کور / هراړخیز / ملی ارزښتونه دفکری یرغل پروړاندی سترخنډ

ملی ارزښتونه دفکری یرغل پروړاندی سترخنډ

تیرو څولسیزو کی افغان ویاړلی ولس په څوډوله جګړو کی ښکیل شوو دمختلقو ابر قدروتونو لښکر کښیو سربیره کورنی جګړی له یوی خوا سیمه ایزه استخباراتی جګړه په اقتصادی منابعو دهیوادونو ترمنځ جګړه کلتوری اوفرهنګی جګړه دافغان ځوان نسل سره دبهرنیو کړیو فکری اوایډیالوژیکه جګړه زمونږ په ولس ورتپل شوی جګړی دی چی دافغان ولس دهرډول پرمختګ مخه پری نیول شوی دی اوزمونږ ولسونه دژوندانه دلمړینو اسانتیاوو څخه بی برخه کړی شوی دی په اوسنی روان حالاتوکی ترټولو خطرناکه جګړه چی دافغانستان راتلونکی ته به ترډیره بریده زیانمن وونکی تمام شی دافغان ځوان نسل سره فکری جنګ دی، دفکری جګړی دپاره دټولو هغه امکاناتونه چی ددی هیواد دښمنان ورته لاس رسی لری ګټه اخلی اودځوان نسل دفکرونو دپاشلو دپاره دوسیلی په ډول ورڅخه کار اخلی.

دافغانستان قسم خوړلو دښمنانو دغه فکری جګړه دڅو ط‎ریقونه په استفادی مخ ته وړی:

ددغه فکری جنګ ترټولو لمړنی اوغښتلی حربه په اوسنی عصر کی رسنی اومیډیا دی دضرورت نه زیات په ورته پروګرامونو سمبال دپردیو دکلتور ښکارندوی ګمارل شویی تش په نامه سیاسی مبصرین دتلویزیونو په پردو کی هغه څه دی چی دغه رنګه جګړی ته یی زور ورکړی خوبیا بل پلو ته دغه ډول جګړه دافغانانو دکلتوری اومذهبی محافلو اومجلسونو کی هم لاره موندلی اودګمارل شوو تش په نامه علماوو اوقومی مشرانو په واسطه هم دغه ډول جګړه په مخ وړل کیږی .

دوهمه حربه چی په داډول جنګ کی تراوسه کارول شوی دی په ځوان نسل کی دسیاسی تفرقی له لاری فکری جنګ دی په یو کم میشته اوغریب هیواد کی لکه افغانستان دلسګونو سیاسی سازمانونو ، قومی اوسمتی شوراګانو محلی شوراګانو په سلګونه تش په نامه خیریه ټولنی او ټولنیز بنسټونه جوړول دملیتونو خصوصا دځوان نسل ترمنځ دتفرقی پېداکولو نه غیر بله کومه معنی نه ورکوی که دڅو ډیروسیاسی احزابو اساس نامه اوبرنامه ولوستل شی نوډیر زر سړی دی ټکی ته پآم اوړی چی تقریبا اکثره ګوندونه سره ورته موخی لری خودغه موخی صرف دکاغذ پرمخ سړی لوستلی شی اکثره احزاب حتی که مبالغه نه شی دیو رهبر یو اشپز اویو چوکیدار نه علاوه نور غړی په فزیکی ډول نه لری او دافغانستان دراتلونکی دپاره طرحه به لاډیر ستر کار دی چی ددوی له وسه بلکل نه دی پوره خوهمدغه ګوندی رهبران بیا په خپلو پنځه کرښو لیکلو مواردو اوخپل دوه کسیز تشکیل نه نور څّه نه لری.

دریمه حربه چی کارول کیږی او په افغانستان غوندی کم سواده ټولنه کی زر هدف تری لاس ته راځی ګمارل شوی مذهبی تش په نامه علما دی چی دمقدس مکان دمحراب اومنبر څخه بیا خلک په نښه کوی په تیرو کلونو کی داډول لوبه زور اخیستی دی په لسګونه نوی وارد شوی طریقی داسلامی طریقو په سرلیک، دکاذبو پیامبرانو ظهور، په ښکاره ډول په یو اسلامی هیواد کی دځینو کسانو مرتد کیدل اوپه وړاندی یی دحاکم نظآم بی تفاوتی، دعربی متن نه په بله ژبه دقران پاک دنسخو چاپیدل اونشریدل، په ورته مسایلو کی دځینو مذهبی علماوودشرعی احکامواوقرانی ایاتونو متفاوت تعبیرات هغه څه دی چی دافغان ولس سره دفکری جګړی دپاره کار اخیستل کیږی .

خو په دغه ناانډوله فکری جګړه کی دریښتنوافغانانو سنګر که دمادی منابعوله درکه کمزوری دی خو په معنوی ډګر کی مونږ ډیر غښتلی سنګرونه لرو چی ټول افغان ولس سره په یوه کلکه عقیده تړی چی هغه عبارت د اسلامیت اوافغانیت داصولو څخه دی پاک ریښتنی مسلمان اوپه خپلواکی میین افغان مشران اوبااحساسه ځوانان به داډګر خالی نه پریږدی اوسره دډیروکمو امکاناتو به هم ددښمن دپلان شوو دسیسو مقابله به کوی افغان بااحساسه ځوانان په دی پوهیږی چی ترڅو پوری دفکری جګړی مخه ونه نیول شی ترهغی پوری مونږ به دریښتنی خپلواکی اواذادی دنعمتونو څخه نه شوو برخمن کیدلی ځکه فکری جګړه دملتونو دحاکمیتونو،شتمنیواوتمدنونو دپوپنا کیدلو پیلامه اومنشا دی.