کور / هراړخیز / قومي مشران د دولت او ولس ترمنځ پل

قومي مشران د دولت او ولس ترمنځ پل

له پخوا وختونو څخه زموږ په هېواد کې دهرې لوى او وړې ستونزې دحل لپاره ديوې ولسوالۍ ،قوم ،کلى ديني علماکرام ،قومي مشران سره يوځاى کيږي او شته ستونزو او ننګونو ته دحل لاره پيداکوي .
په خوست ولايت کې هم دوه کله پخوا د دولت او ولس مخې ته زياتو ستونزو او ننګونو وجود درلود .
ددې لپاره خوست ولايتي ادارې ددې ولايت دبېلا بېلو ولسواليو علماکرامو ،قومي مشرانو او ځوانانو سره دامنيت دښه تامين ،بيارغونې ،روغتيا،يووالي ،وروروالۍ، دخلکو دعامه پوهاوي اودشخړو دله منځه وړلو په برخه کې ليدنې کتنې تر سره کړې دي.
او په دې ولايت کې ولايتي ادارې دتل لپاره هڅې کړې تر څو ټولې شته ستونزې دولسونو او مخورو قومي مشرانو، ديني علماوو او ځوانانو سره په ناستو او ليدنو کتنو سره حل کړي چې دلته دخوست ولايتي ادارې دقومي مشرانو سره ناستې را اخلو خو ولايتي ادارې له دې هم زياتې ناستې او ليدنې کتنې کړي خو دلته يې څو ليدنې دنومونې په ډول سره وړاندې کوو او دا ليدنې او ناستې په بېلابېلو وختونو کې تر سره شوي چې موږ دلته په لومړيو کې دباک ولسوالۍ له قومي مشرانو، علماکرامو او ځوانانو سره ليدنه را اخلو ځکه په دې ولسوالۍ کې دوه کاله پخوا دولت په دې نه بريالى کيدلو چې هلته دولسونو لپاره بسټيزې پروژې پلې کړي او ددې تر څنګ په نورو برخو کې کارونه تر سره کړي خو دولايتي ادارې دهلو ځلو او ددې ولسوالۍ له قومي مشرانو، ديني علماکرامو سره دليدنو په پايله کې په دې ولسوالۍ کې هم پروژې پلې شوي دي او په راتلوونکي کې به هم پلې کيږي. او اوس ددې ولسوالۍ دقومي مشرانو او ديني علماکرامو هغه ناسته را اخلو چې دوى له ولايتي ادارې سره دخپلې همکارۍ دلا پياوړتيا او په دې ولسوالۍ کې دروانو حالاتو،بيارغونې ، بنسټيزو پروژو په اړتيا ،له دولت سره دخلکو په لا زياتې همکارۍ،دسولې او ملي پخلاينې دپروسې په اړه په کې بحث وشو.
او ددې ولسوالۍ مخورو قومي مشرانو دباک ولسوالۍ د خوست ولايت له سرحدي ولسواليو څخه يوه مهمه ولسوالي وبلله دوى وويل ،ديادې ولسوالۍ خلک سوله غوښتونکي دي تل له خپل دولت سره دخپلو اغيزمنو کړنو په سرته رسولو کې زياته همکاري کوي .
قومي مشرانو زياتوله : مونږ دخپلې ولايتي ادارې له ټولو اغيزمنوکړنو ملاتړ اوستاينه کووځکه دوى په ډېرو کمو وختونو کې په ټولو برخو کې زيات کارونه ترسره کړې دي.
اوله ولايتي ادارې څخه يې غوښتنه کوله ترڅو دباک په ولسوالۍ کې نورې بنسټيزې پروژې پلې کړي ،ښوونځي ،پلونه ،سرکونه ،داوبو بندونه او دبرېښنا لپاره لوى بند جوړشي ترڅو له يوې خوا ددغې ولسوالۍ خلکو ته دکار زمينه مساعده شي اوله بلې خوا په نويو پرمختګونو او لاسته راوړنو سره دسولې اوملي پخلاينې لپاره لا زياته لاره هواره شي .
ديادې ولسوالۍ قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې دامنيت دټينګښت په برخه کې له امنيتي ځواکونه غوښـتې ول چې خپل ټول عمليات بايد ددقيقو راپورونو پربنسټ ترسره کړي .ځکه ډېر وخت دامنيتي ځواکونو په تلاشويو کې بې ګناه ملکي کسانو ته مرګه ژوبله اوړي چې په دې سره دحکومت او ولسونو ترمنځ واټن زياتيږي .
دوى ټولو دخوست والي عبدالجبار نعيمي څخه خوښي څرګنده کړه چې دبې ګناه بنديانو په راخلاصولو کې زياتې هڅې کوي اوډېرهغه بې ګناه بنديان چې دغلطو راپورونو پربنسټ نيول شوي وو ،بيرته دخوست ولايت دمشرتابه په هڅو دپروان له محبس څخه ازاد شوي .
ددې ولسوالۍ راغليو قومي مشرانو دخوست ولايت مشرتابه ته ډاډ ورکړ،چې دسيمې له ولسوال سره يوځاى به دولسونو دستونزو په حل ،دسولې په ټينګښت او دامنيت ډاډمنيتا کې په ډېر مسووليت سره کاروکړي .
همداشان دباک ولسوالۍ ترڅنګ بله سرحدي ولسوالۍ چې دعليشيرو اوتريزيو ولسوالۍ په نوم سره ياديږي ددې ولسوالۍ قومي مشرانواوديني علماکرامو هم دخوست له ولايتي ادارې سره په تيرو دوو کلونو کې په وار وار سره ليدنې تر سره کړې دي او په ليدنو کې ددې ادارې کړنې مثبتې ارزولي دي.
خو ددې ولسوالۍ قومي مشرانو دسولې په کور کې دليدنې پرمهال له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره دې نورهم دقانون ماتوونکو ډلو مافيايي کړيو او غاصبينو په وړاندې مبارزه جدي کړي ترڅو دنورو پرمختګونو ،ولسي نيکمرغۍ اوبيارغونې لپاره ښه زمينه مساعده شي او ولسونه دتل لپاره له ستونزو او کړاوونو په امان شي.
دعليشيرو او تريزيو ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ياده کړه په لرې پرتوسيمو کې ددغه ولايت ټول اوسيدونکي دخپلې ولايتي ادارې ټولې هغه کړنې ستايې اوملاتړيې کوي چې د ولسونوپه ګټه يې ترسره کوي.

دوى دليدنې پرمهال زياتوله ولايتي اداره په دې توانيدلي چې په کم وخت کې دخپلو خدمتونولړۍ ددغه ولايت ترهرګوټ پورې ورسوي.

همداشان دوى په ليدنه کې دخوست ولايتي ادارې ته په دغه ولايت کې داداري فساد ،غصب ،ټولنيزو فسادونو اوقومي شخړو پرضددمبارزې په برخه کې دهرډول ولسي همکارۍ ډاډ ورکړ .

دوى ويلي په ولسي قوت به دخپلې سيمه ييزې ادارې سره دامنيت په ټينګښت کې مرسته کوو اودټولو هغه ناخوالو اوننګونوپه وړاندې به مبارزه کوو کوم چې دخوست ولايت دپرمختګ په وړاندې خنډ ګرځي او يا په دې ولايت پورې ناوړه تبليغات کوي .

ديادې ولسوالۍ اوسيدونکي له ولايتي ادارې سره په ليدنو کې له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه په عليشيرو ولسوالۍ کې دبنسټيزو پروژو غوښتنه کړه .

دوى ته د ولايتي ادارې لخوا دا ډاډ ورکړل شو چې موږ به نه يوازې په مرکز بلکې دټولو ولسواليو په سيمو کې به دغصب او نورو ننګونو پر وړاندې مبارزه کوو تر څو دلته په دې ولايت کې هر ډول ناخوالې له منځه يو ړل شي.

او خوست ولايتي اداره تل په دې وياړي چې په پراخه کچه ولسي همکاري لاري اودولسي همکاريو په اساس دټولو هغه بدمرغيو اوناخوالو په وړاندې مبارزه کوي چې دخوست دپرمختګ مخه نيسي.

او د ولايتي اداره مسووليت لري چې په خوست کې دټولو ولسونو لپاره کاروکړي چې اوس هم په ډيره چټکۍ سره په دغه ولايت کې دبيارغونې ،پرمختګ ،ځوانانو دروزنې ،ولسي نيکمرغۍ ،عدالت اوامنيت دتامين په برخو کې نه ستړې کيدونکي تلاشونه کيږي.

که په وروستو کې وايو چې د خوست ولايتي ادارې زياتر ه ستونزې دهمدې ولسونو، قومي مشرانو،علماکرامو او ځوانانوسره په ليدنو حل کړي او په دې سره د همدې ادارې اود ولسونو تر منځ واټن هم کم شوى او دې سره په څنګ کې هغه شخړې چې په خوست ولايت کې دېيلا بېلا قومونوترمنځ د ځمکو،غرونو، دښتو اوکرنيزوځمکو په سر رامنځ ته شوې.
وې د دېرشو په شاوخوا کې لوى او وړې شخړې حل کړي.