کور / تازه خبرونه / ځوانه افغانه نجلۍ په هندی فلم کي برخه اخلې

ځوانه افغانه نجلۍ په هندی فلم کي برخه اخلې

کابل ( دپژواک دخبری اژانس درپوټ له مخې يوه افغانه نجلۍ، چې په سويډن کې اوسېږي، د لومړي ځل لپاره د هندي سينما په يوه فلم کې راڅرګنديږي.
دغه ٢١ کلنه نجلۍ جايحانه خان نومېږي، دا مخکې په اروپايي هېواد سويډن کې اوسېده، خو اوس په هندوستان کې ژوند کوي.
هغې ته که څه هم په فلمونو کې دکارکولو له امله کوم ګواښ نه دى شوى، خو په راتلونکي کې، چې ګواکې ګواښ ورته پېښ نه شي، په اندېښنه کې ده.
جايحانه خان ، چې تر اوسه افغانستان ته نه ده راغلې، د ډيلي بيسټ په نوم له يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.
هغې زياته کړې: ((زه د يوې افغانې په توګه لومړۍ نجلۍ يم چې په هندي فلم کې رول لوبوم، نه پوهېږم، چې افغانان به زما د فلم تر خپرېدو وروسته څه ډول غبرګون وښيي.))
نوموړې د بمبۍ مېرر (د بمبۍ هېنداره) په نوم فلم کې مرکزي رول لوبولې او ټاکل شوې چې دغه فلم د ٢٠١٣ کال د جنورۍ په ١٨مه په هندي سينماګانوکې نندارې ته وړاندې شي.
د دغه فلم کارګردان (ډايرېکټر) انکوش بهټ دى، د غالب اسد بهوپالي له خوا ليکل شوى او راينا جوشي جوړکړى دى.
په ياد فلم کې سچېن جوشي بل مرکزي رول لري، دغه راز په فلم کې پرکاش راج، مهېش منجرېکر، وېمالا رامن ادېتيا پنچولي هم برخه اخيستې ده.
جايحانه خان په دې مرکه کې ويلي، چې دياد فلم جوړوونکي د يوې نوې څېرې په لټه کې وه؛ نو ځکه يې دا انتخاب کړه.
هغې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څېره يې هندوستانيانو ته ورته نه ده، وويل: ((زه پر خپلې افغانۍ څېرې وياړم، د فلم جوړوونکي زما په ليدلو سره دا پرېکړه وکړه، چې په فلم کې وکړم.))
دا چې جايحانه خان څه ډول باليووډ ته ځان رسولى؟ وايي، چې د ١٩٨٠ په لسيزه کې يې پلار له افغانستان څخه سويډن ته کډوال شو او هلته يې له يوې هسپانيوۍ نجلۍ سره، چې له واده مخکې مسلمانه شوې وه، واده وکړ.
هغې زياته کړه: ((مور مې راسره په دري ژبه خبرې کوي او زه په سويډني او انګليسي ژبو هم ښه پوهېږم، زه په بشپړه توګه ځان يوه افغانه محسوسوم.))
د نوموړي په وينا، چې په سويډن کې هم د افغانانو په څېر ژوند کوي.
جايحانه خان وايي، چې په لومړيو کې د نرسې په توګه روزل شوې وه، خو دې غوښتل چې يوه هنرمنده شي.
هغې زياته کړې: ((مور او پلار مې په دغه کار کې ملاتړي دي، پلار مې راته وويل، چې هندوستان ته ولاړه شه او هلته خپل هنري ژوند پيل کړه.))
د نوموړې په وينا، دا چې دا څه کوي، مور او پلار يې ورسره کار او غرض نه لري.
دا وايي: ((زه د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه يم، خو فکر کوم چې ډېرى افغانان به زما له مسلکي کار څخه خوښ وي او زما ستاينه به وکړي.))
د افغانستان د سينما داکاډمۍ غړي او دافغان فلم رئیس انجنير لطيف وايي، دى هم خبر دى چې جايحانه په هندي فلم کې رول لوبوي او مخکي هم په وړو وړو فلمونو کي را ښکار شوی وه.
د یادولو وړده چي تر دې مخکې هم یو شمېر افغانو انجونو په هندي او افغانې فلمونواو ډراموکې دلوبغاړوپه توګه ډول ډول رولونه ترسره کړي دي ، او دغه کاردافغانستان د سينما دپرمختګ او ودي لپاره ډېر ګټور دى؛ ځکه چې هلته يې درولونو په لوبولوتجربې زياتېږي اونوي تخنيکونه زده کوي. دافغانستان د ښځینوو لوبغاړو رول په افغانې فلمونوکي د۱۹۷۰ کلونو مخکي پیل شوي او په وروستیو کلنوکي یی د پام وړ وده کړیده.