کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې غړي بيا دوزيرانو د استيضاح په اړه سره سلا نه شول

د ولسي جرګې غړي بيا دوزيرانو د استيضاح په اړه سره سلا نه شول

کابل :دپژواک دخبری اژانس د خبرله مخي دولسي جرګې ننۍ غونډه يوځل بيا دوزيرانو داستيضاح دڅرنګوالي په اړه بې پايلې پاى ته ورسېده.
شاوخوادوه اونۍ وړاندې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا،کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکوسره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.
جرګې داستيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې ددغو وزارتونودپراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و.
خو دمرغومي په ١١مه د جرګې له حاضرو ١٣٧ غړو نه٧٤ يې رايه ورکړه چې له يادو ١١ وزيرانو څخه دې هغه وزيران نه استيضاح کېږي چې تېر کال يې په اوسني وزارت کې دوزير په توګه دنده نه ترسره کوله.
دملي دفاع، کورنيو چارو، ښاري پراختيااو لوړو زده کړو وزيران تېرکال پردغوڅوکيو نه وو ګومارل شوي.
د جرګې د وړمې ورځې د پرېکړې له مخې، له پاتې اوو وزيرانو څخه هغه وزيران هم بايد استيضاح نه شي چې د بوديجې د لګښت اسناد يې د جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون دقناعت وړ وګرځي.
د ولسي جرګې دوړمې ورځې عمومي غونډه د جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي تر مشرۍ لاندې جوړه وه خو نننۍ غونډه يې د حاجي ظاهر قدير تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه.
ظاهر قدير وويل، چې د يادو وزيرانو د استيضاح په اړه د جرګې د وړمې ورځې پرېکړه سمه نه ده؛ ځکه چې دکورنيو د ندو د اصولو له مخې، د جرګې پرېکړه د جرګې د دوه ثلثه غړو په رايو سره بدلېدلى شي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د يادو وزيرانو د استيضاح د نېټې پر ټاکلو به درييسانوکمېټه په خپله راتلونکې ناسته کې خبرې وکړي.
وروسته په دې رايه اخيستنه کې د جرګې له حاضرو ١٢٥ غړو څخه ٢٦ تنو برخه واخيسته او نوروکارتونه پورته نه کړل.
دغه راز د جرګې يو شمېر غړي د اعتراض په توګه له غونډې څخه ووتل.
حاجي ظاهر قدير وويل، چې په دې اړه به هم په راتلونکې غونډه کې تصميم ونيول شي.
دمرغومي په ٦مه هم په ولسي جرګه کې د يادو وزيرانو د استيضاح د څرنګوالي په اړه بحثونه بې پايلې پاى ته ورسېدل او تصميم ونيول شو چې په دې اړه به په نوروناستوکې پرېکړه وشي.
دیادوني وړ ده چي دولسی جرګي غړي څوځله برحاله وزیران د بی کفایتي په تور له دندي څخه ګوښه کړی او بیا وروسته هغه وزیران بیرته په بل وزارت کي پردنده وګماري.دولسی جرګي دغوپریکړو دخلکوپه منځ کي د بی اعتباري اوبی کفایتي روحیه ډیر ه کړی ،او خلک دخپلواستازوڅخه غواړی چي دپیښو په هکله حقیقي او ریښتني پریکړی وکړي.