کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان کې ٩ طالبان وژل شوې

شمالي وزیرستان کې ٩ طالبان وژل شوې

پېښور:د شمالي وزیرستان مرکز مېرانشا ته نژدې یوه خوړ کې د ۹ طالبانو مړي موندل شوي دي.د ځايي چارواکو په وینا دغه کسان په ډزو ویشتل شوي دي.د دوی په وینا دغه مړي له میرانشا بازار څخه ۱۵ کیلومتره لېرې په یوه خوړ کې موندل شوي، چې د غره په لمن کې تېر دی.د چارواکو په وینا موندل شوي مړي د طالبانو دي ، چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند دي.چارواکو وویل، چې دغه کسان همدا نن وژل شوي دي، خو د دوی په وینا دا معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان څه مهال او د چا له خوا تښتول شوي دي.د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې کله نا کله دغه ډول مړي موندل کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل کېږي د طالبانووياند احسان الله احسان ای ایف پي ته ویلي وژل شوې کسان د طالبانو غړي دي. هغه د طالبانو د وژلو تور په امنیتي ځواکونو ولگولو