کور / تازه خبرونه / کندهار : د قطر هيواد څخه يوه شکمنه الوتکه راغلې

کندهار : د قطر هيواد څخه يوه شکمنه الوتکه راغلې

د تيرو دوو ورځو را پديخوا د كندهار د خليجي هيوادونو څخه يوه الوتكه راغلې او د كندهار په نړيوال هوايي ډګر كي يي ناسته كړي ده .
د كندهار نړيوال هوايي ډګر ته د دې الوتكي په اړه معلومات نه وه وركړل سوې او نه هم هغوى افغانستان ته د دخول اجازه درلودل كه څه هم د كندهار هوايي ډګر مسوولين په دې اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايې او معلومات نه وركوي خو د كندهار د والي وياند جاويد فيصل د دې خبري د پخلي تر څنګ وايې چې ياده الوتكه د عربي هيوادونو اړوند وه او يوازي يي د څو ساعتونو لپاره ناسته كړي او په هم هغه شپه ايستل سوي ده ، هغه وايي چي په دي اړه جدي پلټني رواني دي .
د كندهار د والي وياند زياته كړه چي ياده نامعلومه الوتكه د پلازميني كابل په اجازه يې دلته ناسته كړې ، په خبره يي چي په دي كي ولايتي اداره ګرمه نده .
په كندهار كې يوه امنتي سرچيني د نوم نه يادولو په شرط وايې چې په الوتكه كي ۷ تنه سپرلي وه چي څلور تنه يي عرب دوه د پاكستانيان او يو تن هم د هندي كس وو . چي په كندهار كي يي طياره كښينستلي او د مركزي اداري تر خبرولو وروسته يي هغه ډوبي ته ليږلي دي .
د سرچيني د معلوماتو له مخي چي ددوي هدف د يوه والي سره ليدنه وه خو معلوم ندي چي د كوم ولايت د والي وو .
بلخو ا خپله ولس مشر د هغه امنتي سلاكار ته دنده سپارلې ده څو په دې اړه جدي پلټني وكړي .