کور / سياسي / جیو پولیټیک

جیو پولیټیک

ما د لر او بر سره په خپله مرکه کي د ، هم می ووژنی پخپله …تر عنوان لاندی ، په لنډه توګه د برتانیې د جیو پولیټیک پلار ، هالفورډ مک کینډر و یوې مفکوری ته چی د افغانستان په باب وه لنډه اشاره کړی وه . ده د افغانستان فوق العاده ستراتیژیک اهمیت ته اشاره کړی او ویلې یې وه چی افغانستان هغه سیمه ده چي سمندری او مځکنی قواو هلته سره مخامخ کیږی . که ښه فکر و کړو د جهاد لس کلونه بل څه نه وه بېله دی چی په افغانستان کی د دغو دو قواو تر منځ د سیالۍ وژونکې لوبه روانه وه چی قربانیان یې افغانان وه . دا خو نه د افغانانو جنګ وو او نه دی ! په هر صورت .




ما ته ډیرو کسانو و لیکل چی دوی په دغو دو اصطلاحو نه دی پوه سوی او که امکان لری چی زه دوی ته تشریحات ور کړم . دا کار بېله دې چی زه د مک کینډر پر تیوری د یوې مقالې په ترځ کی خبری و کړم ممکن نه وو .
زه د څه وخت راهیسی بل ځای خورا سخت مصروفه وم تر هغو چی زما انډیوال عبدالله احسان ګل را غلی او په خورا بېرحمانه توګه یې د فیس بوک له خواږه خوبه را ویښ کړم او دا یې را ته وویل چی بېله فیس بوکه هم یو دنیا سته !
زه به په دغه لیکنه کی په لنډ او موجزه او عین حال کی په عام فهمه توګه د مک کینډر تیوری تشریح کړم .
ددغو تشریحاتو سره ځینی مل نقشې زما نه دی بلکه د شټیفن ایفبرګ المانی محقق دی چی مننه ځنی کوم .
د انګلستان جغرافیه پوه ، په ۱۹۰۴ کال کی د Democratic Idea and Reality تر نامه لاندی کتاب کی یو فصل و لیکی د Geogaphical Pivot of History په دغه فصل کی ده د Heartland تیوری تشریح کړه .
ده په دغه تیوری کی د مځکنی او سمندری قواو تر منځ مقایسه د تخنیک ، اومو موادو ، جغرافیایی موقعیت ، نفوس ، اقتصاد ، صنعت ، نظامی قوت …. وکړه .
ده پر خپله دغه تیوری تر لومړی جهانی جګړې وروسته ځینی شیان ور زیات کړه .
مخکی له دې چی موږ دغه تیوری تشریح کړو نو به لومړی پر سمندری او مځکنی قواو لږ خبری وکړو .
مځکنی قواوی په جیو ستراتیژیکه اصطلاح هغو هیوادونو ته ویل کیږی چی ټول قوت یې پر مځکنی قواو بنا وی .ښه مثالونه یې د سلطان محمود ، یا مغلو یا احمدشاه بابا در دوران امپراتوریانی وی چی فقط مځکنی نظامی قوتونه وه .
او سمندری قوتونه ؟ دغه اصطلاح د لومړی ځل له په د الفرید ټایر ماهان له خوا استعمال سوه .
د روم د امپراتورۍ تر ړنګېدو وروسته د هغه دوه میراث خوره را منځ ته سو : د روم مقدسه امپراتوری د المان ملت او بل یې بریتانیا وه . لومړنی یې مځکنی قوت او هغه بل یې سمندری قوه ده .
بریتانیه ځکه چی جزیره ده نو یې لومړی تجارت او بیا مستعمره کولو او استعمار ته ملا و تړله او دغه طفیلی ژوند تر ننه پر مخ بیایی . په داسی حال کی چی المان د رودونو په امتداد کی خپل تجارت ته انکشاف ور کړ او وروسته د اوسپنی د ګاډی پټلۍ هم د رودونو په امتداد و غځول سوه او له برلینه تر بغداده او له ماسکو څخه تر و لاډی وسټوکه ورسېدل او د بریتانیا قیمومیت ته یې پر جهانی ابحارو باندی خاتمه ور کړه چی د لومړی جهانی جګړی او د دوهمی جهانی چګړی له اصلی علتونو څخه شمیرل کیږی .
که سره را لنډ کړو نو سمندری قواوی هغو قواو ته ویل کیږی چی ټول نظامی قوت یې بحر ته متوجه وی او دا هیوادونه معمولآ جزیرې وی د امریکا د متحدو هیوادونو او هسپانیه او پر تګال په استثنا ! ددغو هیوادونو ښه مثالونه ، جاپان ، انګلستان ، نوی زیلانډ ، استرالیا او نور دی .
اوس به بیرته د مک کینډر تیوری ته راو ګرزو .
. مک کینډر وایی چی انسانان د تمول او امنیت له وجی د مختلفو جغرافیایی سیمو او اومو موادو پر سر یو له بل سره رقابت کوی .
دی په دې عقیده دی چی د انګلیس امپراتوری د کلمبیایی عصر اخر ته رسیدونکی وه ، چی له هغه وخت راهیسی چی کریسټوف کلمبوس د امریکا قاره کشف کړه بیا د مک کینډر تر وخته پوری د نړۍ سمندری لاری د انګلیس تر قیمومیت لاندی وی .
ده د الفرید ټایر ماهان دا تیوری چی ویل یې چی سمندری قوت یوازنی او ټاکونکی دی رد او و یې ویل چی په تاریخ کی ډیر داسی واقع سوی دی مځکنیو قوتو نو چی سمندری قواوی تر خپل تاثیر لاندی را وستلی او د مځکی له لاری یې د هغو بنادر نیولی دی .
دده په نظر دا د بریتانیا موثر کنترول وو پر جهانی سمندری لارو باندی چی د دوی قیمومیت یې پر نړیوالو ابحارو ممکن کړ .
دی لیکی چی که یو مځکنی قوت مثلآ اروپایی روسیه په غربی سایبریا کی چی مک کینډر هغه د زړه سیمه یا Heartland یا Pivot Aeraبولی سرکونه جوړ او صنعت او تجارت ته انکشاف ور کړی نو بیله شکه به د جهانی چزیرې یانی یوراشیا خاوند سی . مک کینډر لیکی :
 
„Who rules Eastern Europe commands the Heartland
Who rules the Heartland commands the World Island
Who rules the World Island commands the World“
– Mackinder, Democratic Ideals and Reality, S. 106




د جهانی جزیرې څخه د مک کینډر مقصد د یوراشیا ټوله سیمه او د افریقا براعظم دی .ده ویل چی که څوک یوراشیا په اختیار کی و لری نو به بېله شکه د ځنډو سیمی لکه استرالیا ، امریکا ، جاپان ، او نور تر خپل تاثیر لاندی راولی .
نن ورځ ۷۰ په سلو کی د نړۍ تجارت ، ثروت او اومه مواد په همدغه یوراشیا کی متمرکز دی .
لنډه یې دا چی ، مک کینډر د یوراشیا براعظم د یوې جهانی چیریری په توګه لیدی چی د فرانسې د اتلانتک ساخل څخه بیا تر ولاډی وسټوک ، توله چین ، هند ، افغانستان ، ایران ، عربی او افریقایی هیوادونه په بر کی نیول . ودغی جزیری په یوه نیمه کړۍ کی بحری قوتونه موقعیت لری چی دی یې د بهرنی کړۍ په نامه یادوی او عبارت دی له کاناډا ، امریکا ، انګلستان ، جنوبی افریقا ، استرالیا ، نوی زیلانډ ، او جاپان څخه .
د خپل وخت پر سیاسی اوضاع باندی مک کینډر د یوې تبصرې په ترځ کی وویل چي:
…. که په لومړۍ جهانی جګړه کی المان خپل ټول قوت د شرق خوا ته متوجه کړی وای نو به یې په کامل اطمینان د زړه سیمه یا Pivot Erea نیولی او د سمندری قواو مضبوط بندرونه به یې د شا له خوا نیولی وای . 




ددغی Pivot Erea تر ټولو اسانه معبر افغانستان دی ! او دغه زموږ د تیرو دیرشو کالو بدبختیو اصلی وجه ده . که ایخوان دی که کمونسټ ، طالب … دا ټول ددغه منظور له پاره تمویل ، تسلیح او تشجیع کیږی . ما خو په کراتو ویلی دی چی دا دیرش کلن جنګ د افغانانو جنګ نه دی .
ددغه هدف د حصول له پاره د انګلیس تخلیق او د امریکایانو کاری اسباب یانی طالب استخدام سوی دی او دا هغه مړ مار دی چی موږ په خوری !
یو په بل مو سره وژنی وایی خپل یو دښمنان دی.