کور / تازه خبرونه / دکوهاټ تونل لاهم دافغان کډوالو پرمخ تړل شوی دى

دکوهاټ تونل لاهم دافغان کډوالو پرمخ تړل شوی دى

پېښور: افغان کډوال شکايت لري چې پيښور ته په غزيدلې لار دکوهاټ تونل په سيمه کې دپاکستان دپوځ ملېشې دوی ته اجازه نه ورکوي چې دکوهاټ دتونل له لارې پيښور ته سفر وکړي،او خپل ضرورتونه پوره کړي ،ياده لار چې نږدې يوه نيمه مياشت مخکې دمحرم په لومړی نيټه دافغان کډوالو پر مخ تړل شوی تر دامهاله پرې افغان کډوال نشي تللی په سيمه کې دغې ستونزې افغان کډوال سخت پريشانه کړي دي ځکه چې دلارې په سر ولاړ پاکستاني فوځيان يې هيڅ ډول عذر نه مني دافغان کډوالو رنځورانو ته هم اجازه نه ورکول کيږي چې پيښور ته يې ددرملنې لپاره ولېږدوي او حتی مړي ته دتګ لپاره هم اجازه نه ورکول کيږي او که ستونزه ډيره زياته وي نوبيا افغان کډوال د راولپنډۍ له لارې پيښور ته راځي چې له دې امله يې ديو ساعت مزل اووه يا اتو ساعتونو ته رسيږي همدغه راز په کرايي هم زيات مصرف راځي او دپنجاب دپوليسو لخوا هم روپۍ ورڅخه اخيستل کيږي،دا په داسې حال کې ده چې نوموړی لار هيڅ ستونزه نه لري پاکستان وګړي پرې تګ ښه ډاډه تګ راتګ کولای شي .ديادونې وړ ده چې دغې ستونزې يواځې د کوهاټ افغان کډوال له ستونزو سره نه دي مخ کړي مګر هاخوا دهنګو،ټل، دوابه ،پاړه چنار افغان کډوال هم له دغې ستونزې کې اغيزمن دي. ديادونې وړ ده چې نوموړی تونل دتير کال ددسمبر په مياشت کې هم هغه مهال دافغان کډوالو پرمخ وتړل شو چې په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونه دپاکستان په مومندو ايجنسۍ کې دپاکستاني سرتيرو په يوه پوسته بريد کړی وو چې له همدې امله دغه لار شاوخوا لس مياشتې دافغان کډوالو پرمخ تړل شوی وه.افغان کډوال له افغان قونصلګري ،افغان سفارت او په پاکستان کې دکډوالو ادارې ((يو اين ايچ سي ار))څخه غواړي ترڅوددوی په دغه ستونزه پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او افغان کډوال نور له دغو ستونزو وژغورل شي .