کور / هراړخیز / د معارف وزارت متخصصین

د معارف وزارت متخصصین

زموږ یو ملګری دی. خدای دې لري له هیڅ کاره بېرته نه دی.ملا دی، لیکوال دی، ژورنالیست دی، مبصر دی، خلاصه د ملایانو خبره جامع الکمالات دی.

یو وخت مو په یوې ادارې کې ګډ کار کاوو. دلته کارونه په ډلییزه توګه سرته رسیدل او د انګریزانو خبره (team work ( و.

په دغه شان کارونو کې که تیروتنه د هر چا وي خو رنګه د ټولو ورسره ژیړه وي او همدارنګه که یو څوک ښه کار وکړي نو د هغه له برکته ټول سرخ رویه وي.

له دې پاخه ځوان سره به زموږ همیش جنجال و او جنجال خو به هغه وخت نور هم جدي شو چې کله به کومه ستونزه رامنځ ته شوه او ګوته به ټولو ته ونیول شوه.

دا ځوان ډېر مصروف و، راډیوي پروګرامونو کې به دی میلمه و، د ټلویزیون په ګرديو میزونو کې به دی نیغ ناست و او چې کله به دفتر کې و، نو بیا به شیبه په شیبه ورته ټیلېفونونه راتلل.

یوه ورځ، کومه تیروتنه رامنځ ته شوې وه، ټولو ملګرو همده ته ګوته نیوله، د ده بې شمېره بوختیاوې یې یادولې او همدا یې د تېروتنو لامل ګڼه.

موږ لا همدې خبرو کې ګرم وو، چې چا یوه مجله راوړه او د میز پر سر یې کیښوده.

لومړی ما را واخیسته، پښتۍ مې ورته وکتله ، بیا د پښتۍ دویمې پاڼې ته لاړم، چې څنګه د عنوانونو لړلیک ته تلم، نو د همدې جناب په نوم مې سترګې ولګیدې.

دلته یې په کتنپلاوي کې نوم راغلی و.

دا مجله له پولې اخوا چاپیدله ، پر میز مې کیښوده او بیا مې ورته ویل:هیڅ ځای درنه پاتې نه دی، دا دی له پولې اخوا هم مصروف یې.

هغه راته په تعجب وکتل او بیا یې مجله پورته کړه، چې خپل نوم یې په کې ولیده نو سوګند یي وکړ چې نه یې کله دا مجله لیدلې او نه ترې خبر دی.

زموږ دې ملګري ته خدای ج لوړ استعداد ورکړی دی د ګڼو کتابونو مولف دی او شهرت یې ګټلې دی او کیدای شي مجلې د خپل اعتبار لپاره د هغه له نوم ځنې، ناوړه ګټه اخیستي وي.

دا کیسه هغه وخت رایاده شوه، کله چې مې د پوهنې وزارت له خوا چاپ شوي درسي کتابونه ولیدل او بیا چې مې کله په دې اړه د درنو استادانو: اسدالله غضنفر، اجمل ښکلي او نورالحبیب نثار انتقادي مقالې ولوستې.

دغو ښاغلو، د درسي نصاب په کتابونو کې دومره غلطۍ را برسیره کړي، لکه یوه تازه کاره کمپوزر چې کوم جنجالي متن کمپوز کړی وي.

املا غلطه، انشاء غلطه، متن غلط،ګرامر غلط او …

جالبه خو داده چې د همدغه درسي نصاب د لیکوالانو او کتنپلاوي ډله کې بیا دومره لوی – لوی او ډېر نومونه راغلي، چې د هیڅ غلطۍ ګنجایش ترې نشي تصور کیدای.

په کتابونو کې راغلیو غلطیو او تېروتنو ته په پام سړی دوه پایلو ته رسیږي:

لومړی داچې:

کیدای شي د دې کتنپلاوو او مولفینو نومونه هم ، لکه د یادې شوې مجلې په څېر، د داسې کسانو وي چې هغوی ترې هیڅ خبر هم نه وي.

نن خو هسې هم په واسطو او شناخت مقرري ده، همدغه شان کوم مقرر شوي ځوان به د درسي نصاب لپاره کتابونه لیکلي وي او د اعتبار لپاره به یې د نورو متخصصینو نومونه پرې چاپ کړي وي.

ځکه څنګه کېدای شي چې یو متخصص دې کتاب وګوري او بیا دې هم بې شمېره ګرامري او نورې بیلابیلې تېروتنې ولري؟

دوهم:

کېدای شي دا متخصصین هم،افتخاري متخصصین وي.د یو چا په شناخت یې دغه رتبې ترلاسه کړي وي او په دې ساحه کې یې ګام هم نه وي پورته کړی.

په هرصورت، هر دلیل چې وي خو بار یې زموږ پر تنکیو نسلونو دی، د وزیرانو او نورو جنابانو اولادونه خو هسې هم دولتي ښونځي نه لولي، د هغوی یې پرې څه ؟

‌‌‌‌نصاب، د نسلونو په روزنه کې ستر رول لري، کوم نصابونه چې پرمختللي او معیاري دي زدکونکي یې هم ژر جذبوي او ښه ګټه ترې اخلي.

خو کوم نصاب چې دغه شان ګډوډ او غیر معیاري وي، زدکونکيو نه لاره ورکوي او هیڅ ګټه ترې نشي اخیستلی.

وړاندیز:

د پوهنې وزارت باید د هیواد له راتلونکې سره لوبې ونه کړي،د خپلې خوښې اشخاصو ته دې له بلې لارې پیسې برابرې کړي هسې هم دې وطن کې حساب نشته.

مخکې له دې چې یو درسي کتاب چاپ شي باید اخري نسخه یې د بحث او بیا کتنې لپاره فني او مسلکي اشخاصو ته ورکړل شي.

د پوهنې وزارت باید داسې یو ګټور او ژر جذبیدونکی پرمختللی درسي نصاب چمتو کړي چې زموږ تنکي نسلونه ترې اعظمي ګټه واخلي او د خپل کنډر هېواد په بیا جوړونه او پرمختګ کې ترې استفاده وکړي.