کور / تازه خبرونه / داستادرباني قبرپه ملی بودیجه سمبالیږي

داستادرباني قبرپه ملی بودیجه سمبالیږي

دآریانانړیوال تلویزیون مشر میسکینیار نن دکتني په یوه پروګرام کي وویل، چي د ولسمشر کرزی په مشری د وزیرانوشورا غونډی پریکړه وکړه ،چي داستاد ربانی دقبر د ښه سمبالولو دجوړیدو دچاروټول لګښتونه دي ددولت دملي بودیجي څخه ورکول شي.هغه زیاته کړه چي څه موده مخکي یوی بهرني رسنې خبر ورکړی وو ،چي استاد رباني یواځې دسینګاپور په بانک کي شپږ سوه(۶۰۰)میلیونه ډالره شتمنې لری .دده په وینا داچه استاد رباني دنړۍ په نورو بانکونو کي به څومره پیسي لری اوکه نه تراوسه جوته نده.ولي ډیره دخواښیني خبره ده ،چي ولي داستاد رباني کورني دهغه دقبردجوړولو لګښتونه په خپله غاړه نه اخلي اودغریب جنګ ځپلي هیواد دبیت المال څخه یی اخلي.
استاد برهان الدین رباني د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶کاله پوری د افغانستان ولسمشر پاته سوی و. د هغه حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ د ډيرو هيوادونو لخوا په رسميت پيژندل سویدی. رباني بيا وروسته د جهادي تنظیمونو دنورو مشرانو سره يو ځای په ۱۹۹۲ کال کي د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر سقوط وروسته کابل ته راغلي اودصبغت الله مجددی دولسمشری دلنډی مودی وروسته د افغانستان ولسمشر سو،هغه تر ۱۹۹۶ کاله پوري، چي طالبان په افغانستان کي واک ته رسيږي خپل ځان د جمهوري رياست پر چوکۍ ټنگ کړی و. او حتي د طالبانو په وخت کي يې هم ځان ولسمشر باله ،په ۲۰۰۲کال کي کوم وخت چي پر افغانستان باندي د امريکا او متحدينو تر بريد وروسته رباني نور په دې و نه توانيدی چي د جمهوري رياست چوکی ټينگه کړي،رباني په وروستيوکي دولسمشر حامدکري لخواد افغانستان دسولي د عالي شورا مشر وټاکل سو، او بالاخره د ۲۰۱۱کال دسپتمبر د مياشتي پر شلمه نيټه په کابل کي دخپل کوردننه د وزیر اکبرخان په مینه کي دیوه ځانمرګي کس لخواه ووژل سو.