کور / تازه خبرونه / د ملایانو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه

د ملایانو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه

د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافي له لسګونو ملاایمانانو سره د همږغۍ په موخه د ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د يوې غونډي په ترڅ کي و لیدل

په دې موخه جوړه سوې غونډه چي د لښرګاه ښاروالۍ د غونډو په تالار کي دایره سوې وه د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافی، د علماوو شورا رئیس مولو خدای نظر او د مسجدونو لسګونه ملا ایمانانو ګډون درلود.
په غونډه کي ښاروال صافي له ملایانو و غوښتل چي د خپل محراب او ممبر له لاري ښاریان په دې ټکي و پوهوي چي پاکوالی څومره ارزښت لري، د صافي په خبره که ښاریان خپل خپل مسولیت احساس کړي نو ښاروالۍ په ډیره اساني سره کولای سي چي ښار پاک او زرغوند کړي. همداشان ښآروال له ملایانو و غوښتل چي له خلکو و غواړي هغه پروسه چي د خلکو د جایدادونو د ثبت لپاره را پیل سوې د ښاروالۍ سره همکاري وکړي .

ښاروال زایاته کړه: (( خلک دې پروسې ته د شک په سترګه ګوري او وخت په وخت زموږ له کارکوونکو سره جنجال کوي، ستونزي ورته جوړوي او له دې کاره ډډه ))
د لښکرګاه ښاروال د خبرو پرمهال له ملایانو و غوښتل چي ښآریان په دې هم پوه کړي چي د ښاروالۍ لخوا ایښودل سوو نیالګیو خیال و ساتي او خپله دنده و ګڼي چي د نیالګیو ساتنه وکړي.

د علماوو شورا ريئس مولوی خدای نظر، د علماوو شورا غړی مولوی مهردل فراهي او نورو عالمانو د خپلو خبرو پر مهال له ښاروالۍ سره ژمنه وکړه چي هغه ټکي به تر خلکو پوري رسوي چي د ښاروال لخوا ورته په نښه سوه. مولوي خدای نظر ټول مولایان مخاطب کړه او و یې ویل : (( ایا دا ستاسو دنده نده ؟ چي خلک د پاکوالي په ارزښت و پوهوی))
هغه هیله څرګنده کړه چي مولایان باید په دې برخه کي خپل مسولیت تر سره کړي. د مولوي یونس موسوي په نوم یو مولوي له ښاروالۍ و غوښتل چي د لږي بودیجې په لګولو سره دي د مسجدونو مخو ته بیلبورډونه نسب سي چي ورباندي د قران او حدیث مطابق د پاکوالي او نورو خبرو پېغامونه کښل سوي وي.

په غونډه کي د علماوو لخوا ګڼ شمېر نور وړاندیزونه هم وړاندي سوه چي د ښاروال لخوا تاید او د غور کولو لپاره یاداښت سوه.
ښاروالۍ له ملایانو د عامه پوهاوي په برخه کي ځکه مرسته غواړي چي ددې ټولني خلک د ملایانو پر خبره تر نورو ډېر اعتبار کوي .