کور / تازه خبرونه / پاکستان د تورخم دروازه د قانوني اسناد نه لرونکو پر مخ وتړله

پاکستان د تورخم دروازه د قانوني اسناد نه لرونکو پر مخ وتړله

د پژواک د خبر له مخې پاکستانيو سرحدي ځواکونو د تورخم بندر يو ځل بيا د هغو کسانو پر مخ وتاړه ، چې قانوني اسناد نه لري.په تورخم کې د لومړي زون سرحدي ځواکونو د کميسارۍ مرستيال سمونيار نثار احمد د وويل ، چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو سر له نن سهاره پر دغه اقدام لاس لورې کړى دى.هغه زياته کړه، دوى هېڅ يوه افغان ته اجازه نه ورکوي، چې له قانوني اسنادو پرته له پولې واوړي.خو نوموړى وايي : ((هغه کسان چې پاسپورټ او يا هم پاکستانى شناختي کارډ ولري کولى شي چې پر پوله تګ راتګ وکړي. ))دى زياتوي ، چې په سلګونو کسان د پولې دېخوا په افغان تورخم سيمه کې ولاړ دي، چې پکې ښځې ، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.د کميسارۍ مرستيال وايي ، هغه کسان چې د کډوالو کارتونه لري، هغوى ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې پر تورخم پوله واوړي.خو د نوموړي په وينا، لاره د سوداګريزو او ټرانيزيټي موټرو پر مخ په بشپړه توګه خلاصه ده.په پاکستاني تورخم کې د سرحدي ځواکونو يوه افسر ، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل ، چې دوى ته له مرکزي ادارې څخه امر شوى، چې قانوني اسناد نه لرونکو افغانانو ته دې له پولې داوښتو اجازه نه ورکوي.د سالم په نامه يوه افغان ، چې د تورخم پر پوله ولاړ و، وويل چې پاکستاني سرحدي ځواکونه ځينې کسان د پيسو په بدل کې خوشې کوي.خو هغه زياته کړه ، چې دغه کسان په لواړګي کې نيول کېږي او په موټرو کې له تورخم څخه بېرته د افغانستان لور ته رااړول کيږي.د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم پاکستانيو ځواکونو دوه ځلې د تورخم دروازه له دې امله وتړله، چې افغان پوليسو يو شمېر پاکستاني مزدوران وهلي او د هغوى پاسپورټونه يې شلولي دي.