کور / هراړخیز / دښځو حقوق او که دنارینو دزهنیت جوړونه

دښځو حقوق او که دنارینو دزهنیت جوړونه

 ( و قرن في بيوتکن ) سورة احزاب ٣٣ ايه
 ژباړه: په خپلو کورنو کښي واوسيږﺉ.
(المراة راعية علي بيت  زوجها وولده وهي مسولة عنهم) بخاري شريف
ژباړه:ښځه د مېړه د کور ساتونکې او دهغه د اولادونو پالونکې ده او ددوى په اړه به له دې څخه پوښتنه کيږي


د ښځو حقوق په اوسني عصر کښي نه صرف په افغانستان كښي بلكي په ټوله نړۍ كښي یو ه ډېر پېچلې مسئله ده. دښځو دحقوقو په اړه داتود بحث دبېلابیلو اهدافو له پاره دوام لري، او د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، په افغانستان کښي د ښځو د حقوقو مسئلې ته ډېره هوا وركوله كيږي او په لسګونو تحريكونه جوړ سوي چي ورته فيمنیزم، جنډر، مساوات يا د ښځو له حقوقو څخه د دفاع تحريكونه وايي.
په كوم هيواد کښي چي جهالت خپور او وګړي یې د تعليم اوپوهي څخه محرومه وي هلته خو نه د سړيو، نه دځوانانو،نه دکوچینیانو، نه دحیوانانو اوبوده ګانو حقوق تامین وي،نو د ښځو دحقوقو په اړه به څوک له ناپوهانو اوسیاسي معامله ګرانو څخه څه وغواړي؟ د افغانانو لويه بد بختي دا ده چي څونده چي له عصري علومو څخه ليري يو هغونده له خپلي دين څخه هم ناخبره يو؛ نوځکه تقلید موغوره کړی دﺉ.


په افغانستان کښي ځیني دولتي اوغیردولتي مؤسسات او سیاسي احزاب خپلواهدافو ته درسېدو اودپروژو داخیستلواوتمویلولو له پاره تل ښځو ته د كار كولو د شرايطو د برابرولو ډولونه وهي او دا د ښځو حق بولي او یا زمینه ورته برابروي چي ښځي پوړنی وغورځوي، کاوبای واغوندي، دکورنۍ او اولادونو تربیه پرېږدي، په تلوېزیونونو او راډیوګانواو… ولس ته خدمت وکړي. خوسوال دادﺉ چي ایا دوی او دغوښځو كله هم غور كړى دﺉ چي دښځي له پاره کار کول حق، امتياز، تكليف اوکه مسئوليت دﺉ؟ که به څوک داسي وایي چي (Women involvement is vital in spreading democracy)  نو باید پوښتنه ورڅخه وسي چي ایا ته دغه نظر دخپلي لور، خور، مور اوماینې په اړه هم لرې او که څنګه؟ شاید چي دبنسټپال، بې نزاکته اوناپوه ټاپه درباندي ووهل سي.


دیوې ښځي څخه مي په یوه مجلس کښي واورېدل چي په قرانکریم کښي د ښځي او نارینه نوم ۲۵ وار مساوی راغلی دﺉ، نو الله تعالی ښځي او نارینه مساوي پیداکړي دي خو دایې ونه ویل چي څنګه؟ داچي اسلام غواړي چي ښځي په کور کښي واوسي او یا په ځینو محدودو ځایونو کښي باید کار وکړي نو ایا په دې کښي  دښځو عزت او وقار، ارامي، سوكالي ده او که تاوان دﺉ؟ ددې سوال دحل له پاره به لاندي معلومات وروسته ولولئ خو اول ستاسو پام دې ته را اړوم چي یو وخت د امريكا د كانګرېس غړي سره  راټول سول، چي له كوره دباندي د ښځي پر دنده ترسره كولوپه اړه وږغېږي، په تېره بيا هغه ميندي چي اولادونه لري، ځينوبه وويل چي ښځه په دولت كښي كار كولاى سي، او دولت حق ورباندي لري، چي كار ورته وكړي، خو ځينو ويل چي دا حق لري، چي په کورکښي كښېني او خپل اولاد وروزي ، ځينو نور به ويل چي الله تعالى چي ښځي ته د اولاد زېږولو توان وركړى، دا يې نه دي ځني غوښتي چي دوى پرېږدي او له كوره دباندي كار وكړي، بلكي پر دې يې ګمارلي چي په كور كښي كښېني او د خپلواولادونو پالنه وكړي او سم يې وروزي.د كانګرېس غړي په پاى كښي پر دې سلا سول، چي ښځي ته، د كار لپاره نه، بلكي يوازي د تعليم له پاره ددباندي وتلو اجازه وركړي، چي خپل اولاد ښه وروزي. بالاخره دامریکا په متحده ایاتو کښي ښځوته، دکار کولو اجازه د۱۹۴۰ کلنو په شا او خوا کښي ورکوله سوه. په امریکا کښي دښځو دکار کولو نېټه دکار کولو په ځای پوري اړه لري. مثلاً: ښځو ته په تیاره(طیاره) کښي دکار کولو اجازه په نونسمه پېړۍ کښي ورکول سوه یعني نېټې یو له بله سره دکاري ځای دماهیت سره سم توپیر لري. زما کار هم دنېټو دپیداکولو سره نه دﺉ بلکي زه دا وایم چي په امریکا کښي دکور دباندي دښځو کار ددوی دبدبختۍ اوکه دخوشبختۍ سبب وګرځېدﺉ؟ نوراځئ چي لاندي معلومات ووایو:


دامریکا په متحده ایالاتو کښي دښځو جرمونه او پرښځو باندی جنسي تېری:دامریکا د(National Crime Victimization Survey) له مخي په ۲۰۰۵  مېلادي کال کښي ۱۱۸۱ ښځي دخپلو عاشقانو(boy friends)له خوا وژل سوي دي. په ۲۰۰۶ مېلادي کښي کال کښي پر ۲۳۲،۹۶۰ ښځو باندي جنسي تېری سوی وو. که دغه عدد  پریوه کال تقسیم کړو، نو هره ورځ په امریکا کښي پر ۶۴۷ ښځو باندي جنسي تېری سوی دﺉ. که دغه عدد پر ۲۴ ساعته تقسیم کړو نوپه یوه ساعت کښي  تقریباً پر ۲۷ ښځوباندي جنسي تېری سوی دﺉ چي په دې کښي بیا اکثره هغه ښځي شاملي دي چي عمر یې د ۲۴-۲۰ کلنوپه شا او خواکښي دﺉ.دامریکا دمتحده ایالاتوپرښځو دجنسي تېري دسروې له مخي، په ۲۰۰۷ کښي په سل کښي پر ۱۸ فیصده ښځوباندي جنسي تېری سوی وو؛چي اکثره وخت دشرابوڅيښلو په وجه رامنځ ته سوی او فېصدي یې داسي ښودله سوې ده:
۴۷٪ جنسي تیری هغه مهال رامنځ ته سوی کله چي فاعل اومفعول دواړو شراب څښلي ول، ۱۷٪جنسي تیری هغه مهال واقع سوی دﺉ چي یوازي نارینه شراب څښلي وه، ۷٪جنسي تېري بیا هغه مهال رامنځ ته سوی چي ښځي شراب څښلي وه او ۲۹٪ جنسي تېری هغه مهال رامنځ ته سوی دﺉ چي فاعل اومفعول دواړه په سم حالت کښي ول خو جنسي تېري کوونکي له زور اویانوروعواملوڅخه کاراخیستی وي.


دامریکا په متحده ایالاتو کښي پرښځو باندي دجنسي دتېري ځایونه:
دوه پر درې جنسي تېری دیوه اوبل(دفاعل او مفعول) په کورونو کښي رامنځ ته کیږي، ۳،۹٪ جنسي تېری دجنسي تېري کوونکي په کورکښي رامنځ ته کیږي، ۲۶،۶٪ دجنسي تیري کیدونکي یعني مفعول په کور کښي رامنځ ته کیږي، ۱۰،۱٪ جنسي تېری په هغو کورونوکښي رامنځ ته کیږي چي دجنسي تېري کوونکي اودجنسي تېري کېدونکي ترمنځ سره شریک وي ۷،۲٪ جنسي تېری په مېلمستیاو کښي رامنځ ته کیږي، ٪۷،۲ جنسي تېری دموټر چلولوپرمهال رامنځ ته کیږي،٪ ۳،۶ جنسي تېری دښار دباندي رامنځ ته کیږي او ۲،۲٪ جنسي تیری په شرابخانو کښي رامنځ ته کیږي. وګورﺉ لاندي ګرافونه:




لید کیږي چي اوسنۍ اروپا په خاصه توګه امریکا له ډير افراط څخه کار اخيستى دﺉ ښځه يي په قانوني ډول د نارينه سره برابره کړې ده. د کور څخه دباندي یې ډير زيات مسوليتونه ورباندي ایښي دي چي ځان ورڅخه خلاص کړي. دوی استدلال کوي چي د ټولني نيمايي برخه انسانان ولي  بې روزګاره او بې کاره ژوند وکړي.
په ښکاره ډول دا دليل معقول او منطقي معلومیږي خو که چيري غور او فکر وسي، نو څرګنده به سي چي دا ډېر بې ځايه دليل دﺉ هغه دا چي اسلام چي کله ښځي ته په کور کښي د کار کولو امر کوي دا په خپله د ټولني يو ستر خدمت دﺉ چي ښځه يې کوي او پربل چا باندي باور نه سته چي دبل چا دکور کار دي په صدافت سره اجراکړي. د اولادونو زېږول،دهغوى پالل او د کورد کارونو سمول دا په هيڅ صورت د ټولنيز خدمت څخه پرته بل شى نه سي کېداى. اولادونه چي ټولنه ورڅخه تشکيليږي له هوا څخه نه دي راغلي  او نه په هوا کي د هغوى روزنه او تربيت کيږي بلکي دا يو چا ته ضرورت لري چي ويي زيږوي او بيائې روزنه او پالنه په غاړه واخلي چي همدا د ټولني يو ستر خدمت دﺉ او د ټولني په پرمختګ کښي خورا زيات رول لوبوي، اودغه رول مورښه ترا اجراکولای سي.


په قرانکریم او احادیثو کښي نه یوازي داچي دښځودحقوقو په اړه سورتونه، ایاتونه او احادیث سته بلکي دحیوانانو دحقوقو په اړه هم ډېرڅه ویلي سوي دي. زه دلته دخپل مسلک(اقتصاد) سره سم دیوه مثال په ورکولو سره دغه موضوع پای ته رسوم. داقتصاد په علم کښي دوه ډوله تغیر پذیرونه(variables) سته چي یو یې خپلواک(independent variable) او بل یې متکي(dependent variable) دﺉ. ترڅو چي په خپلواک تغیرپذیر کښي تغیر نه وي راغلي، دابه ډېرمشلکه وي چي په متکي تغیر پذیر کښي دي تغیر راسي. مثال: کله چي دیوه جنس نرخ کښته سي، نو دهغه جنس تقاضا پورته سي، کله چي هوا یخه سي، نو کوټ او تاوده بوټونو ته ضرورت پیداسي، او کله چي بیا هوا توده سي نو خلګ دایسکریم، بادپکې… تقاضا لري. او یا کله چي دخلګو عواید ډېر سي نو تقاضا او مصارف یې هم ډېریږي. دلته نرخ، هوا او عاید خپلواک تغیرپذیرونه دي، چي متکي تغیر پذیر ته یې تغیر ورکړی او ورکوي. نارینه همدغه خپلواک تغیر پذیرونو ته ورته دي او ښځي بیا متکي ته. نارینه مي ځکه دخپلواک اوښځي دمتکي تغیرپذیرونو سره مشابه کړه چي په قرانکریم داسي راغلي دي:( ٱلرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَآ أَنْفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ) سورت نساء، ایه لمر ۳۴
ژباړه: نارینه پرښځوباندي سرپرستان یا ساتوونکي دي ځکه چي الله تعالی جل جلاله ځیني له دوی څخه پرځینو نوروباندي فضیلت ورکړی دﺉ، په دې سبب چي نارینو خپل مالونه[پرښځو] مصرف کړي دي.


ترڅو چي دنارینو پرذهنو باندي کار نه وي سوی، او هغو ته یې مثبت بدلون نه وي ورکړی، دښځو حقوق ناممکن دي او که ممکن هم سي نوبه په غربي رنګ ورنګول سي. په افغانستان کښي کار دچپې خوا څخه شروع سوی دﺉ، ښځو ته دښځو دحقوقو په اړه روزني(Trainings) ورکوي مګر نارینه یې په جهالت کښي پرېښودلي دي. ځکه نو دغه کړنلاري او تګلاري په افغانستان کښي دښځو دحقوقو پرځای، تشدد، ظلم، وهل وټکول، له کوره شړل، شکنجه کول، او طلاق ته لاره هواره کړې ده. ترڅو چي دنارینو ذهنیتونه جوړ نه سي، دښځوپرضد به دکور دننه اودباندي به پرښځو ظلم او ستم به همداسي روان وي. که دښځو دحقوقو په اړه سل ورکشاپونه جوړیږي نو یو ورکشاپ دي دنارینو دذهنیت جوړولو له پاره هم جوړ سي بېله دي چي سیاسي اهداف په نظر کښي ونیول سي.
  
(إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوۤءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ)
دالراعد سورت، ۱۱ لمبر ایه
ژباړه:  بېله شکه الله تعالی دیوه قوم حالت نه بدلوي ترڅو چي هغوی په خپل ځان کښي تغیر رانه ولي او هرکله چي الله تعالی پریوقوم باندي دمصیبت اراده وکړي نوهیڅوک یې مخینوي نه سي کولای او نه سته دهغوی له پاره بېل الله جل جلاله څخه هیڅ کومکوونکی.