کور / تازه خبرونه / د ترینکوټ ښاروالي دملایانو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه

د ترینکوټ ښاروالي دملایانو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه

د دارزګان ولایت دترینکوټ ښاروالي له لسګونو ملاایمامانوسره دهمږغي غونډه وکړه.په غونډه کی دترینکوټ ښاروال نعمت الله اکبري ورسره چارواکو اودملکي ادارورئیسانو ګډون کړي وه .
دغونډي پرمهال ښاروال دملاایمامانو څخه وغوښتل چی دښاروالي سره په مسجدنوکی دتبلیغ په برخه کی مرسته وکړي .ده وویل چی ملایان پدغه برخه کی ښه رول لوبولي شی ځکه دهغه په خبره عام خلک ټول دملایانو په خبرو عامل کوي .
ښاروال پدغه ولایت کی دښاروالي فعالیتونه زیات وبلل خو دخلکو مرسته یی اړینه وبلل او ویی ویل چی که چیرته ملایان دتبلغ په برخه کی ورسره مرسته وکړي نو خلک به دښاروالي کارونو ته متوجع شی اودښاروالي سره به مرستو ته دوام ورکړي . ښاغلي اکبري دښاروالي دهمکاري موسیسی رمپپ څخه هم مننه وکړه چی ددوي سره په ګډه کار کوي او دښارپه ابادولوکی دښاروالي لاس نیوي کوي .