کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان کې ډورن برید شوى

شمالي وزیرستان کې ډورن برید شوى

چارواکي وايي شمالي وزیرستان کې د ډرون برید په پایله کې پنځه بهرني طالبان وژل شوي دي.د قبالي سیمې ځايي چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور درې توغندي توغولي، چې په پایله کې په دغه کور کې موجود پنځه بهرني طالبان وژل شوي دي ځايي چارواکي وايي دغه برید له مېرانشا څخه ۴۰ کیلومتره لېرې د دته خیلو په ماني ګربز سیمه کې شوی،.د ځايي چارواکو په وینا د وژل شویو کسان په اړه کره معلومات نه شته، چې د کوم هېواد اوسېدونکي دي