کور / کتاب / د(مېخونه)په نامه دلنډو کيسو ټولګه چاپ سوه

د(مېخونه)په نامه دلنډو کيسو ټولګه چاپ سوه

دا د ځوان ، مفکر، ليکوال او شاعر داد محمدناوک د لنډو کيسو ټولګه ده، چې له سريزې او خبرو پرته په اوياوو(٧٠) مخونوکې چاپ شوى دى؛ پردې کتاب ځوان شاعر نقيب احمد عزيزي په څلورو مخونوکې د (د ناوک لنډې کيسې او زموږ او ږدې تلوسې) تر سرليک لاندې خبرې کړې دي، ورپسې د ښاغلي ناوک خپلې خبرې( ماوېل…) تر سرليک لاندې په دوو مخونوکې وړاندې شوې دي.
په دې کتاب کې چې د ښاغلي ناوک درېيم اثر دى، شپاړلس کيسې راغلي دي:
د فاتحې اعلان
اتڼ
په نيمه شپه غږونه
تروريست
سرۀ
ډالر
شپون
غړي
ازموينه
مکتبۍ
واده
مېخونه
په واوره کې خېمه
زنګاوات
د ماښام ډوډۍ
د زړه قوت
چې وروستۍ دوه کيسې يې د فارسي ليکوالې زري نعيمې را ژباړلې دي.
د دغه کتاب د چاپ لګښت اشرف غيرت په غاړه اخېستى، او په زرو ټوکو ګودر خپرندوى ټولنې چا پ کړى، چې نا قانانونه يې پرې دوه زره ټوکه ليکلي دي، د کتاب کمپوز خپله ليکوال کړى، او ډيزاين صادق کړى دى..
ښاغلى ناوک د ځوان کهول هغه بااستعداده ليکوال دى، چې په کم عمريې ډېرڅه کړي دي، دنوموړي دوه اثره(مکتبۍ، د لنډې کيسې کرکټر) وړاندې چاپ شوي دي، جالب کتاب (اروا) يې د چاپ لارې څارې، (د ماښام ستوري، ګډ کار) يې په نږدې کې له چاپه راوځي، اوس له نورو بوختياوو سره_سره د يو ښايسته کتاب (قران و روانشناسي) په ژباړه بوخت دى، چې نږدې درېيمه برخه کاريې پکې کړى دى.
داد محمدناوک د پکتيکا ولايت اوسېدونکى دى، چې دم ګړۍ د ننګرهار پوهنتون د پښتوادبياتو د څلورم ټولګى محصل دى.