو مشر عبدالغفور ليوال خبرې وکړې نوموړي وويل ، په دغه سيمه ،چې دامهال پراور بل دی څلور اساسي شيان لکه عاطفه ، دين، اخلاق او عقيده دګټو قرباني شوې دي او واړه سياستونه يوازې پرګټو څرخي.


نوموړي وويل ، ترڅو په دې سيمه کې سياست انسان محوره شوی نه وي شونې نده ، چې په دې سيمه کې دې سوله او ثبات قايم شي.


ښاغلی ليوال زياتوي، مدني ټولنه او ژورناليستان بايد دغه ارزښتونه را ژوندي کړي ځکه ،چې دولتونه دغې مسلې ته پام نه کوي او که چيرې دغو مسايلو ته متوجه شو نوشونې ده چې دسيمې په کچه ټولې ستونزې هوارې شي او دلته داسې کسانو ته اړتيا ده ،چې دغو ارزښتونو ته درناوي ولري او په پښو يې ودروي  او يادو شيانو ته په ګټو برتري ورکړي


کنفرانس به تر دوو ورڅو پورې روان وي او په دې دو ورځو کې به دې کنفرانس ګډونوال دسولې دخبرو اترو دلاپياوړتيا په موخه نظرونه سره شريکوي او په هغو لاروچارو به غږيږي ،چې کولای شي  دسولې خبرې اترې پياوړې کړي ترڅو په دې سيمه کې ،چې دامهال پکې جنګ جګړه سوله اوثبات قايم شي.


ديادولوده ، چې له دې وړاندې هم ميديوتيک افغانستان ورته کنفرانسونه رابللي ، چې ډير اغيزمن ثابت شوي او ترڅنګ يې داسې برنامې هم جوړې کړې، چې دپاکستان او افغانستان په لسګونو ژورناليستانو پکې برخه اخيستې.