کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي دوه لومړني ښوونځي پرانستل سول

په پنجوايي کي دوه لومړني ښوونځي پرانستل سول

کندهار افغانستان- دواړي ښوونځۍ ودانۍ نه لري چي د يوې لپاره ورته ځايي اوسېدونکي خپله شخصي مځکه په قطعي ډول ورکړي او د بلي لپاره بيا هم د ولسوالۍ يو قومي مشر د دودانۍ تر جوړېدو پوري خپل مېلمستون ورکړي.
د پوهني ريس پنجوايي ولسوالۍ ته په خپل سفر کي وويل چي دواړو ښوونځيو ته به ودانۍ جوړي کړي.
د صالحانو دکلي يو ځايي اوسېدونکي خپله شخصي څلور جريبه مځکه د پوهني رياست په واک کي ورکړل تر څو د پوهني رياست د امام ابوحنيفه رح په نوم دلومړني ښوونځي لپاره پرې ودانۍ جوړه کړي.
په همدې اړه د کندهار د پوهني ريس شېر اغا صافي او د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق د صالحانو کلي ته سفر وکړ او هلته يي دامام ابوحنيفه په نوم د ښوونځي پرانستنه وکړه.
د ياد ښوونځي زده کونکو خپل درسونه دا مهال تر خيمو لاندي پيل کړل .
د صالحانو د کلي دې لومړني ښوونځي کي چي د پوهني د ريس او ولسوال له خوا پرې قرطاسيه هم ووېشل سول د اوس لپاره ١٣٠ تنه کوچنيان پکښي زده کړي کوي ،چي له جملې څخه يي ٦٠ تنه انجوني دي .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق وويل چي د داود شاه په نوم ځايي اوسېدونکي د امام ابوحنيفه په نوم د لومړنۍ ښوونځۍ لپاره څلور جريبه مځکه په واک کي ورکړي چي وروسته به يوه ودانۍ پر جوړه سي.
د کندهار د پوهني ريس شېر اغا صافي ژمنه وکړه چي د مځکي تر لاسه کولو وروسته به دوى ډېر ژر د صالحانو د کلي او شاخوا کليو لپاره يوه ودانۍ جوړه کړي .
د نوموړي مځکي مالک داود شاه وويل چي ډېر خوشحاله دي چي ددولت سره د نورو همکاريو تر څنګ يي خپله څلور جريبه شخصي مځکه د ښوونځى د ودانۍ لپاره ورکړه.
همدارنګه د کندهار دپوهني دريس او د ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق له لوري يوه بله لومړنۍ ښوونځۍ د يادي ولسوالۍ د چلغور په کلي کي پرانستل سوه او پر زده کونکو يي قرطاسيه توکي ووېشل سول.
د چلغور د سيمي ښوونځۍ هم ودانۍ نه لري او ديادي سيمي يو تن قومي مشر خپل ميلمستون د ښوونځۍ دودانۍ د جوړېدو پوري ورته وړکړى دي .
په دې ښوونځي کي هم سلګونه نارينه او ښځينه زده کونکي زده کړي کوي ،چي په خپل کلي کي د ښوونځۍ په پرانستلو او درسي توکو په تر لاسه کولو ځايي اوسېدونکي او زده کونکي خورا خوښ برېښېدل .
د کندهار د پوهني ريس شېراغا صافى وايي چي لومړى ګام يي د تړلو ښوونځيو پرانستل دي چي وروسته به ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سي .
د يادوني وړده چي دامهال په پنجوايي ولسوالۍ کي امنيت تامين دي چي د مسولينو په وينا اوس ټول خلګ دي ته تيار چي په خپلو سميو کي ښوونځي فعاله کړي او ساتنه يي هم په خپله وکړي