کور / تازه خبرونه / په ميرويس روغتون کي وړکتون پرانستل سو

په ميرويس روغتون کي وړکتون پرانستل سو

د کندهار په ميرويس روغتون کي د ملي تجارانو په مرسته يو باب داخل کار کودکستان جوړ سوى چي نن د کندهار والي لخوا رسماً پرانستل سو.
دغه وړکتون د شپږو مياشتو په اوږدو کي د څه باندي نهه ميليونه افغانيو په لګښت سره د شپږو مياشتو په اوږدو کي جوړ سوى چي مالي مرسته يې د شاداب ظفر ساختماني شرکت لخوا سوې ده.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن سهار د ميرويس روغتون په انګړ کي د يادي ودانۍ تر پرانستني وروسته د رسنيو سره په خبرو کي د ملي تجارانو دغه کار د خورا زياتي ستايني وړ وباله او نور يې هم تشويق کړل چي ورته کارونو ته مخه کړي.
هغه زياته کړه: دغه وړکتون د کندهار په سطحه په محل کار کي تر ټولو لومړى وړکتون دى او ښځينه کارمندانو په خاصه توګه ميندو ته به دا چانس ورکړي چي په ښه زړه سره په دوايرو کي کار کولو ته اماده سي.
نوموړي له شاداب ظفر شرکت مننه وکړه چي په دغه ډول يوه ابتکار سره يې هغو ډاکټرانو او په خاصه تګه ښځينه کارمندانو ته ددې زمينه مساعده کړه چي هم کار وکړي او هم يې د اولادونو د تربيې له ناحيې اندېښنه کمه سي.
د ميرويس ظفر شرکت د مسؤلينو له ډلي حاجي يونيس په خپلو خبرو کي وويل چي دغه کار يې د هغه درنښت په خاطر چي دوى يې په دولتي ادارو او په خاصه توګه د طبي کارمندانو لپاه لري کړى او پلان لري چي په نورو برخو کي هم عامه المنفعه چاري سرته ورسوي.
د نوموړي په خبره چي طبي کارمندانو او په خاصه توګه د ميرويس روغتون مسؤلينو او ډاکټرانو له لسيزو راهيسي د خپلو اړو، بې کسه او بې وسه وطنوالو لپاره خدمتونه کړي او ددې وړ دي چي د اولادونو د آيندې لپاره يې فکر وسي او غم يې وخوړل سي.
هغه په راتلونکي کي د نورو ورته کارونو د کولو په اړه هم شنه څراغونه ورکړل او په عين حال کي يې له ولايتي ادارې وغوښتل چي له سوداګرو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.