کور / تازه خبرونه / پاکستان امريکا ته د تورخم او چمن له لارو د وسلو د لېږد اجازه ورکړه

پاکستان امريکا ته د تورخم او چمن له لارو د وسلو د لېږد اجازه ورکړه

اسلام اباد : پژواک د خبر له مخې : پاکستان امريکا ته اجازه ورکړه، چې د تورخم او چمن بندرونو له لارو په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته وسلې ولېږدوي د پاکستان د کورنيو چارو وزارت لخوا پرون ناوخته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې له امريکا سره تر خبرو اترو وروسته يې دغه اجازه ورکړې ده .سرچينې زياته کړې، چې له دې وروسته امريکا کولى شي د تورخم او چمن بندرونو له لارې په افغانستان کې خپلو ځوکونو ته وسلې ولېږدوي.خو پاکستان ويلي، چې امريکا نه شي کولى له يادو لارو اتومي او کيمياوي توکي ولېږدوي.پاکستان د ٢٠١١ زېږديز کال د نومبر په ٢٦مه، هغه مهال د ناټو پر مخ د اکمالاتو پر لېږدولو بنديز ولګاوه، چې د مومندو ايجنسۍ په سلاله سيمه کې د ناټو په هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل شول.خو شاوخوا درې مياشتې مخکې پاکستان دامريکا او ناټو اکمالاتو ته اجازه ورکړه، خو د وسلو او مهماتو دلېږدولو اجازه يې نه وه ورکړې